راشد خان: "غواړم نړیوال جام کې لوبې وګټم"
د افغانستان ستوری لوبغاړی راشد خان وایي په نړیوال جام کې یوازې د ګډون لپاره برخه نه اخلي بلکې هیله یې دا ده چې لوبې پکې وګټي. راشد خان له بي بي سي سره په خبرو کې ادعا وکړه چې افغانستان اوس داسې لوبغاړي لري چې د نړۍ هر هېواد ننګولی شي. تورپېکۍ غرنۍ له راشد خان سره خبرې کړې او د لوبو تر څنګ يې د شخصي ژوند په اړه هم پوښتلی دی.