کرېکټ: لاهور د پاکستان سوپر ليګ اتلولي وګټله

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ګوربت ننګيال
- دنده, بي بي سي لندن
د پاکستان سوپر ليګ (پي اېس اېل) سياليو پايلوبه کې لاهور قلندرز لوبډلې ملتان سلطانز ته په ماتې ورکولو سره د پاکستان سوپر ليګ د ۲۰۲۳ کال اتلولي په خپل نامه کړه.
دا دويم ځل دی چې لاهور د دغه لیګ اتلولي ګټي.
لاهور د نننۍ لوبې د پچې له ګټلو سره لومړی د منډو جوړولو پرېکړه وکړه او په ټاکلو شلو اورنو کې يې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۰ منډې وکړې او ملتان لوبډلې ته يې د ۲۰۱ منډو هدف وټاکه. ملتان ونشوی کړی ټاکلی هدف پوره کړي او لوبه يې يوازې د يوې منډې په توپير وبايلله.
د لاهور لپاره عبدالله شفيقي ۶۵، فخر زمان ۳۹ او ميرزا بېګ ۳۰ منډې وکړې خو لوبډلمشر شاهين شاه اپريدي په ۱۵ توپونو ناسوځېدلې چټکې ۴۴ منډې وکړې او د مخالفې لوبډلې څلور لوبغاړي يې هم وسوځول چې له دې سره د نننۍ سيالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.
د ملتان لوبډلې لپاره اسامه مير درې، خوشدل شاه، احسان الله او انور علي يوه يوه وېکټه واخيسته.
د لاهور لپاره په توپ اچوونه کې د شاهين شاه اپريدي د څلورو وېکټو تر څنګ راشد خان دوې مهمې او ډيوېډ ويسې يوه وېکټه واخيسته.
د ملتان لپاره رايلي روسو ۵۲، محمد رضوان ۳۴، خوشدل شاه ۲۵، ټېم ډېوېډ ۲۰، کايرن پولارډ ۱۹ او عباس اپريدي ۱۷ منډې جوړې کړې.

د عکس سرچینه، Getty Images
په سږني پي اېس اېل کې د تېرو کلونو پرتله ډېرو افغان لوبغاړو ګډون درلود.
دا ځل د افغان لوبغاړو له ډلې راشد خان له لاهور قلندرز، مجیب الرحمن او عظمت الله عمرزي له پېښور زلمي، فضل الحق فارقي او رحمن الله ګوربز، له اسلام اباد یونایټېد، نجيب الله ځدراڼ نوین الحق او قيس احمد له کویټه ګلډیټرز لوبډلو سره لوبېدل.
تېرو سیالیو کې محمد نبي، قیس احمد، حضرت الله ځاځی، نور احمد لکڼوال او وقار سليمانخېل لوبېدل خو په دې پړاو کې ورته ځای نه و ورکړل شوی.
په سږنيو سياليو کې افغان لوبغاړي ښه وځلېدل، راشد خان او فضل الحق فاروقي د سيالۍ غوره لوبغاړي هم شول.
د پاکستان سوپر ليګ سيالۍ په داسې حال کې پای ته ورسېدې چې د روانې مارچ مياشتې پر ۲۴ نېټه د افغانستان او پاکستان تر منځ د شل اوريزو لوبو لړۍ د متحده عرب امارتو په شارجه کې پیلېږي او له دواړو لوبډلو د سختې سيالۍ تمه کېږي.










