مولوي هبت‌الله: بهرنیان دې زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي

هبت الله اخوندزاده

د عکس سرچینه، AFGHAN ISLAMIC PRESS

د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده د کوچني اختر لپاره په خپل تازه پیغام کې وايي چې د دوی حکومت ټول هېواد ته د تعلیم او تربیې بهیر غځول او د "ټولو بچیانو" ښه روزل خپل مکلفیت ګڼي او دا چې ګوندې د دې برخې پرمختګ لپاره "ګټور پلانونه تر کار لاندې" دي.

هغه په دغه پیغام کې یو ځل بیا ټینګار کړی، چې دوی د ګاونډیو هېوادونو په ګډون ټولې نړۍ سره "د اسلامي اصولو په چوکاټ کې پر متقابل تعامل ولاړې مثبتې او موثرې"اړېکې غواړي.‌

ښاغلي هبت الله زیاته کړې افغانستان د بل هېڅ هېواد په کورنیو چارو کې مداخله نه غواړي او ټینګار یې پر دې دی،‌ چې نور هېوادونه دې هم د افغانستان په کورنیو مسایلو او چارو کې لاسوهنه نه کوي.

نوموړي ظاهرآ‌ په افغانستان کې د دوی د حکومت خلاف وسله والو فعالیتونو ته هم اشاره کړې او ویلي یې د‌ي چې "ځينې دښمنې کړۍ خپل شوم کوښښونه کوي چې زموږ هېواد نا امنه او د اسلامي امارت امنیتي ارګانونه کمزوري معرفي کړي."

د طالبانو حکومت پر نورو مخالفو ډلو سربېره داعش هم وخت ناوخت افغانستان کې بریدونه کوي.‌

د مولوي هبت الله اخوند دا پیغام د تېر کال په څېر په پنځو (پښتو، دري، عربي، انګلیسي‌ او اردو) ژبو د طالبانو حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد خپور کړی.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

په دغه پیغام کې په بېلابېلو برخو کې د طالبانو حکومت د لاسته راوړنه یادونه شوې او د طالبانو مشر پکې د چارو ښه کېدو لپاره خپلو ادارو، مسوولانو او امنیتي کسانو ته سپارښتنې کړې.‌

هغه که څه هم "ټولو" لپاره په تعلیمې برخو کې د پلاونونو ویلي، خو دا روښانه نه ده چې په دې کې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه هم شامل دي که څنګه.‌

د امنیت ټینګښت، د مخدره موادو د کښت ممنوعیت او د معتادینو راټولول، اقتصادي برخې کې اقدامات، له خپلو عوایدو د ملي بودیجې تنظیمول او په کابل او ولایتونو کې د سوالګرو راټول هغه څه دي،‌ چې د طالبانو مشر یې د خپلو مهمو لاسته راوړنو په توګه یادونه کړې.‌

هغه ویلي "په فرهنګ، تعلیم او تربیې، اقتصاد، رسنیو او نورو برخو کې د پام وړ اصلاحي اقدامات ترسره شوي" او دا چې د ده په وینا "د شل کلن اشغال ناوړه فکري او اخلاقي اثرات په ختمیدو دي. "

د ښاغلي هبت الله سپارښتنې تر ډېره د دوی د حکومت امنیتي‌ او دفاعي ځواکونو، محاکمو، او د روغتیايي برخې مسوولینو ته دی.‌

هغه ویلي محاکم په ټولو ارګانونو کې ځانګړی حیثیت لري او د اسلامي نظام په چوکاټ کې هغه برخه ده چې د نورو ټولو برخو په نسبت يې کار مهم بلل کيږي.

مولوی هبت الله ویلي‌"د محاکمو ټولو قضاتو او مسئولینو ته لارښوونه کیږي چې خپل درانه مسئولیت ته په کتو د خلکو د حقه حقوقو په تر لاسه کولو او د منازعاتو د حل په برخه کې له پخوا ډېر جدي او هڅاند و اوسي او په قضاوت کې د قوي او ضعیف تر منځ توپیر ونه کړي، له هر چا سره عدالت او مساوي چلند وکړي..."

Kandahar

د عکس سرچینه، TLB

هغه د روغتیایي برخې مسوولانو ته لارښوونه کړې چې "د روغتیايي مراکزو په تقویه او لا ډېر مؤثریت باندې کار وکړي، د معالجې او وقايي په اړه د خپل ملت مشکلاتو ته رسیدګي وکړي او په صحي برخه کې د هېواد د بسیا کیدنې په لور پياوړي ګامونه واخلي."

د طالبانو مشر خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ویلي، چې په لیکو کې د قوم،‌ ژبې، سیمې او انډیوالۍ له پالنې ځان وساتي او د شخصي اړیکو، خپلوۍ او قرابت له مخې دې څوک پر دندو نه ګوماري.

مولوی هبت الله خپلو ځواکونو ته د ده په ټکو د نا اهله او مفسدو خلکو چاڼ‌ او ایستلو لپاره د تصفیې کمیسیون سره د همکارۍ یادونه او د دې سپارښتنه کړې چې پر خپلو مشرانو دې په څرګنده نیوکې نه کوي.

هغه ویلي طالب ځواکونو ته ویلي چې د دین او هېواد د دښمنانو، د امنیت تخریبوونکو، د غلو او جنايي مجرمینو په وړاندي جدي و اوسیږي خو له عام ولس سره دې نرم،‌ محتاط او مهربانه چلند کوي‌.