تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مولوي هبتالله: بهرنیان دې زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي
د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده د کوچني اختر لپاره په خپل تازه پیغام کې وايي چې د دوی حکومت ټول هېواد ته د تعلیم او تربیې بهیر غځول او د "ټولو بچیانو" ښه روزل خپل مکلفیت ګڼي او دا چې ګوندې د دې برخې پرمختګ لپاره "ګټور پلانونه تر کار لاندې" دي.
هغه په دغه پیغام کې یو ځل بیا ټینګار کړی، چې دوی د ګاونډیو هېوادونو په ګډون ټولې نړۍ سره "د اسلامي اصولو په چوکاټ کې پر متقابل تعامل ولاړې مثبتې او موثرې"اړېکې غواړي.
ښاغلي هبت الله زیاته کړې افغانستان د بل هېڅ هېواد په کورنیو چارو کې مداخله نه غواړي او ټینګار یې پر دې دی، چې نور هېوادونه دې هم د افغانستان په کورنیو مسایلو او چارو کې لاسوهنه نه کوي.
نوموړي ظاهرآ په افغانستان کې د دوی د حکومت خلاف وسله والو فعالیتونو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې "ځينې دښمنې کړۍ خپل شوم کوښښونه کوي چې زموږ هېواد نا امنه او د اسلامي امارت امنیتي ارګانونه کمزوري معرفي کړي."
د طالبانو حکومت پر نورو مخالفو ډلو سربېره داعش هم وخت ناوخت افغانستان کې بریدونه کوي.
د مولوي هبت الله اخوند دا پیغام د تېر کال په څېر په پنځو (پښتو، دري، عربي، انګلیسي او اردو) ژبو د طالبانو حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد خپور کړی.
په دغه پیغام کې په بېلابېلو برخو کې د طالبانو حکومت د لاسته راوړنه یادونه شوې او د طالبانو مشر پکې د چارو ښه کېدو لپاره خپلو ادارو، مسوولانو او امنیتي کسانو ته سپارښتنې کړې.
هغه که څه هم "ټولو" لپاره په تعلیمې برخو کې د پلاونونو ویلي، خو دا روښانه نه ده چې په دې کې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه هم شامل دي که څنګه.
د امنیت ټینګښت، د مخدره موادو د کښت ممنوعیت او د معتادینو راټولول، اقتصادي برخې کې اقدامات، له خپلو عوایدو د ملي بودیجې تنظیمول او په کابل او ولایتونو کې د سوالګرو راټول هغه څه دي، چې د طالبانو مشر یې د خپلو مهمو لاسته راوړنو په توګه یادونه کړې.
هغه ویلي "په فرهنګ، تعلیم او تربیې، اقتصاد، رسنیو او نورو برخو کې د پام وړ اصلاحي اقدامات ترسره شوي" او دا چې د ده په وینا "د شل کلن اشغال ناوړه فکري او اخلاقي اثرات په ختمیدو دي. "
د ښاغلي هبت الله سپارښتنې تر ډېره د دوی د حکومت امنیتي او دفاعي ځواکونو، محاکمو، او د روغتیايي برخې مسوولینو ته دی.
هغه ویلي محاکم په ټولو ارګانونو کې ځانګړی حیثیت لري او د اسلامي نظام په چوکاټ کې هغه برخه ده چې د نورو ټولو برخو په نسبت يې کار مهم بلل کيږي.
مولوی هبت الله ویلي"د محاکمو ټولو قضاتو او مسئولینو ته لارښوونه کیږي چې خپل درانه مسئولیت ته په کتو د خلکو د حقه حقوقو په تر لاسه کولو او د منازعاتو د حل په برخه کې له پخوا ډېر جدي او هڅاند و اوسي او په قضاوت کې د قوي او ضعیف تر منځ توپیر ونه کړي، له هر چا سره عدالت او مساوي چلند وکړي..."
هغه د روغتیایي برخې مسوولانو ته لارښوونه کړې چې "د روغتیايي مراکزو په تقویه او لا ډېر مؤثریت باندې کار وکړي، د معالجې او وقايي په اړه د خپل ملت مشکلاتو ته رسیدګي وکړي او په صحي برخه کې د هېواد د بسیا کیدنې په لور پياوړي ګامونه واخلي."
د طالبانو مشر خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ویلي، چې په لیکو کې د قوم، ژبې، سیمې او انډیوالۍ له پالنې ځان وساتي او د شخصي اړیکو، خپلوۍ او قرابت له مخې دې څوک پر دندو نه ګوماري.
مولوی هبت الله خپلو ځواکونو ته د ده په ټکو د نا اهله او مفسدو خلکو چاڼ او ایستلو لپاره د تصفیې کمیسیون سره د همکارۍ یادونه او د دې سپارښتنه کړې چې پر خپلو مشرانو دې په څرګنده نیوکې نه کوي.
هغه ویلي طالب ځواکونو ته ویلي چې د دین او هېواد د دښمنانو، د امنیت تخریبوونکو، د غلو او جنايي مجرمینو په وړاندي جدي و اوسیږي خو له عام ولس سره دې نرم، محتاط او مهربانه چلند کوي.