د روزګار په پلمه پاکستان ته رسېدلې هندۍ ښځه ۲۲ کاله وروسته خپلې کورنۍ سره یو ځای شوه

"ما د خپل ژوند ۲۲ کاله داسې تېر کړل لکه په ژوندون چې مړه وم، هېڅ هیله مې نه وه چې کله به هم بېرته هند ته ستنه شم".
دا د حمیدې بانو خبرې دي چې څه باندې دوه لسیزې پاکستان کې له اوسېدو وروسته بېرته هند ته ستنه شوې.
خبریال رویندر سېنګ سره د خبرو پر مهال یې خوښي په سترګو کې له ورایه ښکارېده.
نوموړې ۲۰۰۲ کال کې له هنده ورکه شوې وه او څه باندې دوې لسیزې وروسته پاکستان کې وموندل شوه او د دسمبر پر ۱۶ بېرته هند ته ستنه او خپلې کورنۍ سره یو ځای شوه.
بيبيسي پنجابۍ څانګې سره د خبرو پر مهال دې ویل، اوس ۷۵ کلنه ده او ۲۲ کاله یې پاکستان کې تېر کړي.
حمیده بانو د هند په جنوبي ایالت کرناټک کې زېږېدلې وه، خو کوچنۍ وه چې د هند ممبۍ ښار ته کډه شوه. یوه هندي سړي سره یې واده وکړ او دوې لوڼې یې دي.
هند ته له رسېدو وروسته حمیده بانو وویل: "اوس ډېره خوښه یم چې خپلو بچیانو سره به ژوند کوم."

حمیده بانو څنګه پاکستان ته ورسېده؟
حمیده بانو په ۲۰۰۲ کال کې هغه وخت هند پرېښود چې یوه کمېشن کار ورسره ژمنه کړې وه دوبۍ کې به د اشپزې په توګه دنده ورته ومومي.
حمیده بانو وايي دوکه ورسره وشوه او د دندې په نوم د دوبۍ پر ځای پاکستان ته ولېږدول شوه.
ممبۍ کې د حمیده بانو کورنۍ دوه کاله وړاندې د ټولنیزو رسنیو له لارې دا موندلې وه. هغه مهال یې کورنۍ د بيبيسي مراټۍ څانګې ته ویلي وو چې له تېرو دوو لسیزو د حمیده بانو په لټه کې وو.
۲۰۲۲ کې د یوه هندي او یوه پاکستاني په مرسته د دې ځای ځایګی مالوم شو.
د پاکستان او هند ترمنځ د ترینګلو اړیکو له امله د هند او پاکستان وګړي د پولې تېرېدو پر وخت ستونزو سره مخ وي.
حمیده بانو سره پیسې هم نه وې او ځایي مالومات یې هم کم وو چې له امله یې هند ته اوښتو کې ستونزو سره مخ وه.

خو نوموړې پاکستان کې دومره موده اوسېدو سربېره هم خپلو بچیانو سره د یو ځای کېدو هیله نه وه بایللې.
له دې وړاندې پاکستان کې یوه مرستندویه کارکوونکي سره خبرو کې حمیده بانو ویلي وو چې د مېړه له مړینې وروسته یې د بچو پالنه د دې پر غاړه وه.
دې دوحه، دوبۍ او سعودي کې د اشپزې په توګه هم کار کړی و.
اغلې بانو وايي ۲۰۰۲ کې یوې ښځې کمېشن کارې سره اړیکه کې وه چې دوبۍ ته یې د روزګار لپاره واستوي او ۲۰ زره هندۍ کلدارې یې هم ورکړې وې.
خو نوموړې د دوبۍ پر ځای د پاکستان حیدراباد ښار ته ورسېده چې له امله یې هلته درې میاشتې بندۍ وه.
ورپسې کلونو کې حمیده بانو کراچۍ کې یوه پاکستاني سره واده وکړ، وروسته بیا هغه د کورونا وېروس له امله مړ شو.
تېر څو کلونه نوموړې پاکستان کې خپل ناسکه زوی سره اوسېده.

پاکستان کې یې ژوند څنګه و؟
حمیده بانو وايي مېړه یې ژوندی و، ژوند یې ښه و خو د هغه له مرګ سره یې ژوند ګډوډ شو.
نوموړې وایي ناسکه بچي یې بې کاره وو او خپلې کورنۍ یې هم لرلې نو نه یې شو کولی چې د دې پالنه وکړي.
حمیده بانو وايي ممبۍ ته له رسېدو وروسته نه غواړي د چا د اوږو بار شي.
نوموړې وايي: "ممبۍ ته په رسېدو سره به یوه هټۍ پرانيزم او یا به کوم ځای کار وکړم. پاکستان کې د ښځو کار ته په ښه سترګه نه کتل کېږي. هند کې ښځې کار کوي، هلته مې بچي، وروڼه او خویندې شتهؤ خو نه غواړم چې پر چا بار واوسم."

هند ته بېرته تګ یې څنګه شونی شو؟
کراچۍ کې د حمیده بانو د شتون خبر اورېدو سره د هند سفارت مرستندویه کارکوونکي ولي الله معروف سره اړیکه ونیوله او له هغې لارې یې حمیده بانو سره خبرې وکړې.
ښاغلی معروف وايي چې د هند سفارت ورسره اړیکه نيولې وه چې حمیده بانو سره مخ یې کړي او هند ته تلو کې ورسره مرسته وکړي.
د هند سفارت کارکوونکو سره د خبرو پر مهال حمیده بانو ورته ویلي وو چې کراچۍ کې ده او غواړي چې بېرته هند ته ستنه شي.
حمیده بانو هند ته د ستنېدو رسمي غوښتنه وکړه او سفارت بیا د دې اړوند ټول اسناد او هند کې یې د بچیانو د پېژندګلوۍ اسناد د هند د بهرنیو چارو وزارت سره شریک کړل او وروسته بیا هغوی تائید کړه چې حمیده بانو هندۍ ده او بېرته باید هند ته په ستنېدو کې ورسره مرسته وشي.











