هندۍ ښځه ۷۵ کاله وروسته پاکستان کې د خپل کور لیدو ته ورغلې

Reena Varma
د عکس تشریح، رینا ورما وايي، هېڅ کله یې پاکستان کې خپل کور له زړه نه دی وتلی.
    • Author, شمائله جعفري
    • دنده, بي بي سي اردو - راولپنډۍ

روانه اونۍ ۹۰ کلنه رینا ورما د پاکستان په راولپنډۍ کې بالاخره هغه کور ته ورسېده، چې دې یې د لیدو ارمان له ۷۵ کلونو په زړه کې درلود. د هند له پونې د راولپنډۍ په کالج روډ سیمه کې دې کور ته د رسېدو پر مهال پر اغلې ورما د ګلونو پاڼې وشیندل شوې.

د سیمې خلکو د دې راتګ پر مهال ډولونه وهل او ځینو نڅا کوله. په ۱۹۴۷ کال کې چې هند په دوو برخو ووېشل شو، د اغلې ورما کورنۍ له راولپنډۍ وتلې وه.

د یادونې ده، چې هغه مهال د مذهبي تاوتریخوالي له کبله د هند او پاکستان دواړو هېوادونو ګڼ شمېر کسان له خپل کور، کلي کډوالۍ ته اړ شوي وو.

خو له هغه راهیسې د اغلې ورما له زړه د هغه کور یادونه نه وتل، چې ماشومتوب یې په کې تېر کړی و او پلار یې ودان کړی و.

نوموړې په ۲۰۲۱ کال کې پر خواله رسنیو د دې کور په هکله یوه مرکه کې وغږېده او د دواړو هېوادونو ګڼ شمېر کسانو یې دا مرکه لاس پر لاس کړه.

د هند - پاکستان میراث کلب په نامه یوه فېسبوک ګروپ فعالانو د دې مرکې له اورېدو وروسته د هغه کور لټون پیل کړ، چې اغلې ورما یاداوه او بالاخره یوې ښځینه خبریالې دا کور وموند.

Reena Varma
د عکس تشریح، ځايي اوسېدونکو د ګلانو پاڼې پرې وشیندلې او د رینا ورما هرکلی یې وکړ.

خو اغلې ورما تېر کال کې د کوویډ مخنیوي بندیزونو له کبله و نه شو کولای پاکستان ته سفر وکړي.

د یادونې ده، چې له بېلتون وروسته د هند او پاکستان تر منځ څو ځله جګړې شوې او ډېری وخت د دواړو ګاونډيو هېوادونو تر منځ اړیکي ترینګلي وي.

له همدې کبله د دواړو هېوادونو تر منځ خلک په اسانۍ تګ راتګ نه شي کولای.

اغلې شرما وايي: ''حیرانه شوم، تصور مې نشو کولای د یوې داسې ۹۰ کلنې ښځې د ویزې درخواست به رد شي، چې له مړينې مخکې د خپل پخواني کور لیدل غواړي، خو همداسې وشول. ''

دې غوښتل دویم ځل د ویزې لپاره غوښتنلیک وړاندې کړي، خو د یوه پاکستاني وزیر پام ورواوښت او په ډیلي کې یې د پاکستان عالي کمېسیون ته سپارښتنه وکړه، چې د نوموړې پر غوښتنلیک سملاسي غور وکړي.

دا وايي: ''خورا ډېره خوشحاله شوم، چې سفارت چارواکو په ټیلیفون کې راته وویل، چې ویزه مې چمتو ده، دا هر څه په یو څو ورځو کې وشول. ''

خو له هغه وروسته د سختې ګرمۍ له کبله بیا ستونزه رامنځته شوه او اغلې ورما ته چې په همدې ورځو کې یې زوی مړ شوی و، وویل شول، چې څو میاشتې نور هم باید انتظار وکړي. دا وايي، انتظار سخت و، خو نه یې غوښتل ناروغه شي، ځکه یې همداسې وکړل او بالاخره د جولای پر ۱۶ پاکستان ته ورسېده.

د جولای پر ۲۰ بیا اغلې ورما هغه کور ته ورسېده، چې ارمان یې درلود او کله چې ما ولیده، په رنګینو کالیو کې یې تندی خورا ورین ځلیده.

دې راته وویل: ''عجب احساس کوم، غوښتل مې دا خوښي له خپلې کورنۍ سره شریکه کړم، خو دوی ټول تللي، خوښه یم، خو نن راته ځان ډېر ګوښی او یوازې هم ښکاري. ''

Reena Varma
د عکس تشریح، د داسې ډېرو کسانو لپاره د اغلې ورما کیسه د الهام لامل ده، چې هغه وخت له خپلو مېنو کډوال شوي وو.

دې راته وویل، کله چې د ۱۹۴۷ کال په دوبي کې له دې کوره ووتل، فکر یې نه کاوه، چې دا او خویندې به یې بیا دا کور وویني. دا وايي، مور یې هغه کور وانخیست چې پاکستان کې د خپل جایداد پرېښولو بدل کې د کډوالو په توګه ورکول کېده، ځکه مور یې فکر کاوه بیا به یې په راولپنډۍ کې د دې کور په هکله دعوی باطله شي.

کله چې اغلې ورما د ماشومتوب کور ته ننوته، خبریالان بهر ودرول شول، د کور دېوالونه نوي رنګول شوي، خو جوړښت یې هماغه پخوانی دی.

په کوڅه کې ډېر خلک یوازې د دې لپاره یو ځای شوي وو، چې اغلې ورما وویني او سیلفي تصویرونه ورسره واخلي. په کور کې له څو ساعتونو وروسته اغلې ورما یو ځل بیا راڅرګنده شوه او ویې ویل: ''زړه مې ژاړي، خو منندویه یم چې یو ځل بیا دغه شېبه داسې یو ځای کې یم چې د لیدو ارمان یې تل زما په زړه کې و. ''

په هند او پاکستان کې ډېر باوري دي چې د اغلې ورما له کیسې سره هغه سیمه کې هیلې راټوکېدلې، چې تر اوږدې مودې پورې د کرکې او ولسونو تر منځ د پردیتوب سیاسي دریځ ځای نیولی.