د هند دوه سیک وروڼه چې خپله مسلمانه پاکستانۍ خور یې ۷۵ کاله وروسته وکتله

د عکس سرچینه، PUNJABI SANJH TV/NASIR DHILLON
پاکستان کې د 'ممتاز بي بي' په نوم یوې ښځې چې په ۱۹۴۷ کال د هند وېشل کېدو پر مهال له خپلې سیک کورنۍ جلا شوې وه، ۷۵ کاله وروسته تېره میاشت د کرتار پور صاحب ګورودواره کې له خپلو هندي وروڼو سره لیدلي دي.
دا ښځه اوس مسلمانه ده او سیک وروڼه یې ګورموک سنګ او بلدیو سنګ نومېږي.
ممتاز بي بي د هند د وېشل کېدو د مهال اړو دوړ کې له خپلې کورنۍ جلا او پاکستان کې پاتې شوې.
د دې ښځې ورور ګورموک سنګ ویلي "ډېر خوشاله یو چې په ژوندینه مو خپله خور وکتله."
د ۱۹۴۷ کال د وېش پر مهال پاکستان له هند جلا شوی.
دا بېلتون د دې لامل شو چې نږدې ۱۲ میلیونه کسان کډوال شي.
سیک او هندو کورنیو هغه مهال هڅه کوله چې ځان د هند خاورو ته ورسوي او مسلمانې کورنۍ بیا نوي جوړ شوي پاکستان ته راتللې.
په دې لړ کې د مذهبي تاوتریخوالي خونړۍ پېښې هم وشوې چې سلګونه زره کسان پکې ووژل شول.
ګورموک سنګ وايي دغه "تاوتریخوالي موږ تباه کړو."
د دوی پلار 'پالا سنګ' تر هغې وروسته چې مېرمن یې پاکستان کې ووژل شوه، ځان د هند د پنجاب ایالت پتیاله سیمې ته ورساوه.
بلدیو سنګ وايي "هغه (پلار یې) چې کله پوه شو ښځه یې وژل شوې، ګومان یې کاوه لور به یې هم وژل شوې وي."
پالا سنګ وروسته د هغه مهال د دود دستور له مخې د خپلې ښځې له خور سره واده وکړ.
خو ممتاز بي بي پاکستان کې یوې مسلمانې ښځې او خاوند ته په لاس ورغله او خپل کور کې یې رالویه کړه.
بلدیو سنګ وايي "شاوخوا دوه کاله وړاندې مو زامنو د خواله رسنیو په مرسته زموږ ناسکه خور ومونده."
ممتاز بي بي چې په خپلې کورنۍ پسې ګرځېده خپله کیسه د 'پنجاب لېهر' په نامه د یوټیوب چینل ته کړې وه چې د هند د وېش پر مهال د کورنیو له جلا شویو غړو سره د یو بل موندلو کې مرسته کوي.

ګورموک سنګ د دې لپاره چې ثابته کړي ممتاز بي بي یې رښتیا خور ده، د پاکستان شیخپوره کې چې د دوی پلرنی ټاټوبی دی، له یوه هټیوال سره غږېږي.
نوموړی وايي "هغه (دوکاندار) راسره ممتاز وغږوله."
ګورموک سنګ مني چې پیل کې د هغې د هویت په اړه شکمن وو "کېدای شي بل څوک وي؟ خو نښې نښانې مو سره یو ځای کړې او دا مو ثابته کړه چې هغه زموږ کوچنۍ خور ده."
هغه زیاتوي "بې اندازې خوښ" شول.
کوچنی ورور یې بلدیو سنګ وايي "تر هغې وروسته مو غوښتل چې په هر بیه کېږي، ورسره وګورو. خو د ویزو ستونزه وه."
د دوی د لیدو یوازنی ممکن ځای د کرتارپور صاحب ګردواره وه چې د سیکیزم د بنسټګر "ګورو نانک دېو" مزار او د سیکانو سپېڅلی زیارت دی.
دا ګوردواره له هند سره پولې ته څېرمه د پاکستان سرحدي ناروال سیمه کې ده.
تر دې نږدې څلور کیلومتره د سیند ورهاخوا هند کې بیا د "دېره بابا نانک" زیارت دی.
د هند لومړي وزیر ندرېندرا مودي د ۲۰۱۹ کال نومبر کې د سیکانو د دغو زیاتونو ترمنځ دهلیز پرانیست چې هندي زیارت کوونکو ته یې له ویزې پرته کارتارپور صاحب زیارت ته د تګ زمینه برابره کړې.
تر دې وړاندې هم د ځینو کورنیو غړي چې د هند د وېشل کېدو پر مهال سره جلا شوي وو، همدې ځای کې سره کتلي او یو ځای شوي دي.
د کرتارپور زیارت ۲۰۲۰ کال کې د کورونا وبا له کبله وتړل شو خو تېره نومبر میاشت کې بېرته پرانیستل شو.
ګورموک سنګ او بلدیو سنګ د تېر اپرېل په ۲۴مه له خپلو کورنیو سره دغه زیارت ته راغلل او خور یې ممتاز بي بي هم له ځان سره خپله کورنۍ هتله بېولې وه.
بلدیو سنګ وايي "یو بل مو غېږ کې ونیول، سره ومو ژړل. نه مو غوښتل چې سره جلا شوو. یو بل سره مو ژمنه وکړه چې هر څومره ژر ممکنه وي، ویزې به اخلو. هغې د ویزې غوښتنلیک لپاره پاڼې سپارلې او موږ تمه لرو چې ژر به مو لیدو ته راشي."

ممتاز بي بي مسلمانه راستره شوې، خو ګورموک سنګ وايي کورنۍ یې دې سره ستونزه نه لري.
د نوموړي په وینا "چې کله مو سره ولیدل، هر څه مو له یاده وایستل. که خور مو مسلمانه وي نو څه؟ په رګونو کې مو یوه وینه بهېږي. همدا موږ لپاره تر هر څه ډېر اهمیت لري."
هغه د ګورو نانک دا خبره هم تکراروي چې ویلي یې دي "ټول انسانان د ځان برابر وګڼئ."
ګورموک سنګ وايي د کرتار پور صاحب زیارت د دوی په څېر د ګڼو کورنیو ورک غړي سره یو ځای کړي.
هغه د هند له حکومت هم غواړي چې داسې کورنیو ته د ویزو اسانتیا برابره کړي.
نوموړی وايي "زموږ لیدل ۷۵ کاله وروسته ممکن شول. اوس غواړو بیا بیا سره وګورو - یو ځای وخت سره تېر کړو."
تازه د سیکا خان په نوم یو بل کس هم چې د هند د وېشل کېدو پر مهال له خپلې مور سره هند کې پاتې شوی و، له خپل ورور صادق خان سره چې هغه مهال د دوی له پلار سره پاکستان ته اوښتی و، همدلته لیدلي دي.









