له واده کړي نارینه سره د اړیکو له رسوایۍ وروسته د جاپان ښکلا ملکه له تاجه لاس پر سر شوه

    • Author, فرانسس ماو
    • دنده, بي بي سي
اغلې شینو په ۲۰۲۲ کال کې پر خواله رسنیو یوه پیغام کې وویل، چې د جاپان تابعیت درلودلو ویاړ ورپه برخه شوی دی.

د عکس سرچینه، NSTAGRAM

د عکس تشریح، اغلې شینو په ۲۰۲۲ کال کې پر خواله رسنیو یوه پیغام کې وویل، چې د جاپان تابعیت درلودلو ویاړ ورپه برخه شوی دی.

له یوه واده کړي نارینه سره د ناروا اړیکو له رپوټونو وروسته د جاپان ښکلا ملکې خپل ګټلی تاج بېرته ورکړی. په اوکرایین کې زېږېدلې ۲۶ کلنې کارولینا شینو دوې اونۍ مخکې د جاپان ښکلا سیالي ګټلې وه، خو د نسب پر موضوع یې ناندرۍ راپورته شوې وې.

یو لور ځینو جاپانیانو د دې پر انتخاب چې جاپانی تابعیت ورکړل شوی، خوښي څرګندوله، خو ځینو نورو بیا ویل چې د اصیلې جاپانۍ ښکلا له معیارونو سره برابره نه ده.

خو د دې ټول بحث په منځ کې بیا یوې مجلې یو رپوټ خپور کړ، چې د دې د ناروا اړیکو کیسه کوي. د شوکان بونشون نومې رسنۍ په دې رپوټ کې ویل شوي، چې اغلې شینو له یوه بانفوذه واده لرونکي ډاکتر سره اړیکي درلودل. دغه کس چې د شوکان بونشون په رپوټ کې ورته اشاره شوې، په عام محضر کې څه نه دي ویلي.

د ښکلا سیالۍ منتظمینو په لومړني غبرګون کې د اغلې شینو دفاع کړې وه او ویلي یې و، چې دا د هغه کس له واده ناخبره وه، خو پر دوشنبه بیا منتظمینو وویل، دې اعتراف کړی چې د هغه کس د واده او کورنۍ په هکله یې معلومات درلودل.

وروسته دې هم بخښنه غوښتې منتظمینو یې د تاج بېرته ورکړه او د ښکلا ملکې له مقامه استعفا منلې ده.

اغلې شینو د دوشنبې پر ورځ په یوه اعلامیه کې له خپلو مینه والو او ټولو جاپانیانو بخښنه غوښتې او په وینا یې رپوټ ته غبرګون یې له وېرې ډک و.

نوموړې زیاتوي: ''زه رښتیا د هغې ستونزې له کبله بخښنه غواړم، چې زما له کبله رامنځته شوه او د هغو (کسانو) لپاره د ځور لامل شو، چې زما ملاتړ یې کړی دی.''

که څه هم په دې سیالیو کې نورې ګډونوالې هم وې، خو له دې پېښې وروسته به اوس روان ټول کال د جاپان ښکلا ملکې لومړی مقام تش پاتې شي.

اغلې شینو ته د جنورۍ پر ۲۲مه د جاپان ښکلا ملکې لومړی مقام ورکړل شوی و او لومړنۍ اروپايي نژاده وه، چې دا سیالي یې ګټلې وه.

اغلې شینو په اوکرایین کې زېږېدلې وه، مور یې وروسته له یوه جاپاني سړي سره واده کړی او نوموړې پنځه کلنه وه، چې له اوکرایینه جاپان ته له مور سره تللې وه. دا په روانۍ سره په جاپانۍ ژبه لیک، لوست کوي او په ۲۰۲۲ کال کې یې د جاپان تابعیت ترلاسه کړ.