په اوکرایین کې زیږېدلې د جاپان د ښکلا ملکې اړوند هویتي بحث را پارېدلی دی

کارولينا شېنو

د عکس سرچینه، MISS NIPPON ASSOCIATION

    • Author, شایمه خليل
    • دنده, توکيو کې د بي بي سي خبرياله

کارولينا شېنو وايي، "دلته توکمیز خنډونه شته، او د چاپانۍ په توګه منل کېدل یوه ننګونه وه."

مېرمن شېنو دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ چې د ښکلا د ملکې تاج یې په سر کېښودل شو وکړې.

۲۶ کلنه ماډله، چې په اوکرایین کې زیږېدلې، په پنځه کلنۍ کې جاپان ته تللې او په ناګویا کې لویه شوې ده.

نوموړې د چاپان تابعیت اخیستونکې لومړنۍ مېرمن ده، چې دا سیالۍ یې وګټلې خو د دې بریا د جاپانيتوب په اړه بحثونه را پارولي دي.

ځینو کسانو د شېنو بریا د وخت اړتیا ګڼلې او نورو بیا ویلي چې دا هغه ډول نه ښکاري لکه څنګه چې د جاپان د ښکلا ملکه باید وي.

نوموړې دا بریا نږدې لس کاله وروسته له ارینا میاموتو خپله کړه.

ارینا میاموتو په ۲۰۱۵ کال کې لومړۍ دوه توکمه ښځه وه، چې د مس جاپان تاج یې په سر کېښودل شو.

خو د مېرمنمیاموتو مور جاپانۍ وه.

د یوې جاپانۍ مور او افریقاي الاصله امریکايي پلاره زیږېدلې ده.

د ښاغلې میاموتو بریا هم پوښتنې را پورته کړې وې چې ایا د ګډ نسل لرونکی کس دې سیالیو ته مناسب دی او کنه؟

کارولينا شېنو

د عکس سرچینه، Getty Images

له دې چې د جاپان د ښکلا دې نوې ملکې مور او پلار جاپاني نه دي ټولنیزو رسنیو کې ځینو کسانو یې په اړه تبصرې ليکلې دي.

یوه کس لیکلي:

"که چیرې هغه نیمه جاپانۍ هم وای، ښکاره ده چې کومه ستونزه به نه وه. خو هغه په توکمي لحاظ صفر سلنه جاپانۍ ده او ان په جاپان کې زېږیدلې نه ده."

یوه بل تن ویلي:

"دا مېرمن چې د جاپان د ښکلا ملکې په توګه غوره شوې ده، ان له مور یا پلاره یې یو هم جاپانی نه دی. بلکې سل په سلو کې اوکرايینۍ ده. پوهېږو چې ښکلې ده، خو دا مېس جاپان یا د جاپان د ښکلا ملکه ده، او دې کې جاپانيتوب چېرته دی؟"

نورو لیکلي، چې د هغې بریا په هېواد کې نورو ته "غلط پیغام" لېږدوي.

"زه فکر کوم چې جاپاني خلک به په طبیعي ډول غلط پیغام ترلاسه کړي کله چې یوه اروپايۍ ډوله ښکارېدونکې د جاپان تر ټولو ښکلې وګڼل شي."

نورو پوښتلي، چې ایا اوکرايین کې د زیږېدلې ماډلې غوره کول یوه سیاسي پرېکړه وه؟

یوه کس لیکلي:

"که نوموړې روسیه کې زیږېدلې وای، هغه به نه وه بریالۍ شوې. دا چانس به یې نه و. ښکاره ده چې معیار اوس سیاسي پرېکړه ده. د جاپان لپاره څومره غمجنه ورځ ده."

د ښکلا غونډې جوړونکې ای وادا (Ai Wada) بیا وايي، چې قاضیانو په پوره ډاډ نوموړې غوره کړې ده.

دا زیاتوي، "شېنو ډېره ښه جاپاني وايي او لیکي او هغه زموږ نه ډېره جاپانۍ ده."

ښاغلې شېنو تېر کال کله یې چې د جاپان تابعیت تر لاسه کړ خپل انیستګرام کې ولیکل، "کېدای شي جاپانۍ ښکاره نه شي خو ذهن یې جاپانی دی ځکه چې جاپان کې لویه شوې ده. "

نوموړي په ۲۰۲۴ کال کې د جاپان د ښکلا ملکې د لقب ترلاسه کول يو خوب بللی و.

"په دې سیالۍ کې د یوې جاپانۍ په توګه پېژندل کېدل ما ته لویه خوښي را بښي."