پر ذهني وروسته والي یا ډاون سنډروم اخته ناروغه؛ د لومړۍ موډلې تاریخ یې جوړ کړ

media

د عکس سرچینه، MATTEL

"ډاکټرانو راته ویلي و چې، زه به هېڅ کله و نه شم ګرځېدای او نه به خبرې وکړای شم."

دا د ایلي ګولډېسټن په نامه د یوې ۲۲ کلنۍ نجلۍ خبرې دي چې، ډاون سنډروم (ذهني وروسته والي) ناروغي لري.

هغه اوس موډله ده، چې د موډلې په جوړېدو سره یې د ډاون سنډروم په ناروغانو کې تاریخ جوړ کړی دی.

نوموړې د ۲۰۰۱ کال ډېسمبر کې زېږېدلې، هغې تازه د Against All Odds په نامه خپل یو کتاب هم خپور کړی، چې څنګه یې د ټولو ستونزو پر وړاندې مبارزه کړې ده.

په دې رپوټ کې یې الي او مور ایوان د هغو پېښو په اړه غږېدلي، چې څنګه یې له پیدایښته تر دې دمه ټولې انګېرنې او باورونه تر پښتو لاندې کړي دي.

د الي د مور(ایوان) له خولې د هغې د ژوند کیسه

ډاون سنډروم

د عکس سرچینه، YVONNE GOLDSTEIN

د الي له زېږون وروسته چې کله مونږ خبر شوو چې هغه ډاون سنډروم لري، حیران شوي و.

ډاکټرانو ویلي و، چې هغه به هېڅکله و نه ګرځي او نه به خبرې و کړای شي.

یوې نرسي خو ان دا وړاندیز کړی و چې مونږ یې باید روغتون کې پرېږدو، خو ما د هغې د ناروغۍ پر وړاندې مبارزه وکړه.

مونږ ته وویل شول چې، الي د زړه جراحي عملیاتو ته اړتیا لري .زه ډېره ورته اندېښمنه وم. په پنځه میاشتنۍ کې یې د زړه د سوریو د تړلو لپاره جراحي عملیات وشو، چې ۱۰ ساعته یې دوام وکړ. لس ورځې د جدي پاملرنې په واټ کې وه. له دریو اونیو وروسته مو کور ته راوسته.

ما او مېړه مې پرېکړه وکړه، چې پیل کې هغه باید د الي په توګه رالویه کړو او باید دا هېر کړو چې هغه په ډاون سنډروم ناروغۍ اخته ده.

ډاکټران وايي، الي په ۱۸ میاشتنۍ کې لومړي قدمونه پیل کړل او وګرځېده، په درې کلنۍ کې یې خبرې کول پیل کړل او تر هغې چې ښوونځي ته تلله، روان لوستل یې کولی شول.

الي ځانګړي ښوونځي ته ولېږدول شوه.

ډاون سنډروم

د عکس سرچینه، LAUREN HILLIER/UNHIDDEN

کله چې پیغله شوه، پرېکړه مو وکړه چې ورته ووایو ډاون سنډروم لري، هغې به تل ویل: " زه داسې نه یم، زه پخپله زه یم."

مونږ ورته اندېښمن و چې په دې خبره یې پر ځان باور له منځه لاړ نه شي، خو هغسې نه وه.

یوه ورځ مې ملګرې د Zebedee په نامه د یوه بنسټ په اړه راته وویل، چې معلولیت لرونکو کسانو سره مرسته کوي، پرېکړه مې وکړه چې الي ته په هغه ځای کې غوښتنلیک واستوم.

الي د وخت په تېرېدو په خپلو وړتیاوو زه حیرانولم. هغه د تلویزیون د پردې مینه واله ده. یوازې غواړي هغه څه وویني چې دا ترې خوند اخلي.

هغې اوس تازه د د موډلېنګ له ګټلو پیسو ځان ته کور اخیستی، خو مونږ پوهېږو چې هغه به هېڅکله په هغه کور کې یوازې و نه شي اوسېدلی او نه ورته مونږ دا دروند مسولیت ور په غاړه کوو.

هڅه کوو چې الي خپلواکه شي خو هغه لا هم زیانمنونکې ده او مونږ یې باید د ملاتړ لپاره تر څنګ واوسو.

"باور مې نه راته چې یوه ورځ به زه دومره مشهوره کېږم"

ډاون سنډورم

د عکس سرچینه، YVONNE GOLDSTEIN

الي وايي غوښتل یې ماډله شي، خو داسې یې هېڅ کله تمه نه وه چې یوه روځ به یې د مجلو پر پوښتیو عکسونه خپرېږي او دا ستر خوب به یې په حقیقت بدلېږي.

"زه نه پوهېدم چې یوه ورځ به دومره مشهوره کېږم، زه به رنګارنګ جامې واغوندم. ما سږ کال د لندن د فیشن اونۍ کې درې ځله د جامو ننداره کې ګډون کړی چې خورا په زړه پورې و."

نوموړې وايي، سږ کال یې ډېر څه ترلاسه کړي، خو تر ټولو ښه او د خوشالۍ خبر دا و چې، کتاب یې خپور شو.

ډاون سنډورم

د عکس سرچینه، ADAMA JALLOH/BRITISH VOGUE

هغه وايي، ډېره هیجاني وه او ځان سره یې ویل چې: "دا زما کتاب دی او زه به یې د رښتیا لوستلی شم.

الي د هنرونو د پوهنځي وروستي کال محصله ده، وايي "زه د ډاون سنډورن ناروغانو لپاره یو مثال یم او ټول هغه باورونه مې ناسم ثابت کړل چې ویل به یې چې نه یی شم کولی"

هغه همدا راز وايي چې، اوس یې لوی ارمان دا دی چې یوه ورځ د نیویارک د سرو غالیو پر مخ ننداره ترسره کړي.

الي د ځان په څېر نورو کسانو ته وايي: "هیڅکله هیلې مه بایللئ د خپلو خوبونو د رښتیا کولو لپاره مبارزه او هڅه وکړئ."