د جراحۍ پرمهال د ډاکټر لخوا د ناروغې په سوک وهلو غوسه راپارولې

د عکس سرچینه، WEIBO
چینايي چارواکي د یوې داسې پېښې په اړه چې روغتون کې رامنځ ته شوې وه، څېړنې کوي چې ویل شوي یوه جراح ډاکټر خپله یوه ناروغه د جراحي عملیاتو په وخت کې په سوک وهلې ده.
دا صحنه په یوه کلیپ کې ښکاري چې دا اونۍ پر چینايي خواله رسنیو خپور شوی.
د روغتون اصلي ډله اېیر چینا د مشکوک ډاکټر دنده ځنډولې او د هغه روغتون- چې دا پېښه پکې په ۲۰۱۹ کال کې رامنځ ته شوې ده- اجرائیوي مشر له دندې شړلی دی.
بي بي سي له اېیر چینا سره د غبرګون لپاره اړیکه نیولې ده.
په وېډیو کې جراح ډاکټر ښکاري چې د ناروغې د سترګو د عملیاتو پرمهال هغه درې ځله په سوک یا څپېړه په سر وهي.
اېیر چینا چې چین کې د سترګو ځنځیروي روغتونونه اداره کوي، ویلي دا پېښه د دغه شرکت په یوه روغتون کې د جراحي عملیاتو پرمهال د چین سوېل لوېدیځ ګویګانګ ښار کې رامنځ ته شوې ده.
اغېزمنه شوې ناروغه ۸۲ کلنه ښځه ده چې د سترګو د ستونزې د حلولو لپاره یې روغتون ته مراجعه کړې وه، کله چې د بېهوښۍ درمل ورکړل شول، ناروغې تاب ورته رانه وړای شو او خپل سر او باڼه یې څو ځله وخوځول.
دا چې ناروغې یوازې په سیمه ییزه لهجه خبرې کولای شوې، په ماندرین ژبه د ډاکټر له لوري د بې هوښۍ په اړه لارښوونو ته متوجه نه وه.
ځايي چارواکي وايي، د ناروغې پر تندي ټپونه ښکاري.
له جراحۍ وروسته، د روغتون مشر بښنه غوښتې او د خسارې په توګه یې ۵۰۰ یوانه (شاوخوا ۷۰ ډالره – ۵۵ پونډه) ورکړي، د ناروغې زوی له ځايي رسنیو سره خبرو کې ویلي، چې د مور یې اوس هم کېڼه سترګه ړنده ده، خو روښانه نه ده چې ایا دا د همدې پېښې له کبله ده که څنګه.
اېیر چینا ویلي، روغتون د دوی مرکزي دفتر ته د دې پېښې د راپور ورکولو کې پاتې راغلی.
که څه هم دا پېښه د ۲۰۱۹ کال په ډیسمبر کې شوې، خو په روانه اونۍ کې یې هغه مهال د خلکو پام ځان ته واړاوه، چې یوه مشهور ډاکټر ای فېن د یادې پېښې اخیستل شوې وېډیو شریکه کړه.











