د روغتیا نړیوال سازمان؛ چین کې روغتونونه د کورونا له ناروغانو ډک شوي

A volunteer health worker sits in front of the fever clinic at Chaoyang hospital in Beijing

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، چین کې تازه رپوټونه وايي چې کورونا پنځه کسان مړه کړي دي

د روغتیا نړیواله اداره وایي داسې ښکاري چین کې روغتونونه د کووېډ-۱۹ ناروغۍ د تازه څپې له امله ډک شوي.

ډاکټران وایي سره له دې چې چارواکي د ناروغانو شمېر لږ ښیي، د روغتونو د جدي پاملرنې برخې له ناروغانو ډکې دي.

د چین رسمي شمېرې ښیي د چهارشنبې په ورځ د کووېډ ناروغۍ له امله څوک نه دي مړه شوي خو د ناروغۍ د اصلي اغېز په هکله شک شته.

چین کې د کووېډ ناروغۍ د تازه زیاتوالي له امله په دې وروستیو ورځو کې د بيجینګ او نورو ښارونو روغتونونه له ناروغانو ډک شوي.

له ۲۰۲۰ م کال راهیسې چین د کووېډ ناروغۍ د بشپړې ختمولو تګلارې د یوې برخې په توګه سخت روغتیایي بندیزونه غوره کړي وو.

خو دوه اوونۍ وړاندې د دغو بندیزونو پر ضد له پراخو لاریونو وروسته د چین حکومت ډېری دغه بندیزونه ختم کړل.

د ځینو بندیزونو له لغوه کولو وروسته، د پېښو شمېر ډېر شوی او داسې وېره رامنځ ته شوې چې ښايي د ډېر عمر کسانو د مړینې کچه لوړه شي.

سره له دې چې د کووېد پېښې زیاتې شوې، رسمي شمېرې ښیي چې یوازې پنځه کسان د سه شنبې په ورځ او دوه نور د دوشنبې په ورځ مړه شوي دي.

WHO emergencies chief Dr Michael Ryan

د عکس سرچینه، Reuters

د روغتیا نړیوالې ادارې یا "ډبلیو اېچ او" د بېړنیو حالاتو مشر ډاکټر ریان له چین غوښتي چې د وېروس د وروستۍ زیاتېدنې په اړه نور مالومات چمتو کړي.

نوموړی وایی: "موږ له اونیو راهیسې وایو چې یوازې د عامې روغتیا او ټولنیز تدابیرو سره په بشپړ توګه د دغه لېږدېدونکي ویروس ختمول به تل ډېر ستونزمن وي."

د روغتیا نړیوالې ادارې یا "ډبلیو اېچ او" مشر جېنوا کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې د "چین وضعیت ډېر اندېښمن" کړی دی.

چین د کورونا ضد خپل واکسینونه جوړ کړي چې د مړینو په راکمولو کې د نورو پرتله ډېر اغېزمن نه دي.

د نوموړي څرګندونې داسې مهال راځي چې د چهارشنبه په ورځ د جرمني حکومت اعلان وکړ چې د کووېډ-۱۹ د بایو نټیک واکسینونو لومړۍ جوپه یې چین ته لیږلې.

د جرمني واکسینونه به چین کې لومړی بهرنیانو ته ورکړل شي چې اټکل کېږي شمېر یې شل زره دی.