کورونا وېروس؛ افغانستان کې په کورونا اخته کسان۵۲۶ ته ورسېدل

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان روغتیا وزارت وايي، تېرو ۲۴ ګړیو کې د ۴۲ نورو پېښو ثبتولو سره اوس دغه هېواد کې په کورونا د اخته کسانو شمېر ۵۲۶ ته ورسېد.
د روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار د جمعې په ورځ وویل، نوي ناروغان ۱۶ کابل، ۸ هرات، ۲ لوګر، ۲ دایکندي، ۲ تخار او یو یو بامیان پروان، غور، باغېس او نیمروز کې ثبت شوي دي.
د کندهار د عامې روغتیا ریاست ویلي په دغه ولایت کې د کورونا وېروس ۷ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي او په دې سره په کندهار کې د مثبتو پېښو شمېر ۳۹ ته لوړ شو.
د روغتیا وزارت مالومات وايي، تراوسه افغانستان کې له کورونا ۳۲ کسان ښه شوي او ۱۵ مړه شوي دي.
تراوسه افغانستان کې د کورونا ډېرې پېښې له ایران سره ګاونډي هرات ولایت کې ثبت شوې دي.
پر کابل او هرات سربېره دا ناروغي تراوسه په سمنګان، نیمروز، لوګر، بلخ، زابل، غزني، بدخشان، کندهار، ننګرهار، دایکندي، کاپیسا، بادغیس، سرپل، پکتیکا، بغلان، کندوز، غور، پکتیا، تخار او فاریاب کې پېژندل شوې ده.
اندېښنې شته چې ممکن افغانستان کې د کورونا د ازمېښت د محدودیت له امله په دې وېروس د اخته کسانو شمېر تر هغه په ځلونو ډېر وي چې تراوسه پېژندل شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح پرون خبرداری ور کړ چې افغانستان کې به له کورونا مړینه ډېره شي او که حکومت اوسنۍ هڅې جاري هم وساتي، بیا هم د درې لکه کسانو د مړینې وړاندوینه شته.
ښاغلی صالح وايي، دا مهال د حکومت لومړیتوب د کورونا وېروس کړکېچ کې د خوراکتوکو له ګرانۍ او کمښت د رامنځ ته شوې لوږې مخنیوی دی.
هغه دا هم وویل، چې کابل کې هغو یو لک ۲۵ زره کورنیو ته د خوړو رسولو پروګرام لري، چې د کورونا وېروس د ګرځبندیز له امله یې ورځنی عاید له لاسه ور کړی دی.









