که میلاټونین له اندازې ډېر وخوړل شي، زیانونه یې څه دي؟

میلیونونه خلک د خوب لپاره د میلاټونین تکمیلوونکي درمل خوري

د عکس سرچینه، VT FREEZE FRAME

د عکس تشریح، میلیونونه خلک د خوب لپاره د میلاټونین تکمیلوونکي درمل خوري
    • Author, ياسمين فوكس كيلي
    • دنده, بي بي سي فیوچر

میلاټونین د هغو کسانو په منځ کې یو مشهور بشپړوونکی ګرځېدلی چې له لږ خوب کولو شکایت کوي. خو دا وروستیو کې ګټه اخیستل تر پاموړ ډېره شوې. ایا ډېر خوړل یې کوم زیانونه لري؟

د هغو کسانو په اړه غږېږم چې د خوب پر وخت بستره کې ځیرک ټیلیفون کاروي. هغه که د شپې د وروستیو خبرونو لټول وي،‌ یا د خواله رسنیو کارول، نو د ټیلیفون د ښیښې نیلي رنګ له دوی لېرې نه دی.

څېړنې تاییدوي چې د خوب پر وخت د اوږدې مودې لپاره د سمارټ فون یا ځیرک ټیلیفون سکرین ته کتل پر خوب ویجاړوونکی اغېز لري.

لامل یې ‏میلاټونین دی، دا یو هورمون دی چې د ماغزو په حجره کې رامنځ ته کېږي. میلاټونین په بدن کې د خوب او ویښې حالت پړاوونو تنظیمولو کې مهم رول لوبوي.

دا ځینې وختونه د "تیاره هورمون" په توګه یادېږي ځکه کچه یې د ورځې په جریان کې کمېږي او د شپې لوړېږي.

هرڅومره چې د خوب په وخت کې د رڼا اندازه زیاته وي، لکه نیلي رڼا چې له برېښنایي وسایلو راوځي، د میلاټونین تولید کمزوری کېږي، چې پر خوب ناوړه اغېز کوي. له همدې امله، په هرو دریو امریکایانو کې یو بالغ هغه ۷ یا ۸ ساعته خوب نه کوي چې ډېری خلک ورته اړتیا لري.

SCIENCE PHOTO LIBRARY

د عکس سرچینه، SCIENCE PHOTO LIBRARY

د عکس تشریح، بې خوبي او د خوب ګډوډي نړۍ کې ګڼ شمېر وګړي رنځولي

دا د حیرانتیا خبره نه ده چې میلیونونه خلک د میلاټونین تکمیلوونکو ته مخه کوي چې د بې خوبۍ او د شپې په شفټ کې له کار کولو وروسته په خوب کې مرسته ورسره وکړي. که melatonin په بریتانیا کې په نسخه کې د ډاکټر له خوا لیکل کېږي، خو په امریکا کې مخامخ له درملتونه اخیستلی شئ. تاسو کولی شئ دا د تغذیې له تکمیلاتو او ویټامینونو سره په الماریو کې ومومئ.

ماشومانو ته په کم عمر کې ځینې وختونه د میلاټونین ګولۍ ورکول کېږي چې د شپې خوب کې مرسته ورسره وکړي.

خو په دې ډول د میلاټونین کارولو په باب د ډاکټرانو ترمنځ د ممکنه زیان په اړه اندېښنه موجوده ده.

د کورونا وبا د خپرېدو پرمهال، بوسټن روغتون کې د ماشومانو د بېړني حالت ډاکټر مایکل ټاس یو اندېښمن حالت ولید، چې د میلاټونین ډېر مصرف له امله روغتون ته د لېږل شويو ماشومانو په شمېر کې زښت ډېر زیاتوالی و.

ډاکټر ټاس بي بي سي ته وویل: "موږ داسې ماشومان لیدلي چې په تصادفي ډول یې میلاټونین خوړلي دي، او داسې تنکي ځوانان مو هم ولیدل چې د ځان د زیانمنولو په نیت یې میلاټونین خوړلي دي."

میلاټونین

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د میلاټونین خوړل د ماشومانو په منځ کې له مړینې سره هم تړاو لري.

یوې څېړنې چې ډاکټر ټاس په ۲۰۲۲ کې په ګډه چمتو کړې وه، څرګنده کړه چې د میلاټونین ډېره اندازه خوړلو په اړه د تیلیفوني اړیکو شمېر د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ ترمنځ ۵۳۰ سلنه ډېر شوی. په ۲۰۲۰ کې، د زهرو کنټرول ادارو د نورو موادو پرتله د میلاټونین له ډېرې اندازې سره د ماشومانو مسمومېدو په اړه ډېر تیلیفونونه ترلاسه کړل.

دا پایلې په ۲۰۲۳ کې په یوه ورپسې څېړنه کې تایید شوې، په هغه څېړنه کې ویل شوي و چې په متحده ایالاتو کې بېړنیو روغتونونو ته د راجع شويو ماشومانو شمېر په یوه لسیزه کې ۴۲۰ سلنه ډېر شوی.

ډاکټر ټاس وايي: "دا شونتیا شته چې د مسمومیت (زهرجنېدو) د کچې لوړوالی د میلاټونین د ډېرې کارونې له کبله وي."

هغه زیاتوي: "په وروستیو کلونو کې د میلاټونین خرڅلاو زیات شوی دی. هممهاله ورسره د همدې درملو له امله د مسموم شویو ماشومان شمېر هم لوړ شوی."

باید وویل شي چې په دوو څېړنو کې شامل شويو ماشومانو هېڅ ډول نښې نښانې نه لرلې. ان که نښې یې هم وای، نو کوچنۍ نښې به وې، لکه د معدې درد یا خوبوړی حالت.

خو هغه څېړنه، چې د میلاټونین اخیستلو ۲۶۰٫۴۳۵ قضیې پکې شاملې وې، په ګوته کوي چې ۳۰۰ ماشومان د جدي پاملرنې لپاره بستر شوي، ۵ یې په مصنوعي تنفس کې ساتل شوي او دوه یې مړه شوي.

که melatonin په انګلستان کې نسخه کې ورکول کېږي، دا په مستقیم ډول په متحده ایالاتو کې له درملتون پلورل کېږي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، که melatonin په انګلستان کې نسخه کې ورکول کېږي، دا په مستقیم ډول په متحده ایالاتو کې له درملتون پلورل کېږي

د میلاټونین خوړل په ماشومانو کې له مړینې سره هم تړاو لري. په ۲۰۱۹ کې، یوې څېړنې دوه قضیې راپور کړې، یوه د نهو میاشتو ماشوم او بل د ۱۳ میاشتو ماشوم، چې بې حرکته موندل شوي وو. د وینې معاینه په دواړو حالتونو کې د میلاټونین لوړه کچه وښوده. میلاتون په ۱۳ میاشتني ماشوم کې وموندل شو.

مګر په دواړو حالتونو کې نور عوامل هم وو چې ښايي له مړینې سره یې تړاو لرلی وي. لومړی ماشوم له خپل مشر ورور سره ویده حالت کې وموندل شو، په داسې حال کې چې دویم په داسې خونه کې پاتې و چې د تودوخې درجه لوړه وه او دا د ناڅاپي مړینې له فکتورونو یو دی.

په لویانو کې د میلاټونین د ضرر راپورونه هم شته. د ۲۰۲۳ کال په مې کې ترسره شوې یوې څېړنې په ډاګه کړې چې یوه ۲۱ کلنه ښځه د میلاټونین او ډیفینهاېډرامین د ډېر مقدار خوړلو له امله مړه شوه. میلاټونین د الرجۍ (حساسیت)، بې خوبۍ او د عام زکام د درمللو لپاره له نسخې پرته پلورل کېدل. یو بل ځوان بیا د میلاټونین د ډېرې اندازې خوړلو له هڅې وروسته، د وینې له ټیټ فشار سره مخامخ شوی و.

مګر د دې شونتیا شته، چې دا مړینې او ناوړه نښې نښانې د میلاټونین له امله نه وي، بلکې د نامعلومو روغتیایي شرایطو له امله وي چې له میلاټونین سره تړاو نه لري.