دیابېتس یا د شکرې ناروغۍ څه شی ده او څنګه یې مخنیوی کولای شو؟

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
- Author, ابراهیم امیري
- دنده, بيبيسي
نن د نومبر ۱۴ نېټه په نړۍ کې د شکرې ناروغۍ د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي.
دا ناروغي په چټکۍ سره ټوله نړۍ، په ځانګړې توګه هغوی هېوادونو کې چې د وګړو عاید یې ټېټ یا د منځنې کچې دی، د خپرېدو په حال کې ده.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په تېرو څو لسیزو کې د دې ناورغۍ په دویمې بڼې د اخته کسانو شمېر دوه برابره لوړ شوی دی.
سږکال د دې ورځې د لمانځلو ناره دا ده چې په دې ناروغۍ اخته کسان دې اړینو روغتیايي چوپړونو ته لاسرسی ولري ځکه چې د روغتیا د نړیوال سازمان د شمېرو له مخې هر کال شاخوا یو نیم میلیون وګړي د شکرې ناروغۍ له امله مري.
له اتیایمې لسیزې راوروسته په نړۍ کې د شکرې په ناورغۍ د اخته کسانو شمېر په چټکۍ سره لوړ شوی دی.
د ملګرو ملتونو لخوا د خپرو شویو شمېرو له مخې په ۲۰۱۴ کال کې د اټکل له مخې ۴۲۲ میلیونه وګړي په نړۍ کې د شکرې ناورغۍ په دویمه بڼه اخته وو حال دا چې دا شمېر په ۱۹۸۰ کال کې ۱۰۸ میلیونه و.
ملګري ملتونه وايي د شکرې په دویمه بڼه د اخته کېدو کچه دوه برابره شوې.
دا په دې مانا ده چې له ۲۰۱۴ مخکې به په کال کې د نړۍ د نفوس څلور اعشاریه اوه سلنه بالغ وګړي په دې ناروغۍ اخته کېدل خو اوس دا فصیدي اته اعشاریه پنځو ته لوړه شوې ده.
د شکرې په ناروغۍ د اخته کېدو بېلا بېل لاملونه په ګوته کېږي خو تر تولو لوی لامل یې د وزن ډېروالی ښودل کېږي.
ملګري ملتونه وايي په تېرو څو لسیزو کې په هغو هېوادو کې چې د وګړو عاید یې د منځنې کچې یا لږ دی، د هغو هېوادونو پرتله د شکرې ناروغي چټکه خپرېږي، چې خلک یې شتمن دي.
د شکرې ناروغي د ړوندوالي، د بډوډو له کاره لوېدو، د زړه حملې، مغزي سکتې او د غړو پرې کېدو ستر لامل ګڼل کېږي.
ملګرو ملتونو د شکرې ناروغۍ په نړیواله ورځې یو ځل بیا پر دې خبرې ټینګار کړی چې صحي خواړه، فزیکي فعالیت کول او د تمباکو له کارولو ډډه کول پر شکرې ناروغۍ د اخته کېدو په مخنیوي کې مرسته کوي او پرې د اخته کېدو بهیر ورو کوي.
ښايي دا د هغو کسانو لپاره چې په دې ناوړه ناروغۍ اخته وي ښه خبر وي چې د شکرې ناروغۍ له امله د ناوړو پایلو مخه تر یوه حده په درملو نیول کېدای شي خو بیا هم پرې اخته کسان اړ دي چې په مسلسله توګه د دې ناورغۍ معاینات وکړي، درمل وخوري او د ناوړه پایلو د مخنیوي لپاره یې خپلې هڅې وکړي او لازمې لارښوونې په پام کې ونیسي.
د شکرې ناروغۍ نړیواله ورځ له ۲۰۰۷ کال راهیسې لمانځل کېږي او موخه یې دا ده چې په ګډه د انسانانو د ښې روغتیا لپاره هڅې وشي او خلک وکولای شي چې روغتیايي اسانتیاوو او د خپلې روغتیا په اړه اړینو معلوماتو ته لاسرسی ولري.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
ملګري ملتونه له غړو هېوادونو نه غواړي چې د شکرې ناروغۍ د مخنیوي او علاج لپاره په ملي کچه تګلارې جوړې او پلي کړي.
سږکال د دې ورځې د لمانځلو ناره دا ده چې خلک د شکرې ناروغۍ د علاج او مخنیوي لپاره اړینو روغتیايي چوپړونو ته لاسرسی ولري.
ملګر ملتونه وايي د انسولینو له کشفېدو نه ۱۰۰ کاله تېر شول خو لا هم په نړۍ کې په شکرې ناروغۍ اخته کسان هغسې روغتیايي چوپړونو ته چې اړتیا یې ده، لاسرسی نه لري ځکه چې دا ناروغي دوامداره درملنه او څارنه غواړي.
ډاکټران وايي د شکرې په ناروغۍ هغه وخت یو څوک اخته کېږي چې پانکراس یې د انسولینو تولید پرېږدي او یا هم د کم فزیکي فعالیت له امله په بدن کې د انسولینو کچه لوړه شي.
په همدې حال کې د روغتیا نړیوال سازمان وايي هېوادونو هوکړه کړې چې په چتکۍ د شکرې ناروغۍ د خپریدو د ورو کولو او مخنیوي لپاره تر ۲۰۲۵ کال پورې ګډې هڅې وشي.
د دې سازمان د شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې ۴۶۰ میلیونو وګړي د شکرې په لومړ او دویمه بڼه اخته او دغه راز میلیونونه نور پرې د اخته کېدو له ګواښ سره مخامخ دي.
د روغتیا نړیوال سامازمان وايي هر کال په نړۍ کې یو نیم میلیون وګړي د شکرې له ناروغۍ مري.











