"هند کې له ۱۰۰ میلیونو ډېر خلک د شکرې ناروغي لري"

A nurse collects a blood sample using a glucometer at a free diabetic health check-up camp

د عکس سرچینه، Getty Images

یوه نوې څېړنه، چې په طبي ژورنال لانسټ کې خپره شوې ښيي، هند کې ۱۰۱ میلیونه انسانان د شکرې په ناروغۍ اخته دي.

دا اټکل شوی شمېر د هند ۱۱ اعشاریه څلور سلنه نفوس جوړوي.

د هند روغتیا وزارت لخوا هم ترسره شوې موندنې ښيي، ۱۳۶ میلیونه وګړي، چې ۱۵ اعشاریه درې سلنه نفوس جوړوي، د شکرې ناروغۍ ته ورنژدې شوي یا د شکرې په ناروغۍ اخته کېدونکي دي.

په هند کې د شکرې دویم ډول یا (Type 2 diabetes) ډېر عام دی.

ډېری خلک د وینې لوړ شکر لري، ځکه نشي کولی د اړتیا وړ انسولین جوړ کړي یا هورمون رامنځ ته کړي او ځواب ویونکي واوسي.

د لانست دا څېړنه لومړنۍ هغه ده، چې د ناساري ناروغیو په اړه د هند په ټولو ایالتونو کې ترسره شوې ده.

څېړونکي وايي، له پخوا اټکل شوې وه، چې هند کې به د شکرې ناروغي زیاتېږي خو دغه شمېره له اټکله خورا لوړه ده.

د روغتیا نړیوال سازمان اټکل کړی و، چې ۷۷ میلیونه خلک به د شکرې په ناروغۍ اخته کېږي، او نږدې ۲۵ میلیونه نور به د شګرې په ناروغۍ اخته کېدونکي پړاو کې وي.

This picture taken on August 8, 2011, 19 year old Indian resident Vipin Yadav gets his blood sugar test done by Delhi government docters at a mobile clinic outside a slum in Geeta Colony area of New Delhi.

د عکس سرچینه، AFP

د یادې څېړنې مشر ډاکټر ار ام انجانا وايي: "زموږ په وګړو کې د شکرې ناورغۍ په چټکۍ سره وده کوي، ۶۰ سلنه هغه وګړي چې د شکرې ناروغۍ ته ورنژدې شوي وي، خپلو راتلوونکو ۵ کالونو کې حتما په شکرې ناروغۍ اخته کېږي."

وروستۍ څېړنه شاوخوا یوه لسیزه کې ترسره شوې او د هند د ټولو ایالتونو څخه ۱۱۳ زره کسانو په کې ګډون کړی و، چې د ټولو عمرونه له ۲۰ کلونو لوړ وو.

د شکرې ناروغۍ ترټولو لوړه کچه په ګوا (۲۶،۴٪)، پودوچیري (۲۶،۳٪) او کیرالا (۲۵،۵٪) کې ثبت شوې ده.

همدارنګه د شکرې ناروغي د کلیوالي سیمو پرتله په ښاري سیمو کې ډېره ده.

د شکرې ناروغۍ متخصص راهول باکسي وايي: "د ژوند ډول بدلول، د ژوند معیار لوړول، ښارونو ته کډه کېدل، نامناسبو ساعتونو کې کار کول، د عادتونو سټندرد یا معیار، فشار، ککړتیا، د خوړو په عادتونو کې بدلون او فسټ فوډ یا ژر پخېدونکو خوړو ته په اسانه لاسرسی هغه لاملونه دي چې هند کې د شکرې ناروغۍ په چټکۍ وده کوي."

Indian patients suffering diabetes and supporters participate in "Beat Diabetes," a 5kms walkathon aimed at spreading awareness about diabetes in Bangalore on November 21, 2010

د عکس سرچینه، AFP

نوموړی وايي: "شکر نور د بډایه خلکو یا د ښار د اوسېدونکو ناروغي نه ده."

د نړۍ په کچه د شکرې ناروغۍ له هرو ۱۱ لویانو څخه پر یوه یې هرو مرو اغېز کوي چې د زړه د حملې، مغزو کې د وینو رګونو شکېدل یا د وینې لخته کېدل، د سترګو دید له منځه تلل، د پښتورګو له کاره لوېدل او د بدن د غړو د پرېکېدو لامل کېږي.

د شکرې ناروغي عموما په دوو ډلو وېشل شوې چې لومړۍ ډول ( Type 1 diabetes) او دویم ډول (Type 2 diabetes) باندې یادېږي.

د شکرې لومړۍ ډول د بدن د معافیتي سیستم یو ډول ناروغي ده چې په غلطۍ سره د بدن د انسولین فابریکې (بیټا حجرو) باندې برید کوي چې په وینه کې د شکر د کنټرولولو لپاره کافي هورمون نه وي.

دویم ډول په لویه کچه د بې وزله ژوند ناروغي ګڼل کېږي چې په دې ناروغۍ کې د بدن غوړ کولی شي د انسولین د کار کولو په ډول اغیزه وکړي.