د شپې کار د شکر ناروغي زېږوي

- Author, خسرو سنگروال
- دنده, لندن مېشتى افغان ډاکټر
په ۲۱ امریکایي ګډونوالو باندې ترسره شوې یوې نوې څېړنې دا پخلی کړی چې د شپې لخوا کار د شکر ناروغي پیدا کولی شي.
ګډونوالو د څېړونکې ډلې تر څارنې لاندې د خوب او خوړو یو آزمایښتي رژیم خپل کړی و.
د څېړنې پایلو له تمې سره سم وښودله چې د شپې خوب کولی شي په انسانانو کې د شکر ځورونکی رنځ وزېږوي.
له اوږدې مودې راهیسې دا ګومان کېږي چې د شپې له خوا کار، د زړه د ناروغیو په ګډون، یو شمېر روغتیایي ستونزې پیدا کولی شي.
اوس له دې څېړنو نه په ښکاره دا هم جوته شوې ده چې د کار یو داسې غیر طبیعي مهالوېش چاغوالي، شکر، او ورسره نور تړلو روغتیایي خړپړتیاوو ته لاره هواروي.
په دې امریکایي څېړنه کې ګډونوالو ته د کار یو داسې مهالوېش ورپه غاړه شوی و چې پر بنسټ یې هر ګډونوال د شپې له خوا دنده ترسره کوله، او د ورځې له خوا یې، په پرتلیزه توګه یو راڼه چاپېریال کې، د شپږنیم ساعتونو لپاره خوب کاوه.
د دې مهالوېش سره سم د ګډونوالو ویښه ورځ ۲۸ ساعته اوږده وه.
د څېړونکې ډلې له خولې دا مهالوېش د هغو کسانو ورځني مهالوېش ته هم ورته دی چې د شپې له خوا کار کوي.
د دې څېړنې له موندنو نه څېړونکې ډلې دا پایله اخیستې ده چې د خوب او خوړو په مهالوېش کې له داسې بدلون سره د ګډونوالو "بیولوژیکي ګړۍ" وړاندې وروسته کېږي، او ورسره د وینې د شکر کچه لوړېږي.
د بیولوژیکي ګړۍ د بې وخته کېدو سره د بدن استقلابي چټکوالی هم پڅېږي، چې په پایله کې یې د انسان وزن په منځنۍ توګه د کال نږدې شپږ کیلوګرامه ډېرېږي.
څېړونکې ډلې غږ کړی چې داسې اړین ګامونه دې واخیستل شي چې د شپې لخوا د بوختو دنده والو روغتیا وده ومومي.
کتونکو بیا نیوکه کړې ده چې دا څېړنه د ګډونوالو په یوه وړه ډله ترسره شوې ده، او نشي کولی د هغو ملیونونو دنده والو د روغتیا استازیتوب وکړي چې د شپې له خوا دندې ترسره کوي








