"ککړه هوا پر شکر ناروغۍ د اخته کېدو یو لامل دی"

د عکس سرچینه، Thinkstock
ناسالم خوراکي رژیم، زیات وزن، لټي او نور هغه لاملونه دي چې پر شکر (ډیابیټ) ناروغۍ د اخته کېدو لامل کېږي.
په امریکا کې نوې څېړنه وايي، چې د هوا ککړوالی هم پر ډیابټ ناروغۍ له اخته کېدو سره مانا لرونکې اړیکه لري.
د امریکا په سنټ لوییز ایالت کې طبي څېړونکو موندلې چې په ۲۰۱۶ کال په نړۍ کې پر ډیابټ ناروغۍ د هرو اخته ۷ کسانو څخه یو د ککړې هوا له امله پر دغې ناروغۍ اخته شوی دی.
څېړونکي دې پایلې ته رسېدلي چې د هواککړتیا که کمه هم وي، یعنې په هغه کچه وي چې دمګړۍ د روغتیا د نړیوال سازمان له خوا بې خطره ګڼل کېږي، پر ډیابټ د اخته کېدو شونتیا ډېروي.
داسې ښکاري چې ککړه هوا، سربېره پر دې چې په بدن کې د اینسولین د کموالی لامل ګرځي، پر انرژۍ د وینې د ګلوکوز له اوښتو هم مخنیوی کوي.
نړۍ کې تر ۴۲۱ میلیونو زیات وګړي په ډیابټ ناروغۍ اخته دي. دغه ناروغۍ یو له هغو ده چې په چټکۍ پراختیا مومي.
دا هم د لوستلو دي









