د نیم سري (مېګرین) هغه درمل چې له ۸۰ ډېرو هېوادونو کې کارول کېږي، څومره اغېزمن دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د ۲۰۲۳ کال په سپتمبر کې، بریتانیا اعلان وکړ، چې کېدای شي د ډېرو خلکو ژوند بدل کړي.
څو میاشتې مخکې د بریتانیا د روغتیا او پاملرنې عالي ادارې (اېن ای سي اي)، د نیم سري یا مېګرین د مخنیوي لپاره د یو ډول درملو کارول تصویب کړل.
مېګرین یوه پېچلې ناروغي ده او په ټوله نړۍ کې شاوخوا یو میلیارد خلک ترې اغېزمن دي.
دا یوه داسې ناروغي ده چې له امله یې سر درد ځینې وخت دومره سخت او شدید شي، چې د ورځنيو چارو ترسره کول هم ستونزمن کېږي. ان خپلمنځي اړیکې هم اغېزمنوي.
(اېن ای سي اي) اوس یو ګام مخ ته تللې او پرېکړه یې کړې، دا درمل هغه خلکو ته ورکړل شي چې د سر درد یې د مېګرین له امله دی.
د نیم سري نښې

د عکس سرچینه، Getty Images
په مایو کلینیک کې د عصبي او سر خوږ متخصص ډاکټر امل سټرلینګ وايي، مېګرین یوازې سر درد نه دی، بلکې دا زموږ د مغزونو کار کولو وړتیا هم اغېزمنوي.
هغه وايي: "هغه څوک چې په مېګرین اخته کېږي، یوازې په اسپرین سره یې درملنه نه کېږي." مېګرین دومره درد رامنځته کوي چې د دماغو پر فعالیت منفي اغېزه کوي.
د مېګرین نښې په څو پړاونو کې راځي.
ډاکټر امل سټرلینګ وايي: په مېګرین د اخته کېدو په لومړي پړاو کې ستوني کې یو ډول خارښت وي. وروسته د ډېرې ستړیا، سړو وهلو او د غاړې درد احساسېږي.
د هغه په وینا، د سر درد له لومړۍ مرحلې څو ساعته وروسته پیلېږي. د شدید سر درد په وخت کې، بدن او ذهن د ژور تنفس احساس کوي، د بوی احساس اغېزمن کېږي. ځینې خلک کانګې هم کوي.
ډاکټر امل سټرلینګ وايي، دا اړینه نه ده چې ټول ناروغان دې دا ټولې نښې ولري. ځینې خلکو کې یې یوازې یو دوه نښې ښکاري.
خو وروسته چې درد کم شي، د برید په وروستي پړاو کې، پر ذهن ډېر فشار راوړي او پرې اخته کس د ډېرې ستړیا احساس کوي.
ښځې د نارینه وو پرتله ډېرې ترې اغېزمنې کېږي. د یوې څېړنې له مخې، مېګرین د ۱۵ څخه تر ۴۹ کلنو مېرمنو کې د رواني روغتیا ستونزو لوی لامل دی چې له امله یې دوی د کار کولو توان هم نلري.
د ډاکټر امل سټرلینګ په وینا، په امریکا کې په مېګرین ناروغي د اخته کېدو او کار نه کولو له امله ۱۱ ملیارد ډالره زیان اوړي.
د مېګرین درد هېرول ستونزمن دي او ناروغان په دوامداره توګه اندېښمن وي چې د درد بل برید ښايي هر وخت پېښ شي.
د دې وېرې له امله، دوی نشي کولای تصمیم ونیسي چې د راتلونکو یوې یا دوو ورځو لپاره څنګه کار وکړي، چېرته ولاړ شي او څنګه ولاړ شي.
د درملنې نوې تجربې

د عکس سرچینه، Getty Images
ډاکټر فریدون د نیو ساوت ویلز په پوهنتون کې د نړیوال روغتیا د انسټیتوټ څېړونکی دی.
هغه وايي، د مېګرین درملنه معمولا په دوه ډوله کېږي، یو هغه چې موږ یې حاده درملنه بولو، دا هغه درملنه ده چې ناروغ په مېګرین ناروغۍ اخته وي.
او دویمه یې د مخنیوی درملنه ده، په دې حالت کې کس په مېګرین اخته نه وي، خو په راتلونکي کې په مېګرین د اخته کېدو د مخنیوي لپاره درمل ورکول کېږي. د درملنې په دواړو میتودونو کې مختلف درمل کارول کېږي.
د مېګرین کنټرول یا اداره کولو لپاره موږ د پاراسټامول یا ایبوپروفین په څېر درمل کاروو. خو موږ په ځانګړي ډول د شدید درد د کنترول لپاره ټرېپټان کاروو.
خو د مېګرین بریدونو مخنیوي لپاره، د خپګان ضد درمل او د وینې فشار کنټرول درمل هم کارول کېږي ، کوم چې د هر ناروغ له ځانګړو شرایطو او طبي حالت سره سم غوره کېږي.
د ډاکټر فريدون په وینا، دغه درمل په اسانۍ ترلاسه کېږي.
هغه وايي: "منظم تمرین هم ډیره مرسته کوي." دا د غاړې درد کموي. د ساه اخیستلو تمرین هم د مېګرین په کنټرول کې مرسته کوي. خو یو یا دوه ځله ډاکټر ته په تګ سره د دې درملنه نشي کېدای"
نویو درملو ته 'هیله ډېره ده'

د عکس سرچینه، Getty Images
پروفیسور پیټر ګوډسبي د لندن په کینګز کالج کې د نیورولوژي پروفیسور دی او د مېګرین لپاره نوي درمل څېړي.
هغه ادعا کوي چې د لومړي ځل لپاره د مېګرین مخنیوي لپاره داسې درمل رامنځته شوي چې خورا اغېزمن او موثر دي او د ناروغانو په روغتیا کې د پام وړ ښه والی راولي. خو دا درمل څنګه کار کوي؟
هغه وايي: "دا درمل د سي ار جي پي په نوم کیمیاوي موا دو اغېزو مخه نیسي." دا کیمیاوي مواد د شدید سر درد لامل کېږي. دغه درمل په ځانګړي ډول د مېګرین درد درملنې لپاره ډیزاین شوي. او په بدن کې په چټکۍ سره حل کېږي، چې له پیل کېدو مخکې د درد مخه نیسي.
پیټر ګوډسبي وايي، دا نوي درمل د مېګرین بریدونو مخنیوي لپاره هم کارول کېدای شي.
دا درمل چې د ریمیګیپینټ په نامه یادیېږي، په نړیواله کچه د کارولو لپاره تصویب شوي او د امریکا په ګډون په ۸۰ هېوادونو کې کارول کېږي.
خو اوسمهال دا درمل هر ځای نه پیدا کېږي، او نه هم دا د مېګرین ټولو ناروغانو ته ګټه رسوي. خو، د دې درد درملنه یقینا ډېره شوې ده.
له مېګرین څخه د بشپړ خلاصون لپاره د درملو رامنځته کول، ښايي ډېر وخت ونیسي خو پدې برخه کې نورې څیړنې هم روانې دي او هیلې ورسره شته.








