ایا غذايي رژیم د نارینه وو پر جنسي فعالیت اغېز کوي؟

جنسي اړیکې

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, عمران رحمان-جونز
    • دنده, بي بي سي

ډېر نارینه په بېلابېلو ځایونو او وختونو کې د جنسي فعاليت کمزورۍ له ستونزې سره مخ کېږي، دا داسې حالت ته ویل کېږي چې نارینه نه شي کولای خپل جنسي فعالیت وساتي.

دا حالت د بېلابېلو دلایلو له کبله رامنځته کېږي، خو ایا کله مو فکر کړی چې ښايي دا روغتیايي ستونزه د ځینو شیانو د خوراک له امله وي؟

د عمومي ناروغیو یو متخصص ډاکټر نیل پاټل وايي، "ځینې نارینه ډېر وخت د جنسي غړي له کمزوري فعالیت ځورېږي او ځینې یې چې الکول څښي، له اضطراب سره مخ وي."

په دې اړه بېلابېل اټکلونه کېږي، د لندن کېنګز کالج په ۲۰۱۹م کال کې د بېلابېلو څېړنو او معلوماتو له راغونډولو وروسته اعلان وکړ، چې په بریتانیا کې شل سلنه سړي د خپل جنسي غړي د فعالیت د نشتوالي او یا هم کموالي له ستونزې سره مخ دي.

له دې وروسته په ۲۰۲۲م کال کې بله څېړنه وشوه چې دا اندازه یې ۴۰ سلنه بلل وه، څېړنو دا هم ویلي چې د عمر په تېرېدو دا ستونزه لا جدي کېږي.

له ډاکټر سره مشوره

جنسي اړیکې

د عکس سرچینه، Getty Images

ډاکټر پاټل وايي "که دا اختلال تر څو اونیو دوام وکړي، باید ډاکټر ته ورشئ." نوموړی زیاتوي، که فکر کوئ چې په لومړیو کې دا ستونزه درته د زړه د ناروغۍ په څېر جدي ښکاره شي، نو له همدې کبله مهمه ده چې د ټول بدن عمومي وضعیت مو وارزول شي.

تاسې ممکن په لومړیو کې له ډاکټر سره له خبرو او په دې اړه له سلا مشورو وشرمېږئ، خو مهمه دا ده فکر وکړئ چې ډاکټرانو هر څه لیدلي او ستاسې په دا ډول ستونزو ښه پوهېږي.

خواړه څنګه پر جنسي اړیکو او جنسي غړو اغېز کوي؟

جنسي اړیکې

د عکس سرچینه، Getty Images

د ژوند بڼه، ځینې خواړه او د زړه، شکر او د چاغښت په څېر یو شمېر ناروغۍ او د الکولو څښل د جسني غړي د کمزوري کېدو سبب ګرځي او یا ممکن له مړاوي کېدو سره یې مرسته وکړي.

ډاکټر پاټل سپارښتنه کوې چې "په ټوله کې د سالم ژوند لپاره ځینې هڅې چاته زیان نه رسوي." د روغې څټې لپاره مهمه ده چې په متوازن ډول ښه خواړه وخورئ. نو د رنګا رنګ میوو، سبزیو، حبوباتو او غلاجاتو خوړل ممکن ګټور ثابت شي.

څيړنو ثابته کړې چې له دغې ستونزې د خوندیتوب په موخه، پخپلو خوړو کې مېوو، سابو او کبانو ته ځای ورکړئ. ډاکټران وايي، که لږ ډېر تمرین سره دا خواړه وخوړل شي، ښايي تر یوې اندازې د وینې جریان په کابو کولو کې مرسته وکړي.

د هغې څيړنې له مخې چې په ۲۰۱۶م کال کې شوې، دا ثابته شوې چې د تازه مېوو خوړل د نارینه وو جنسي غړی پیاوړی کوي، د دغې څيړنې له مخې هغه نارینه چې مېوه خوري، د جنسي غړي کمزوري یې د هغو پرتله چې میوې نه خوري، ۱۴ سلنه کمه ده.

که خبره لنډه کړو، څیړنې وايې یوازې مېوې او سبزي خوړل هم ګټه نه کړي، بلکې دې ته هم پام په کار دی چې کومې مېوې او سبزۍ د جنسي غړي له فعالیت سره مرسته کوي؟

مېوه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، بلوبیري میوه

ډاکټره کسیدي چې په دې برخه کې څېړنه کوي وايي، ځمکني توت او بلوبري ته ورته تازه مېوې دې برخه کې ډېره مرسته کولای شي. کله چې په دې اړه په ۲۰۱۶ کال کې د اغلې کسیدي مقاله او موندنې خپرې شوې، په هغه شپه د نوموړي د کور شاوخوا دوکانونو کې هېڅ بلوبري مېوه نه موندل کېده.

دلته دا پوښتنه هرو مرو را ولاړیږي چې ایا نارینه د دې خبر له اورېدو وروسته په دې هڅه کې وو چې د آبي رنګه ویاګرا ګولیو پر ځای بلوبري وخوري؟

د دې تر څنګ، یو ګومان دا هم دی چې ځينې نور څښاک هم په دې برخه کې ګټور دي، لکه قهوه او چای. په دې دواړو کې تر یوې کچې داسې مواد شته چې د نارینه وو د جنسي غړي له فعالېدو سره مرسته کوي.

په ټوله کې داسې مواد او خواړه چې بدن کې د وینې جریان ښه کوي، ستاسې د تناسلي غړي پر سلامتیا اغېز لرلی شي.

جنسي اړیکې

د عکس سرچینه، Getty Images

ډاکټران سپارښتنه کوي، هغه کسان چې له دې کبله کړیږي، د وینې رګونو د خلاصونو او وینې جریان نارمل ساتلو هڅه دې وکړي. د ورزش تر څنګ په ځينو خوراکونو چې تر اوسه مو کم خوړلي، فکر وکړئ. د بېلګې په ډول کبان، غوښې او د څارویو لبنیاتي محصولات دې برخه کې مرسته کولای شي.

د دې تر څنګ د پالکو په څېر د غټو پاڼو سبزي هم ګټه لري.

ډاکټر پاټل وايي، "د نارینه جنسي اله په اصل کې د وینې له جریان سره مخامخ رابطه لري. د غېر صحي خوړو چې د وینې کلسټرول، د وینې شکر او وزن ډېروي، په اصل کې د نارینه وو تناسلي الې فعالیت ورو ورو کمزوری کوي."

د ډاګټرانو بله سپارښتنه دا ده چې له ډېرو پروسس شویو او تیارو خوړو هم ډډه وکړئ، ځکه دا ډول خواړه ډېر شکر لري او انسان چاغوي.