د بریتانیا د شهزادګۍ کمیس لیلام کې څه باندې یو میلیون ډالره وپېرل شو

Diana

د عکس سرچینه، Getty Images

د بریتانیا د شهزادګۍ ډیانا یو کمیس چې په ۱۹۸۵ کال کې یې اغوستی و، د امریکا په یوه لیلام کې له اټکل شوې بیې یوولس برابره ګران وپېرل شو.

د کمیس ټټر له بخمل جوړ شوی، زېړې وسپنیز ستوري پرې ټومبل شوي او لمن یې آبي رنګه ده، چې کمر بند هم لري.

دا کمیس د جولین په لیلام کې په یو میلیون او ۱۴۸ زره ډالره چې ۹۰۴ زره او ۲۶۲ پاونډه کېږي، پېرل شوی.

په دې بیه د یاد کمیس پېرلو د ډیانا د کمیسونو د پېرلو ریکارډ مات کړ.

دا کمیس د ډیانا له هغه تصویر سره لیلام کې کېښودل شوی و، چې همدا کمیس یې اغوستی.

Diana

د عکس سرچینه، PA

اټکل شوی و چې دا کمیس به په سل زره ډالره وپېرل شي.

شهزادګۍ ډیانا دا کمیس لومړی ځل د ښاروال فلورانس په ماښامنۍ بلنه کې اغوستی و، هغه مهال ۱۹۸۵ کال کې نوموړې خپل مېړه شهزاده چالز سره ایټالیا ته په سفر تللې وه.

یو کال وروسته په ۱۹۸۶ کال کې هغې د دویم ځل لپاره دا کمیس واغوست، دا وخت هغې د کاناډا په ونکوور ښار کې یوه کنسرت کې ګډون کړی و.

دا کمیس د نړۍ د یوه مشهور سوداګر جاکوب شلپفر له خوا چمتو شوی و، او پرې ټومبل شوي وسپنیز ستوري د جاکوئیز ازاګوري په نامه د خیاطۍ او ډیزاین ډلې له خوا جوړ شوي و.

Diana

د عکس سرچینه، PA MEDIA

له دې وړاندې د شهزادګۍ یو کمیس چې په ۱۹۹۱ کال کې یې اغوستی و، تېره جنورۍ کې په تر ټولو لوړې بیې ۶۰۴ زره او ۸۰۰ ډالرو پېرل شوی و.

دا په دې مانا چې د ډیانا هغه کمیس چې د ازاګوري ډیزاینرې ډلې له خوا جوړ شوی د دې کمیس دوه برابره ګران پېرل شوی دی.

دې ډلې له هغې راهیسې چې دیانا د بریتانیا شاهي کورنۍ ته راغله، څو کمیسونه یې ورته ډيزان کړي و.

د امریکا په کلفورنیا کې دغه لیلام کې د ډیانا یو بل لنډ کمیس هم پېرل شوی.

دا سپین زنګه لنډ کمیس آغلې دیانا په ۱۹۸۱ کال کې د خپلې کوژدې د تصویرونو اخیستو لپاره اغوستی و.

دا کمیس په ۳۸۱ زره ډالره له اټکل شوې بیې څلور برابره ګران وپېرل شو.