د بریتانیا شهزادګۍ ډیانا موټر په شپږ نیم لکه پونډه لیلام کې وپلورل شو

د عکس سرچینه، PA Media
رپوټونه وايي، هغه موټر په یوه لیلام ځای کې په ۶۵۰۰۰۰ پونډه پلورل شوی چې د بریتانیا شهزادګۍ ډیانا چلولی و.
شهزادګۍ دیانا چې ۲۵ کاله وړاندې مړه شوې د ۱۹۸۵کال اګسټ را په دېخوا یې ۳ کاله تور رنګه فورډ سکورټ RS ټوربو موټر چلاوه.
آغلې ډیانا هغه مهال د چیلسي او کینزینګټون بوتیک پلورنځيو مخې ته له همدې موټر سره عکس هم اخیستی دی.
او بلاخره د شهزادګۍ دیانا C462FHK پلېټ لرونکی دا موټر د سیلور سټون په لیلام ځای کې پر یوه پېرودونکي وپلورل شو.
د دغه لیلام ځای څښتن د موټر د پلورلو پر مهال خلکو ته ویلي و چې دا "د نن ورځې غوره موټر" دی.
د موټر لیلام کوونکي جوناتن هامبرټ وايي، یاد موټر یې ډېر خوښ و او په ۱۲ کلونو کې یې ګڼو کسانو د تلیفون له لارې د پېرلو غوښتنه ترې کړې ده.
داوطلبي له ۱۰۰ زرو پیل شوه او دا بیه د سیالانو تر منځ ډېر ژر لوړه شوه او بلاخره له دوبۍ راغلی یو بریتانوی مېشتی کس په دې بریالی شو چې دغه موټر وپېري.

د عکس سرچینه، PA Media
لیلام کوونکي د دواطلبۍ د لوړېدو پر مهال په ډېرې حیرانۍ وویل:" د فورډ سکورټ لپاره ۵۰۰۰۰۰ پونډه؟ له دې وړاندې ما هېڅکله داسې څه نه و لیدلي."
ښاغلي هامبرټ له دې مخکې ویلي و "دا موټر د تاریخ د یوې برخې استازولي کوي."
داسې انګېرل کېږي چې د شنبې پر ورځ دا پلورل شوی موټر ټوربو RS موټرونو کې ځانګړی یو دی.
له دې وړاندې د ۲۰۲۱ کال جون کې د شهزادګۍ دیانا له خوا یو بل چلول شوی فورډ سکورټ موټر هم لیلام کې پر ۵۲۰۰۰ پونډه خرڅ شوی و.
د سیلور سټون لیلام ځای د کلاسیکو موټرونو متخصص آرول ریچاردز ویلي په وینا:
"د دغه موټر نېکمرغه پېردوونکي دوو برخو کې پانګونه وکړه، یو یې تاریخ خوندي کړ او بل یې د نړۍ غوره ماډل موټر ترلاسه کړ.''








