د بریتانیا د شهزادګۍ ډیانا ايوارډ؛ د يوې نجلۍ په ګډون دوه افغان ځوانانو ته هم ورکول کېږي

د عکس سرچینه، SABIRA
د بريتانيا په ګډون د نړۍ بېلابېلو هېوادونو کې د هغو الهام بښوونکو ځوانان نوملړ خپور شوی چې د ۲۰۲۳ کال د بریتانیا د شهزادګۍ ډيانا ايوارډ به ورکړل شي.
د دې ايوارډ موخه د هغو نوښتونو ستايل دي چې ځوانان يې په بېلابېلو برخو کې د ټولنې لپاره کوي.
د سږني کال نوملړ کې دوه افغانان هم شته چې يوه يې صابره سعيد ده چې افغانستان کې د نجونو لپاره د "طیب" په نامه د زدکړو وړيا ښوونیز انلاین خدمتونه وړاندې کوي.
د دې جایزې دویم افغان محمد جاويد اماني دی چې افغانستان کې د ټولنیزو او بشري حقونو په تړاو فعاليت کوي.
اغلې صابرې سعيد له بي بي سي پښتو وېبپاڼې سره په خبرو کې وويل، "د دې بنسټ له لارې مو هڅه دا ده چې وکولی شو هغه نجونې چې زدکړې یې په نيمایي کې پاتې دي، خپل درسونه بشپړ کړي او له خپل وخته ښه ګټه پورته کړي."
د ډيانا جايزه په ۱۹۹۹ کال کې د بریتانيا د پخواني لومړي وزير ګورډن برون له خوا د شهزادګۍ ډيانا په وياړ پيل شوه.
په افغانستان کې د طالبانو بیا واک ته رسېدو سره پر نجونو پوهنتون ته په تلو بندیز لګېدلی او له دې سره د سلګونه زرو نجونو د زدکړو بهير نيمګړی پاتې دی.
اغلې صابره چې خپله هم د کابل پوهنتون د طب پوهنځي د درېیم کاله محصله ده او اوس له زدکړو راګرځول شوې، وايي، د دې بنسټ د پرانیستو يوازنۍ موخه دا ده چې وکولی شو د یوې ټولنې په توګه ژوند وکړو، يوه بل ته لاسونه سره ورکړو او یوه بل ته يو څه ور زدکړو. د بېلګې په توګه زه په انکریزي ژبه پوهېږم، نورو ته يې ورزدکوم او که له موږ سره يوه نجلۍ په عربي پوهېږې، هغه یې موږ ته را زده کوي."
نوموړې وايي، دغه کورسونه چې د انلاين له لارې ترسره کېږي "تر لسو زرو" پورې نجونو ترې ګټه اخيستې او واييهيله لرو چې دا بنسټ لا نور هم پراخ کړو.

د عکس سرچینه، SABIRA
د صابرې پلار محمد طیب یوسفزی وايي، "ډېر خوشاله دی" چې لور یې په د هغو نجونو لپاره کار کوي، له زدکړو راګرځول شوې دي.
نوموړي بي بي سي ته وویل، تمه لري هغو نجونو ته د زدکړو فرصتونه برابر شي چې درسونو محرومې کړل شوې دي.
د ډيانا ايوارډونو په سږني نوملړ کې د پاکستان، بنګله دېش او نورو هېوادونو وګړي هم شامل دي.
د ياد ايوارډ د بنسټپه وينا، دغه ځوانان په خپلو ټولنو کې د خدمت او په نړيواله کچه د بدلون او د نوي نسل د هڅولو په موخه ستايل شوي دي.
د دغو ايوارډونو د ورکړې په مراسمو کې د بريتانيا شهزاده وېليم او شهزاده هرې په منظمه ډول ګډون کوي چې د شهزادګۍ ډیانا زامن دي.
د بريتانيا شهزادګۍ په ۱۹۹۷ کال فرانسه کې د موټر ټکر پېښه کې مړه شوه.
په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په بېلابېلو برخو کې پر ښځو او نجونو بنديزونه لګول شوي چې په هغو کې له شپږم ټولګي پورته او پوهنتون ته د نجو پر ورتګ بنديزونه شامل دي.
طالب چارواکي بيا ادعا کوي دا بنديزونه"لنډمهالي" دي او د زدکړو لپاره د مناسب چاپېريال له برابرولو وروسته به نجونو ته د زدکړو اجازه ورکړي.











