د بشري حقونو نړیوالې ډلې؛ افغانستان کې دې د ښځو د حقونو پر ناورین بېړنی بحث وشي

د عکس سرچینه، ishr.ch
د بشري حقونو یو شمېر نړیوالو او سیمه ییزو ډلو په افغانستان کې د ښځو د حقونو د ناورین په باب د بېړني بحث جوړېدو غوښتنه کړې ده. دوی په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د بشر حقونو راتلونکې نړیواله جرګه کې دې د افغان ښځو د ملاتړ او د دوی د حقونو د ناورین په تړاو د کېدونکې پرېکړې ملاتړ وشي.
په اعلامیه کې راغلي، د ۲۰۲۱ کال له اګسټ میاشتې راهیسې - کله چې طالبان واک ته ورسېدل، په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو په رسمیت پېژندلو او ساتنې په تړاو پاموړ شاتګ شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، هلته تعلیم، کار او روغتیا برخو کې هم نجونې او ښځې له خپلو حقونو بې برخې شوې دي او طالبانو د ښځو لپاره د وینا پر ازادۍ او غونډېدو یې بندیز لګولی او دا په نړۍ کې یوازېنی هېواد دی چې نجونې له زده کړو پکې بې برخې شوې دي.
د بشر نړیوالې ډلې وايي، په وروستیو اونیو کې افغانستان کې وضعیت وروسته تر هغه لا ډېر خراب شو، چې طالبانو په عامه ځایونو کې د ښځو حجاب لپاره لارښوونې اعلان کړې.
د اعلامیې له مخې، نړیوالو څېړنو، عیني شاهدانو او وېډیوګانو ښودلې چې د ښځو د حقونو مدافعانې او د بندیزونو له مخالفانو سره ناسم چلن شوی، ګواښل شوي او په ځینو مواردو کې نیول شوې او ترۍ تم شوې هم دي.
د یادولو ده چې د تېرې مې میاشتې پر ۱۷مه طالبانو په کابل کې د بشر حقونو د خپلواک کمیسیون د تشکیل لغوه کېدل اعلان کړل، چې په کور د ننه او بهر کې غبرګونونه هم راوپارول.

د عکس سرچینه، Getty Images
د تېرې مې میاشتې وروستیو کې د افغانستان لپاره د بشر حقونو ځانګړي راپورټر افغانستان ته د خپل سفر په پای کې وویل، که څه هم طالبانو ورته ویلي چې د نجونو د ښوونځیو په تړاو به پرېکړه وکړي، خو وايي چې ښځې په ټولنه کې د تري تم کېدو خوا ته بېول کېږي.
د اعلامیې په پای کې ویل شوي چې راتلونکي بحث کې باید پر پنځو اصلي موضوعاتو خبرې وشي، د افغان ښځو ملاتړ او همغږي رامنځ ته شي، د بشر حقونو مدافعانو کې افغان ښځو ته هم موقع ورکړل شي او د بشر حقونو ځانګړي راپورټر ته په راتلونکي بحث کې ځای ورکړل شي چې افغانستان ته یې د خپل سفر او رپوټ موندنې او سپارښتنې شریکې کړي.










