بښنې نړيوال سازمان: نړيواله ټولنه دې له طالبانو سره د ښځو او نجونو د حقونو په اړه حساب وکړي

افغان ښځې

د عکس سرچینه، Getty Images

په داسې حال کې چې په افغانستان کې پر ښځو د پرله پسې محدودیتونو وضع کولو له کبله د طالبانو حکومت د نړېوالو له فشار سره مخ دی، اوس د بښنې نړېوال سازمان پر نړېوالو غږ کړی چې طالبانو سره دې په دې هکله حساب کتاب وکړي.

د بښنې نړېوال سازمان دا څرګندونې تازه پرخپله ټوېټر پاڼه کړې دي.

لیکلي یې دي، "له دې سره سره چې طالبان په پرله پسې ډول ډاډ ورکوي چې دوی د ښځو او نجونو د حقونو درناوی کوي خو له هغه راهیسې چې واک ته رسېدلي، له میلیونونه ښځو او نجونو سره په سيټماتیک ډول تبعیض او توپيري چلند کوي. نړېواله ټولنه باید له طالبانو سره حساب کتاب وکړي".

دغه سازمان له خپل ټوېټ سره د دوو افغان مېرمنو عکس خپور کړی چې یوه په برقه یا چادرۍ او بله په تور ټیکري او حجاب کې ښکاري. پر عکس همدا راز لیکل شوي، طالبانو له ښځو غوښتي چې له سر تر پښو باید پوښلې وي او له بېځایه یا غیرضروري ګرځېدو دې ډډه وکړي. "دا د دوی پر بنسټيزو بشري‌حقونو تېری دی".

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د بښنې نړېوال سازمان داسې مهال دا څرګندونې کوي چې پر ښځو د طالبانو د محدودیتونو په ترڅ کې یې په تلویزونونو کې ښځينه خبریالانو باندې پر پرده د ښکارېدلو پر مهال د ماسک اچول جبري اعلان کړل.

او تر هغه مخکې یې د ښځو لپاره د "ستر" نوی لارښود اعلان کړی و چې له مخې یې ښځې اړ دي چې په عامه ځایونو کې له سر تر پښو پټې وي او نقاب یې پر مخ وي. په دغه لارښود کې همدا راز ویل شوي وو چې که کومه مېرمن له دې امره سرغړونه کوي نو ولي یا د کور مشر ته به یې سزا ورکوي.

په فرمان کې ښځو ته سپارښتنه شوې وه چې تر اړتیا پرته دې له کوره نه وځي.

پر ښځو او نجونو د طالبانو دغه محدودیتونه په افغانستان کې دننه او بهر غندل شوي او د طالبانو حکومت یې له نیوکو سره مخ کړی چې ځینې د دوی دغه لارښود اسلامي اصولو سره په ټکر کې بولي.

پر افغان ښځو په دې ډول د حجاب جبري کول او له شپږم تر دوولسم ټولګي د نجونو ښوونځيو بند ساتل هغه موارد دي چې د طالبانو د ځينو چارواکو له څرګندونو ښکاري، دوی تر منځ یې په اړه د نظر اختلاف شته.

پرون [یکشنبه] د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي نیوکه وکړه چې په افغانستان کې نجونې له ښوونځیو راګرځول د دې هېواد د نیمایي نفوس حق خوړل دي.

نوموړي له شپږم تر دوولسمه د نجونو ښوونځيو د بند پاتېدو پر تګلاره نیوکه وکړه او ویې ویل چې له ښوونځيو د افغان نجونو راګرځول د حل لار نه ده.

نوموړي پر طالبانو غږ کړی چې باید د ولس غوښتنو او ستونزو ته په کتو خپلې تګلارې جوړې کړي، او که داسې نه کوي نو، د ده په ټکو، د حکومت موده به یې ډېره محدوده وي.