د نېلسن منډېلا مېرمن: د طالبانو له خوا پر ښځو بندیزونه "جنسیتي تبعیض" دی

د عکس سرچینه، Archive
د ښځو د حقونو فعاله او د سویلي افریقا د پخواني ولسمشر نېلسن منډېلا مېرمن ګریسا ماشل ویلي، د طالبانو له خوا پر ښځو لګول شوي بندیزونه د دوی پر وړاندې "جنسیتي تبعیضي چلن" دی.
آغلې ماشل پر نړیوالې ټولنې هم نیوکه کړې، چې د ښځو په اړه د طالبانو د ځپونکو تګلارو پر وړاندې یې غبرګون "ډېر نرم او لږ" دی.
نوموړې "ډیلي ټلګراف" سره مرکه کې ویلي: "نړۍ باید په هماغه هوډ مبارزه وکړي، چې په جنوبي افریقا کې یې د سپین پوټکو د واکمنۍ پر وړاندې کړې وه."
ګریسا ماشل په نړۍ کې د ښځو د حقونو یوه له مخکښو فعالانو ده.
هغې ویلي: "باید پر طالبانو فشار راوړل شي، چې وښيي د ښځو پر وړاندې د دوی تبعیضي چلن نړیوالې ټولنې ته د منلو نه دی."
ګریسا ماشل دا خبرې داسې مهال کوي، چې۲۰۲۱ کال اګسټ کې پر افغانستان د طالبانو بیا واکمېندو راهیسې پر ښځو سخت ځپونکي بندیزونه لګول شوي دي.

د عکس سرچینه، Grisa Marshel
د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو محدودیتونو تر څنګ ترې د زدکړې او کار حق هم اخیستل شوی.
آغلې ماشل وايي: "دا یو ډول جنسیتي تبعیض یا آپارتاید دی او زه ورته همدا تعریف منم، باید هغه ډول جدي مبارزه چې د آپارتاید پر ضد شوې، اوس د افغانستان لپاره هم وشي."
هغې دا هم ویلی چې: "نړیواله ټولنه نه شي کولی، د افغانستان د ۵۰ سلنه نفوس د برخلیک ټاکلو واک یوازې طالبانو ته ورکړي. مونږ باید یوه لار ولټوو چې طالبان پرې وننګوو او ورته ووایوو، چې دا له بشري اړخه د نه منلو ده او دا چې د یوې ښځې په توګه دې ورسره تبعیضي چلن وشي."
پر طالبانو د نړیوالو نیوکې وروسته له هغې لا زیاتې شوې، چې په بېلابېلو برخو کی یې پر ښځو بندیزونه ولګول.
د ښځو د کار او زدکړې حقونه د هغو شرایطو په سر کې و چې نړیوالې ټولنې د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندلو په بدل کې پرې ایښي، چې دوی یې تر دې دمه په پوره کولو کې پاتې راغلي.










