د ښځو نړیواله ورځ؛ احتجاجي لاریونونه، پیغامونه او افغان مېرمنو ته د طالبانو رئیس الوزرا د مرستیال مبارکي

په ټوله نړۍ کۍ نن )مارچ اتمه) د ښځو نړیواله ورځ په داسې حال کې ولمانځل شوه چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ښځې له زده کړو بې برخې کړې او پر مېرمنو یې د کار او عام ژوند په برخه کې ګڼ محدودیتونه لګولي دي.
پر دې بندیزونو نیوکې او اعتراضونه روان دي. له افغانستانه بهر له اعتراضونو سره هممهاله په افغانستان کې دننه هم تازه یو شمېر ښځو لاريون کړی او د زده کړو او کار حق ورکول یې غوښتی.
کابل کې یو شمېر اعتراض کوونکې د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت لاریون ته راوتلې وې
ویډیو کې لیدل کېږي چې د لاریون یوه ګډونواله پکې په لوړ غږ اعلامیه لولي او وايي "د دې وخت رارسېدلی چې ملګري ملتونه د خلکو د برخلیک په اړه قاطع او جدي پرېکړه وکړي."
رپوټونه شته چې د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد کې هغو مېشتو افغانو ښځو هم د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت لاریون کړی چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له دغه هېواده وتلې او هلته کډوالې شوې دي.

د عکس سرچینه، Arg
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش، پرځول شوي افغان ولسمشرانو محمد اشرف غني، حامد کرزي او سولې ملي شورا مخکیني مشر عبدالله عبدالله په ګډون ګڼ شمېر افغان او نړیوالو شخصیتونو د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت پیغامونه خپاره کړي، له افغان ښځو سره یې خواخوږي څرګنده کړې او د طالبانو له حکومته یې غوښتي چې د تعلیم او کار په برخه کې پر افغان ښځو لګول شوي بندیزونه لېرې کړي.
ښاغلي غني نن د مارچ اتمې په مناسبت په یوه وینا کې وویل: "له بده مرغه نن له افغان ښځو د سیاسي ابزار په توګه استفاده کېږي."
د نوموړي په وینا، بهرنیان ټوله ورځ په دې غږېږي چې ښځو ته دې هغه حقونه ورکړل شي چې اسلام کې خوندي دي خو له بلې خوا نور په دې سرزوري کوي چې دا ستاسې کار نه دی.
بل لور د طالبانو د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وایي ''د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت مبارکي د افغانستان ټولو مؤمنو ، پتمنو او دردېدلو مېرمنو ته وايي."

د عکس سرچینه، Taliban
د طالبانو د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال زیاتوي: ''د افغانستان اسلامي امارت د اسلامي احکامو او ارشاداتو په رڼا کې ښځو ته ځانګړي حقونه او درنښت ورکړی دی. ''
نوموړی زیاتوي چې حکومت یې نجونو ته د زدکړو د شرايطو او ښځو ته په ټولنه کې د کار او سوداګرۍ لپاره د ډاډمن او خوندي چاپیریال د برابرولو هڅې کوي.
خو دغه طالب مشر زیاتوي چې ښځو ته به ټول حقونه د اسلام او افغاني کلتور په رڼا کې ورکول کېږي.










