افغان ښځې: له چا خپل حق وغواړو؟

ناديه
    • Author, شازیه حیا
    • دنده, بي بي سي

کور کې ایساره، خپل هویت او ازادي خو یې هسې هم نشته، د چا په نوم چې یادېږي، هغه هم ورسره ګډ ژوند په خوښۍ نه کوي.

۲۵ کلنه مېړوښه نادیه یو کال کېږي د پلار په کور ناسته ده.

هغه کور چې د دې په خبره د مېړه او خسرګنۍ له جبره ورته د پناه ځای شوی و.

دا وايي: "د واده مې درې کاله کېږي. مېړه مې یوازې ښوونځی لوستی، لوړې زده کړې یې نه دي کړي. د واده په دویم کال مې ماشوم په نس شو، خو یوه ورځ مې مېړه سخته ووهلم، د وینې بهیدو ستونزه راته پیدا شوه او ماشوم مې ضایع شو".

نادیه د پوهنتون په لومړي کال کې وه چې د کورنۍ په خوښه واده شوه. د دې ارمان و چې قضايي ادارو کې کار وکړي. نه یې د لوړو زده کړو هیله پوره شوه او نه هم دا په ودني ژوند کې ښاده شوه. نادیه وايي د پخواني حکومت له پرځېدو وړاندې د مېړه له کوره پلار کره تللې وه، په وینا یې پلرني کور یې ورسره دا منلې وه چې له مېړه طلاق واخلي او د همدې لپاره یې د ښځو چارو پخواني وزارت نه مرسته هم غوښتې وه.

نوموړې زیاتوي: "د طالبانو راتګ سره هر څه پاتې شول. اوس مې ان د پلار کور راته وایي چې بېرته مېړه کره ولاړه شم. زه به مړه شم خو هلته نه ځم".

کابل کې د نادیې او نورو مېرمنو لپاره چې ورته ستونزې لري، د ښځو چارو وزارت یو داسې ځای و چې د لاسنیوي هیله ترې درلوده.

که څه هم د وزارت ودانۍ لا شته خو اوس د طالبانو د امر باالمعروف او نهی عن المنکر مرکز ګرځېدلی، هغه اداره چې افغانستان کې د ښځو په تړاو ځینې پرېکړې او لارښوونې یې ناندراییزې ګڼل شوي.

افغان مېرمن

د کابل اوسېدونکې نادیه یوازې مېرمن نه ده چې له دا ډول بې برخلیکه ژوند سره مخامخ ده.

د بلخ په مرکز مزار کې ۲۸ کلنه شکیلا له مېړه د طلاق اخېستو په حال کې وه چې طالبان واکمن شول او د محکمې بهیر یې وځنډېد. شکيلا وايی یوازې ۱۶ کلنه وه چې د کورنۍ په خوښه واده شوه او ښوونځی یې منځ کې پاتې شو.

دا وايي: "مېړه مې رانه ۸ کاله مشر دی. په وړو وړو خبرو به غوسه کېده، زه به یې وهلم او دا یې هم راته ویل چې زه یې خوښه نه یم!"

شکیلا یو نیم کال کېږي چې د میړه له کوره د خپل پلار کور ته تللې.

دې په ۲۰۲۱ کال کې د طلاق دوسیه پرانیستې وه.

"دوسیه مې یوې قاضۍ څارله او مدافع وکیله مې هم ښځینه وه. زما د لومړنۍ محکمې پرېکړې ته یوه غونډه پاتې وه، خو طالبان راغلل او هر څه پاتې شول!"

شکيلا وايي، د طالبانو له واکمنۍ یوه میاشت وروسته خبره شوه چې قاضۍ او مدافعې وکیله یې له هېواده بهر تللي دي. نوموړې وویل چې محکمې ته له ورتګه وېرېږي او نه پوهېږي چې دوسیه به یې اوس چېرته وي. دا وايي:

"نه پوهېږم له چا مرسته وغواړم؟ څوک مې دفاع کوي؟ زه څنګه یو طالب ته کېنم او ترې خپل حق وغواړم؟ هېڅ نه پوهیږم څه وکړم؟ هر څه چې کېږي زه مې د خپل مېړه کور ته بېرته نه ځم!"

مدافع وکيله

د نادیې او شکیلا په څېر د ښځو پر لاسنیوي بوختې مدافعې وکیلانې هم د طالبانو په واکمنۍ کې د ژوند له ګڼو محدودیتونو سره مخامخ دي.

افغانستان کې مېشته یوه مدافع وکیله ځلا (نوم مو یې د خوندیتوب لپاره بدل کړی) اته میاشتې کېږي چې د خپل ځان خوندیتوب لپاره خپل هویت پټ ساتلی. دا وايي واک ته د طالبانو له راتلو سره سم بې روزګاره شوې ځکه چې په وینا یې نوی حکومت ښځو ته د کار اجازه نه ورکوي. نوموړې زیاتوي:

"طالبان راته وايي چې باید محرم ولرې او یا هم د کور نارینه دې کار وکړي. زه په کور کې څوک نه لرم. دوه خویندې مې دي او مور مې زړه ښځه ده. دا شرایط ما ځوروي. هره ښځه حق لري چې تعلیم وکړي. هره ښځه حق لري چې کار وکړي. هره ښځه حق لري چې ازاد ژوند وکړي. موږ ته ان د انسان په سترګه نه کتل کېږي".

ځلا د شریعاتو له پوهنځي فارغه د خپل کور یوازینۍ ګټیالۍ وه چې اوس آن د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو ته لاس تر زنې ناسته ده.

نوموړې وايی ژوند یې ګواښ سره مخ دی: "د هغو کسانو قضیې چې ما مخته وړي او ګټلي مې دي د هغوی مخالف لوری ما ته زنګونه وهي او د مرګ ګواښ راته کوي. ما مې د اړیکو شمېرې بندې کړې، له کوره نه وځم، د پناه ځای نه لرم، اوس له خپل سیورې هم ډارېږم."

څه باندې اته میاشتې کېږي چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن دي. د دوی د واکمنۍ په دې تېرو څو میاشتو کې د بېلا بېلو مسلکونو زرګونه ښځې له دندو منع شوې او په کور ناستې دي.

یوازې د قضا په برخه کې څه باندې ۲۵۰ ښځینه قاضیانې او ګڼ شمېر وکیلانې دندو ته له تلو منع شوې دي.

د افغانستان په تېر جمهوریت کې مېرمنو په محکمو کې د قاضيانو په توګه دندې ترسره کړې وې، که څه هم مزل یې اوږد او ورو و خو ورته هیلې ډېرې وې، خو اوس طالبان وایي، په افغانستان کې "اسلامي نظام" دى او له همدې امله په قضایي برخه کې ښځو ته د کار اجازه نشته.