غزه کې د یوه امریکايي په ګډون د شپږو يرغمل شويو وګړو جسدونه موندل شوي

د عکس سرچینه، Reuters
اسرائیل وايي د دوی ځواکونو د غزې تړانګه کې د حماس له خوا د شپږو يرغمل شويو وګړو جسدونه موندلي دي.
د اسرائيلو دفاعي ځواکونو په يوه بيان کې ويلي، دغه جسدونه د شنبې په ورځ په رفح کې تر ځمکې لاندې تونل کې موندل شوي دي.
د اسرائيلو دفاع وزارت د دغو کسانو نومونه کرمېل ګټ، ايډن يروشلمي، هېرش ګولډبرګ پولين، الکساندر لبنوف، الموګ سروسي او ماسټر سارجنټ اوري ډنينو ياد کړي دي.
د امریکا ولسمشر جوبايډن ويلي، ګولډبرګ پولين امریکايی وګړی و او زياتوي، مړينې يې "خواشينی او سخت غوسه کړی" دی.
د يکشنبې په ورځ د اسرائيلو دفاع وزارت په خپله بيانیه کې وويل، د دغو کسانو جسدونه اسرائيلو ته لېږدول شوي دي.
بيانيه زياتوي دغه کسان د [۲۰۲۳ کال] "د اکټوبر پر اوومه نېټه يرغمل او د حماس ترهګرې ډلې له خوا په غزه کې وژل شوي. "
ښاغلي بايډن ويلي، "هېرش د اکټوبر پر اوومه په اسرائيلو کې د سولې لپاره د موسيقۍ په فيسټیوال کې د بې ګناه وګړو په منځ کې وو چې وحشيانه بريد پرې وشو. "
دا په داسې حال کې ده چې نژدې دوې اوونۍ وړاندې هم اسرائیلي ځواکونو د غزې تړانګې په اوږدو کې د شپږو يرغمل شويو وګړو جسدونه موندلي وو.
څو ورځې وړاندې بيا د اسرائيلو پوځ، په غزه کې له ځمکې لاندې تونلونو د يوه یرغمل شوی کس د ژغورلو خبر ورکړی و.
اسرائيل د اکټوبر په ۷ مه د حماس وسلهوالو له خوا د دغه هېواد په سوېل کې د بې ساري برید په ځواب کې په غزه کې پوځي برید پیل کړ، چې په ترڅ کې یې شاوخوا ۱۲۰۰ تنه وژل شوي او ۲۵۱ تنه یرغمل نیول شوي وو.
د حماس د روغتیا وزارت په وینا، پر غزه د اسرائیل له برید راهیسې تر۴۰ زره ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.
د امریکا، مصر او قطر منځګړي د اوربند هوکړې هڅه کوي چې له مخې به یې حماس د اسرائیلو په زندانونو کې د فلسطیني بندیانو په بدل کې ۹۷ ژوندي يرغمل او ۲۷ تنه چې اټکل کېږي مړه شوي اسرائيلو ته وسپاري.











