غزه کې د یوه امریکايي په ګډون د شپږو يرغمل شويو وګړو جسدونه موندل شوي

اسرائیل وايي د دوی ځواکونو د غزې تړانګه کې د حماس له خوا د شپږو يرغمل شويو وګړو جسدونه موندلي دي.

د اسرائيلو دفاعي ځواکونو په يوه بيان کې ويلي، دغه جسدونه د شنبې په ورځ په رفح کې تر ځمکې لاندې تونل کې موندل شوي دي.

د اسرائيلو دفاع وزارت د دغو کسانو نومونه کرمېل ګټ، ايډن يروشلمي، هېرش ګولډبرګ پولين، الکساندر لبنوف، الموګ سروسي او ماسټر سارجنټ اوري ډنينو ياد کړي دي.

د امریکا ولسمشر جوبايډن ويلي، ګولډبرګ پولين امریکايی وګړی و او زياتوي، مړينې يې "خواشينی او سخت غوسه کړی" دی.

د يکشنبې په ورځ د اسرائيلو دفاع وزارت په خپله بيانیه کې وويل، د دغو کسانو جسدونه اسرائيلو ته لېږدول شوي دي.

بيانيه زياتوي دغه کسان د [۲۰۲۳ کال] "د اکټوبر پر اوومه نېټه يرغمل او د حماس ترهګرې ډلې له خوا په غزه کې وژل شوي. "

ښاغلي بايډن ويلي، "هېرش د اکټوبر پر اوومه په اسرائيلو کې د سولې لپاره د موسيقۍ په فيسټیوال کې د بې ګناه وګړو په منځ کې وو چې وحشيانه بريد پرې وشو. "

دا په داسې حال کې ده چې نژدې دوې اوونۍ وړاندې هم اسرائیلي ځواکونو د غزې تړانګې په اوږدو کې د شپږو يرغمل شويو وګړو جسدونه موندلي وو.

څو ورځې وړاندې بيا د اسرائيلو پوځ، په غزه کې له ځمکې لاندې تونلونو د يوه یرغمل شوی کس د ژغورلو خبر ورکړی و.

اسرائيل د اکټوبر په ۷ مه د حماس وسله‌والو له خوا د دغه هېواد په سوېل کې د بې ساري برید په ځواب کې په غزه کې پوځي برید پیل کړ، چې په ترڅ کې یې شاوخوا ۱۲۰۰ تنه وژل شوي او ۲۵۱ تنه یرغمل نیول شوي وو.

د حماس د روغتیا وزارت په وینا، پر غزه د اسرائیل له برید راهیسې تر۴۰ زره ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.

د امریکا، مصر او قطر منځګړي د اوربند هوکړې هڅه کوي چې له مخې به یې حماس د اسرائیلو په زندانونو کې د فلسطیني بندیانو په بدل کې ۹۷ ژوندي يرغمل او ۲۷ تنه چې اټکل کېږي مړه شوي اسرائيلو ته وسپاري.