د اسرائیل پوځ وايي، د شپږو برمته شویو جسدونه یې موندلي دي

د اسرائیل پوځ ویلي، د غزې تړانګې په اوږدو کې یې د شپږو برمته شویو جسدونه ترلاسه کړي دي.

د اسرائیل دفاعي ځواکونو په یوه بیان کې ویل شوي چې دغه جسدونه یې د دوشنبې په ورځ په خان یونس سیمه کې موندلي دي.

اسرائیل وار دمخه د دغو پنځو تنو د مړینې اعلان کړی و، خو ویل کېدل چې یو تن یې لا ژوندی دی.

د ژغورنې عملیات د اسرائیلو امنیتي ادارې سره په ګډه ترسره شوي دي.

د یرغمل شویو کورنیو ډلې په یوې اعلامیې کې ویلي، له غزې د پاتې ۱۰۹ یرغملو بېرته راستنېدل "یوازې د خبرو اترو له لارې کېدای شي" او د اسرائیلو په حکومت یې غږ کړی، " هر څه یې چې په واک کې وي ترسره دې کړي."

تر اوږدې مودې وروسته د اوربند او د یرغمل شوو د خوشې کولو معاملې په اړه خبرې روانې دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن دا مهال په منځني ختیځ کې د یوې احتمالي هوکړې لپاره پر ښکېلو خواوو فشار راوړي.

د امریکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن اسرائيل ته د سفر پر مهال ويلي، اسرائيلو د دواړو لوريو تر منځ د واټن د لېرې کولو په تړاو د امريکا له خوا وړاندې شوی پلان منلی او اوس دا په حماس پورې اړه لري چې په غزه کې اوربند وکړي.

نوموړي دا نه دي ويلي چې ايا دې پلان کې د حماس له خوا راپورته شوې اندېښنې حل شوې او که نه.

حماس وړاندې ويلي وو، د منځګړي په توګه يې پر امریکا باور له لاسه ورکړی او امریکايي مذاکره کوونکي يې د اسرئيل په ملاتړ تورن کړل او زياته کړې یې وه، داسې نوې غوښتنې کوي چې حماس ته د منلو وړ نه دي.

د اسرائیل ولسمشر اسحاق هرزوګ د سې شنبې په ورځ وویل "موږ د قربانیانو له کورنیو سره د زړه له کومې خواخوږي څرګندوو".

هغه زیاته کړه، "موږ باید له هرې ممکنې لارې، د یوې شېبې لپاره هم د ټولو یرغمل شویو د بېرته راوستلو لپاره له کار کولو ډډه ونه کړو."

اسرائيل د اکټوبر په ۷ مه د حماس وسله‌والو له خوا د اسرائیل په سوېل کې د بې ساري برید په ځواب کې په غزه کې پوځي برید پیل کړ، چې په ترڅ کې یې شاوخوا ۱۲۰۰ تنه وژل شوي او ۲۵۱ تنه یرغمل نیول شوي وو.

د حماس د روغتیا وزارت په وینا، پر غزه د اسرائیل له برید راهیسې تر۴۰ زره ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.