بایډن له نتنیاهو سره تلېفوني خبرو کې یو ځل بیا غزه کې د اوربند پر اړتیا ټینګار کړی

Isral

د عکس سرچینه، Reuters

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د اسرائیل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په تلېفوني خبرو کې یو ځل بیا هر څه ژر غزه کې د اوربند او د یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو هوکړې پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د سپېنې ماڼۍ د رپوټ له مخې دواړو مشرانو همدا راز د هغه څه پر وړاندې چې دوی د ایران او د دغه هېواد د "ترهګرو" نیابتي‌ ډلو ګواښونه بللي، د اسرائیل دفاع کې د امریکا پر ملاتړ خبرې کړې دي.‌

د امریکا ولسمشر داسې مهال د اسرائیل له لومړي وزیر سره غزه کې د اوربند پر اړتیا غږېدلی، چې همدا تېره ورځ په دې تراړه کې د اسرائیلي ځواکونو په هوايي بریدونو کې د لږترلږه ۵۰ کسانو د وژل کېدو او ترڅنګ یې د اسرائیلي ځواکونو او د لبنان حزب‌الله ملېشې ترمنځ د درنو ډزو د تبادلې رپوټونه خپاره شول.

د اسرائیل پوځ تېره ورځ اعلان وکړ چې د فلسطین د فتح غورځنګ یو جګپوړی چارواکی 'خلیل المقدح' یې د لبنان سویل کې پر یوه موټر په هوايي برید کې په نښه کړی دی.

دوی ادعا کوي چې المقدح د فتح ګوند د پوځي څانګې د قومندانانو له ډلې و، د ایران سپاه پاسداران ته یې کار کاوه او اشغال شوې لوېدیزې غاړې ته به یې سولې او پیسې قاچاق کولې.

دا د تېر کال د اکتوبر اومه غزه کې د حماس پر وړاندې د جګړې له پیل راهیسې لومړی ځل شو چې اسرائیلي ځواکونه د فلسطین د فتح غورځنګ پر یوه غړي برید کوي.‌

د دغه غورځنګ د مرکزي کمېټې غړي توفیق طیراوي له دې پېښې وروسته اسرائیل تورن کړي چې د یوې پراخې "سیمه ییزې جګړې د اور بلولو هڅه" کوي.‌

هغه د فرانسې خبري اژانس ته ویلي "د فتح د یوه چارواکي ترور د دې موضوع د زبادېدو بل دلیل دی، چې اسرائیل غواړي په سیمه کې یوه تمام عیاره جګړه پیل کړي."

Israel

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، تېره ورځ غزه کې د اسرائیلي ځواکونو بریدونو کې د ۵۰ کسانو د وژل کېدو رپوټ ورکړ شو

د لبناني رسنیو رپوټونو کې ویل شوي چې په دغه برید کې پر خلیل المقدح سربېره دوه نور کسان هم وژل شوي چې یو یې د سپاه پاسداران د بهرنۍ څانګې "قدس ځواک" غړی و.

د فلسطین د فتح غورځنګ دغه چارواکی تر هغې وروسته په لبنان کې په نښه کېږي، چې اسرائیلي ځواکونو بقاع دره کې د حزب‌الله د وسلو پر زېرمتونونو برید وکړ.

له دې سره حزب‌الله ویلي په یوه ځوابي اقدام کې یې د جولان پر لوړو چې د اسرائیل تر کنټرول لاندې دي، لسګونه توغندي توغولي دي.

د توغندیو په دغه برید کې څو کورونو ته زیان اوښتی او یو کس ټپي شوی د.

حزب‌الله هممهاله دا هم منلې چې چارشنبه یې څلور غړي د لبنان په سویل کې د اسرائیلي ځواکونو په بریدونو کې وژل شوي دي.