د اسرائیلو پوځ: غزه کې يو يرغمل کس ژغورل شوی

د عکس سرچینه، Reuters
د اسرائيلو پوځ وايي، په غزه کې یې ځواکونو له ځمکې لاندې تونلونو يو یرغمل شوی کس ژغورلی دی.
د فرحان القاضي په نامه دغه ۵۲ کلن سړی د اسرائیلو عرب وګړی دی او له تېرې اوکټوبر میاشتې راهیسې حماس له تښتولو وروسته په غزه کې یرغمل ساتلی و.
ويل کېږي د نوموړی روغتيايي حالت د ډاډ وړ دی او اوس په روغتون کې معاينه کېږي.
اسرائیلي پوځ ویلي، دغه کس یې د خپلې څارګرې ادارې په همکارۍ د پېچلو عملیاتو په مټ را خوشې کړی دی.
د پوځ په اعلاميه کې راغلي چې د "يرغمل شويو او امنيتي ځواکونو د خونديتوب په پام کې نيولو" سره په دې اړه نور جزيات نه ورکول کېږي.
د اسرائيلو لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو، د دغه خبر هرکلی کړی او د نوموړي له قوله ويل شوي چې "موږ د خپلو ټولو يرغمل شويو د بېرته راستنېدو لپاره په نه سټرې کېدونکې توګه کار کوو."

د عکس سرچینه، Reuters
ښاغلی القاضي اتم یرغمل شوی کس دی، چې اسرائیلي ځواکونه یې ژغوري.
د ښاغلي القاضي ورور حاتم له هارټز رسنۍ سره په خبرو کې ویلي چې "دی يو څه ډنګر شوی دی. موږ ورته وويل چې هر څه سم دي او بهر يې ټول انتظار کوي."
ده زياته کړه، "موږ له اوږدې مودې دې شېبې ته په تمه وو، موږ هيله لرو چې ټول يرغمل هم داسې شېبه وګوري، ټول همدا ډول خوښي او لېوالتيا تجربه کړي. "
ښاغلی القاضي چې ۱۱ اولادونه او يو لمسی لري، د غزې پولې ته څېرمه يې د امنيتي کارډ په توکه کار کاوه چې لس مياشتې وړاندې وتښتول شو.
د اسرائیلو يوه جګپوړي پوځي چارواکي تائيد کړې چې پوځيانو تر ځمکه لاندې پېچلي سيتسم کې عملیات کول چې اټکل کېده ښايي يرغمل په کې ساتل کېږي.
دغه چارواکی وايي، کله چې په تونل کې ښاغلی القاضي وژغورل شو يوازې و.











