فلسطیني زندانیان لویدیځې غاړې ته خوشي شوي، اسرائیلو پوځ تائید کړه، چې یرغمل کسان اسرائیل ته رسېدلي

د عکس سرچینه، Reuters
حماس له اسرائیل یرغمل شوي ۲۴ کسان خوشي کړي، چې اوس اسرائیل ته رسېدلي دي. قطري چارواکي چې د اسرائیل او حماس تر منځ یې د اوربند لپاره منځګړیتوب کړی وايي، په خوشي شویو کسانو کې ۱۳ اسرائیلیان، یو فلیپینی او ۱۲ تائیلنډیان شامل دي.
په خوشي شویو اسرائیلیانو کې بیا د دوه، څلور او شپږ کالو څلور ماشومان او د ۸۵ کالو عمر یوه ښځه هم شامله ده. د هوکړې له مخې د اسرائیل له زندانونو هم یو شمېر فلسطینیان لوېدیځې غاړې ته خوشي شوي دی. په دې خوشي شویو فلسطینیانو کې بیا ۲۴ ښځې او ۱۵ زلمي هلکان شامل دي، چې ډېری یې له محاکمې مخکې توقیف کې وو.

د عکس سرچینه، Hostages and Missing families forum
بل لور د اسرائیلي رسنیو په رپوټونو کې د یوه مهم چارواکي له قوله ویل شوي، چې حماس اسرائیلو ته د ۱۳ داسې یرغمل کسانو لیست سپارلی، چې دوی یې سبا شنبه خوشي کوي. اسرائیل د خوشي شویو کسانو لیست د دوی د ازادۍ تر مهاله نه دی خپور کړی. فکر کېږي چې کله اسرائیل لیست تائید کړي، بېرته به بیرته د هغو فلسطینیانو لیست واستوي چې خوشي کېږي. د ټائمز اف اسرائیل په رپوټ کې ویل شوي، اسرائیل ته د ۱۳ کسانو په استول شوي لیست کې ماشومان هم شامل دي.

د عکس سرچینه، REUTERS TV
د هوکړې اصولو له مخې به د څلورو ورځو موقت اوربند په ترڅ کې ۵۰ یرغمل شوي اسرائیليان او ۱۵۰ زنداني فلسطینیان خوشي کېږي. دغه راز غزې ته د نورو مرستو رسېدو رپوټونه ورکړل شوي دي، چې ښيي د جمعې پر ورځ په طبي مرستو، نفتو او خوړو بار ۶۰ لارې له مصره غزې ته ننوتې دي.
د اکتوبر پر ۷مه نېټه حماس وسله والو پر اسرائیل برید وکړ، نژدې ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۴۰ یې د یرغمل په توګه له ځان سره غزې ته ولېږدول. له هغه راهیسې بیا اسرائیلي ځواکونو پر غزې تړانګه بمبارۍ کړې، ځمکني عملیات یې کړي، چې له کبله یې په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې عامې روغتیا وزارت مسوولینو په خبره ۱۴۰۰۰ کسان وژل شوي دي.






