د اسرائیل او حماس تر منځ څلور ورځنی اوربند رسماً پیل شو

Palestinians search for bodies and survivors among the rubble of a destroyed house following fresh Israeli airstrikes in Khan Younis

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، په خان یونس سیمه کې د اسرائیلي ځواکونو له تازه بمباریو وروسته فلسطینیان د یوې ودانۍ په کنډواله کې د مړیو او ژوندي پاتې کسانو لټون کوي.
    • Author, نور سعید
    • دنده, بي بي سي لندن

د اسرائیل او حماس تر منځ څلور ورځنی اوربند نن جمعه نومبر ۲۴ مه له ځايي وخت سره سم ګهیځ اووه بجې رسماً پیل شو. که دا اوربند ټینګ پاتې شي، دا به له اووه اونۍ جګړې وروسته لومړنۍ وقفه وي.

که هر څه له پلان سره سم مخکې لاړ شي، له ځايي وخت سره سم ماسپښین څلور بجې به حماس د اسرائیلو یرغمل شويو کسانو له ډلې ۱۳ تنه خوشي کړي، چې ویل کېږي ښځې او ماشومان دي او دا کسان به له غزې اسرائیل ته ولېږدول شي.

د اسرائیل او حماس تر منځ دغه اوربند د قطر په منځګړیتوب رامنځته شوی دی. له دې مخکې قطر چارواکو وویل هیله من دی، چې د غزې جګړه کې نن پیلیدونکی لنډ مهالی ځنډ په دایمي اوربند باندې بدل شي.

۲۰ دقیقې کېږي، چې چاودنو غږونه نه دي اورېدل شوي

څو شېبې مخکې (د لندن پر مهال د ګهیځ څه کم شپږ بجې) د بي بي سي خبریالې انا فوسټر د اسرائیل له لویدیځه په خپل رپوټ کې وویل، چې د اوربند نژدې یو ساعت مخکې پیل شوی، خو تر ۱۵ دقیقو پورې یو څه ځنډ تر منځ د چاودنو غږونه اورېدل کېدل.

د بي بي سي خبریاله وايي، اسرائیلي ځواکونو د اوربند پیلېدو تر مهاله پر غزه بمبارۍ کولې. دا وايي، اوس هم په هوا کې د ډرون غږ اورم، خو نژدې ۲۰ دقیقې کېږي، چې د ډزو، توپونو، او چاودنو غږونه نه اورېدل کېږي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي، هیله من دي، چې د غزې جګړه کې نن پیلیدونکی لنډ مهالی ځنډ په دایمي اوربند بدل شي او دواړه خواوې اوسنۍ هوکړې ته ژمن پاتې شي.

په بیت المقدس کې د منځني ختیځ لپاره د بي بي سي خبریاله یولاندې نیل وايي، له اوربند مخکې په غزه کې سخته جګړه روانه وه.

د بي بي سي خبریاله زیاتوي، د غزې په اسمان کې د اسرائیلي بمباریو له کبله پورته شوي لوګي لیدل کېدل او دغه راز د ټوپکو او توپو غږونه اورېدل کېدل، پر ۷ بجې نسبي کراري شوه، خو بیا هم تر څه وخته د ډزو غږونه اورېدل کېدل او د غزې پولې ته نژدې اسرائیلي کلي کې د توغندي یا توپ ګوزار د خبرداري سائرن وغږول شو.

بل لور ته اسرائیل وايي، د اوربند پرمهال به یې ځواکونه د غزې دننه د اوربند پر کرښو ځای پرځای وي.

A woman holding a child flees following an Israeli strike in Rafah in the southern Gaza Strip

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د غزې په سویل رفح کې له اسرائیلي بمبارۍ وروسته ځايي اوسېدونکي له سیمې تښتي.

د اوربند هوکړې له مخې به حماس ۵۰ تنه هغه اسرائیلیان خوشي کړي، چې د اکتوبر پر ۷مه یې پر اسرائیل د برید پر مهال له ځان سره د یرغمل په توګه بیولي وو او دغه راز به اسرائیل ۱۵۰ تنه فلسطیني بندیان له خپلو زندانونو خوشي کړي.

بشري مرستندویه بنسټونو له وړاندې د اسرائیلو او حماس ترمنځ د لنډمهال اوربند هرکلی کړی دی.

د هوکړې له مخې به غزې ته د نورو مرستو استولو اجازه ورکړل شي.

بل لور د ملګرو ملتونو یوه چارواکي چې غزې ته یې سفر کړی ویلي، د خلکو داسې ستونزې یې لیدلې چې بیان ته یې توري نه شته.