د اسرائیل-حماس ترمنځ د اوربند غځېدو هیلې؛ نور یرغمل او بندیان هم ازاد شوي

د عکس سرچینه، Reuters
نن چارشنبه د اسرائیل او حماس ترمنځ د لنډمهاله اوربند او د بندیانو د تبادلې شپږمه او (که په غځېدو یې بیا هوکړه ونشي) وروستۍ ورځ ده.
پیل کې پر څلور ورځني اوربند هوکړه شوې وه، خو وروسته پرې دوه نورې ورځې هم ور زیاتې شوې.
اسرائیل وايي، حماس پرون سېشنبه ماښام مهال دولس نور یرغمل هم خوشې کړي دي.
د رپوتونو له مخې په دوی کې ۱۰ اسرائیليان او ۲ تایلنډي اتباع دي.
بلخوا اسرائیلو هم د دغو یرغملو په بدل کې له ۳۰ ډېر نور فلسطیني بندیان ازاد کړي دي.
سره صلیب چې د خوشې شویو بندیانو او یرغملو د لېږدولو مسوولیت ور تر غاړې دی، ویلي چې د اسرائیل خوا ازاد شوي فلسطیني بندیان رامالله ښار ته رسېدلې دي.

د عکس سرچینه، Reuters
د اسرائیلو حکومت یوه ویاند دې ته شین څراغ ښودلی چې که د یرغملو او بندیانو د تبادلې لړۍ همداسې روانه وي، نو اوربند ۵ نورې ورځې هم غځېدای شي.
د سېشنبې ورځې له تبادلې سره د حماس لخوا د ټولو خوشې شویو یرغملو شمېر ۸۱ او د اسرائیل لخوا د ازادو شویو فلسطیني بندیانو شمېر ۱۸۰ ته رسېدلی دی.
د حماس لخوا په ازادو شویو یرغملو کې ۶۱ اسرائیليان او ټول یې ښځې او ماشومان دي.
له دوی ځینو خوشې شویو یرغملو له حماس سره غزه کې په ځمکلاندې تونلو کې د سخت وخت تېرولو کیسې کړې دي.
هممهاله یوه ازاد شوي فلسطیني زلمي هم ویلي، چې د اسرائیل په زندانونو کې یې د بندیانو سخت وهل ټکول لیدلي دي.

د عکس سرچینه، Reuters
د اسرائیل او حماس ترمنځ د موقت اوربند او د بندیانو د تبادلې هوکړه کې منځګړیتوب قطر کړی دی.
یوه ۱۴ کلن فلسطیني زلمي چې تازه د اسرائیل له زندانه خوشې شوی، د دغه هېواد الجزیزه تلویزیون ته ویلي، اسرائیل ورته د خپلې ازادۍ د نه نمانځلو او له کوره د نه وتلو سپارښتنه کړې.
د اسرائیلو له زندانو اکثریت خوشې شوي فلسطینیان د دوی پر سرتېرو له ډبرو ورولو را واخله د وژنې تر هڅو پر بېلابېلو سرغړونو تورن دي.
غزه کې وضعیت څنګه دی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د غزې اوسېدونکي له اوربنده په ګټنې د تېرې څه باندې یوې میاشتې خونړۍ جګړې پر مهال په خپلو بېدرکه شویو عزیزانو پسې ګرځي.
د حماس غورځنګ چارواکي وايي چې په دې تراړه کې تر ۱۵۰۰ پورې کسان تریتم دي.
دوی پر دې سربېره د اسرائیلي ځواکونو په عملیاتو کې د شاوخوا ۱۴ زره ۵۰۰ کسانو د وژل کېدو خبره هم کوي.
غزه کې جګړه او پوځي عملیات تر هغې وروسته پیل شول چې د حماس وسله وال د اکتوبر ۷مه په یوه ناڅاپي برید کې له پولې واوښتل او په اسرائیل کې یې ۱۲۰۰ کسان ووژل.
دوی همدا راز څه نا څه ۲۴۰ کسان یرغمل نیولي، چې اوس یې په غزه کې له ځان سره ساتي.











