د اوربند غځېدل؛ یوولس نور اسرائیلیان او ۳۳ فلسطینیان ازاد شوي

Eitan Yahalomi, 12, walks with his mother at the Kerem Shalom border crossing

د عکس سرچینه، Reuters

د اسرائيل او حماس لخوا د دوو نورو ورځو لپاره د اوربند پر غځېدو له هوکړې سره هممهاله رپوټونه وايي چې د بندیانو په تبادله کې ۱۱ نور اسرائیليان او ۳۳ فلسطیني بندیان ازاد شوي دي.

رپوټونه وايي د اسرائیل لخوا په تازه ازادو شویو فلسطینیانو کې ۳۰ ماشومان او ۳ ښځې دي.

اسرائیلو کې هم سرچینو دا خبر تایید کړی خو د تازه ازادو شویو فلسطینیانو په اړه جزییات یې نه دي ‌خپاره کړي.

رپوټونه وايي، د اسرائیل لخوا خوشې شوي بندیان په لوېدیزه غاړه او ختیځ بیت المقدس کې خپلو کورنیو سره یو ځای شوي.

تر دې مخکې داسې رپوټونه ورکړ شوي وو، چې د حماس لخوا ۱۱ خوشې شوې اسرائیلي یرغمل بېرته خپل هېواد ته رسېدلي‌ دي.

د حماس لخوا تازه د خوشې شویو یرغملو په اړه ویل کېږي چې دوه ۳ کلنې غبرګونې خویندې او یوه بل کوچنی ورور او خور هم پکې شامل دي.

Twins Emma and Yuli Cunio

د عکس سرچینه، Handout

د دغو بندیانو تر خلاصون مخکې قطري چارواکي ویلي وو، په غزه کې لنډمهالی اوربند دوه ورځې نور هم غځول شوی.

دغه څلور ورځنی اوربند دوشنبه پای ته ورسېده.

قطري چارواکي وايي، اسرائيلو او حماس ډلې منلې چې اوسنی اوربند به دوه ورځې نور هم روان وي او یرغمل شوي او بندیان دواړه به ازادېږي.

حماس ډلې خبریالانو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي "اوربند به پر مخکېنیو شرايطو دوه ورځې نور هم روان وي." امریکا هم ویلي چې اسرائيلو له دوه ورځني اوربند سره هوکړه کړې.

وړاندې تر دې مصري سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي وو چې د مصر، قطر او امریکا مرکچیان هوکړې ته نږدې شوې چې اوسنی لنډمهاله اوربند نور هم اوږد شي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند پر اېکس لیکلي چې "د روانو هڅو په پایله" کې بشري اوربند دوه ورځې نور غځېدلی دی.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

تر دې اعلان مخکې، د ناټو سرمنشي ین سټولټنبرګ او د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو مشر جوزیپ بوریل په دواړو خواوو غږ کړی و چې لنډ‌مهاله اوربند ته دوام ورکړي.

د ملګرو متلونو سرمنشي هم ویلي و، غواړي له هغو سره خپل غږ یو ځای کړي چې د اوربند غځېدو غوښتونکي دي.

د هوکړې له مخې نن باید یوولس اسرائیلي برتمه شوي کسان د ۳۳ فلسطیني زندانیانو په بدل کې خوشي.

خو رپوټونه کاږي چې د برمته شویو او بندیانو د نومونو په اړه ځینې مخالفتونه شته.

د اسرائیلو د لوموړي وزیر دفتر هم ویلي چې د خوشي کېدونکو کسانو د نوملړ په اړه خبرې روانې دي.

د څلور ورځيني اوربند له پیله تر اوسه ۴۰ اسرائیلي برمته شوي او ۱۱۷ فلسطیني بندیان خوشي شوي دي.

وړاندې حماس هم وړاندیز کړی چې د هوکړې غځېدو په صورت کې به نور برمته کسان هم خوشي کړي.

په غزه کې د بې ځایه شویو وروستی حال

ب

د عکس سرچینه، Getty Images

په داسې حال کې چې د غزې لویه برخه وګړي له خپلو سیمو بې ځایه شوي او میشت ځایونه هم تر ډېره ویجاړ شوي، بې سرپناه خلک د سړې هوا له جدي ګواښ سره مخ دي.

دغه خلک چې وړاندې د خوړو او درملو په ګډون ډېرو لومړنیو توکو ته لاس رسي نه لري، تېره شپه پرې له دوړو سره مل توپان پرې راغلي او وروسته ډېر باران هم پرې ورېدلی دی.

مرستندویه ادارې وایي دغه خلک د موسمي بدلون پر وړاندې د ځان ساتنې لپاره هیڅ اسانتیاوې نه لري.

د دوی په وینا ډېری ماشومان د سړې هوا له امله ناروغان شوي چې کورنۍ ورته خواړه او درمل هم نه شي برابرولی.

که څه هم د اوربند په ورځو کې ځینو سیمو ته مرستې رسیدلې خو اړوندې ادارې وایې چې ټولو خلکو ته بسنه نه کوي.

په مرستو کې د ژمي لپاره تودې جامې او کمپلې هم نشته چې خلکو ته ورکړل شي.

د بي بي سي خبریال ادنان البورش لیکي چې د شپې یې ډېر خلک لیدلي چې د ویجاړو شویو ودانیو په سیمو کې ګرځېدل چې د ځان لپاره کومه کمبله یا بل څه په لاس ورشي.