د طالبان دفاع وزارت وايي د اکمل امیر په ګډون یې ۸ وسله وال مخالفان وژلي

د عکس سرچینه، SM
افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، امنیتي ځواکونو یې د پروان ولایت سالنګ ولسوالۍ کې د یوه قوماندان په ګډون ۸ وسله وال مخالفان وژلي دي.
د طالبانو حکومت دفاع وزارت پر ټویټر یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې "د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د ۲۲۱ شهيد آفتاب فرقې مجاهدينو د پروان ولايت سالنګ ولسوالۍ اړوند سيمه کې د بغاوتګرو پر پټنځای عمليات تر سره کړل، چې په پايله کې د بغاوتګرو د يو قوماندان اکمل «امير» په شمول ۸ تنه ووژل شول."
طالبان د بغاوتګر اصطلاح هغو کسانو ته کاروي چې د دوی د حکومت خلاف یې وسله وال پورته کړې ده.
طالبان وايي "په دغو عملياتو کې ۱ راکټ٫ ۲ پيکاوې٫ ۴ کلاشينکوف، ۲ کارميلې او ۱ د شپې ليدلو دوربین د مجاهدينو لاسته راغلي دي."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
د یادونې ده چې اکمل امیر د جمهوریت پر مهال د ملي اردو افسر و خو د ۲۰۲۱ اګست کې واک ته د طالبانو له راګرځېدو وروسته پنجشېر ته ولاړ او وسله وال "مقاومت" یې پیل کړ.
د نوموړي وژنې ته په خواله رسنیو کې ډېر غبرګونونه هم خپاره شوي دي.
هغه د ازادۍ جبهې غړی و.
د دې جبهې ویاند نصرت الله فاتح بي بي سي تایید کړې چې ښاغلی امیر له طالبانو سره جګړه کې وژل شوی دی.
نوموړي وايي دا نښته تېره شپه پیل او نن سهار پای ته ورسېده، چې د اکمل امیر او جنرال بصیر اندرابي په ګډون څلور کسان پکې ووژل شول.
د ازادۍ جبهې ویاند په دې نښته کې ۳۲ طالبانو ته د مرګژوبلې اوښتلو ادعا هم کوي او وايي د طالبانو ټپیان د پروان روغتون ته لېږدول شوي.
خو طالبانو د دوی لوري ته د اوښتې مرګژوبله په اړه څه نه دي ویلي.
ښاغلي فاتح ویلي، دغو کسانو غوښتل د پروان له سالنګ د پنجشېر شتل ته واړي، چې په کوکلامي نومې سیمه کې د طالبانو کمین سره مخ شول.
د ازادۍ جبهي مشري د افغانستان د جمهوري دولت پر مهال لوی درستیز جنرال یاسین ضیاء کوي.
د دې جبهې د غړو په اړه ویل کېږي چې ډېر یې د پوځ او پولیسو پخواني سرتېري دي چې د افغانستان له جغرافیه او جګړې سره ښه بلد دي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
ازادۍ جبهه په دې وروستیو کې پر خواله رسنیو وخت ناوخت ځینې داسې ویډیوګانې هم خپروي چې د طالبانو پر پوستو د بریدونو ادعا پکې کېږي.
د ازادۍ جبهې دغه دوه نسبتآ مهم قوماندانان داسې مهال وژل کېږي، چې د طالبانو په بلې مخالفې "ملي مقاومت جبهې" کې هم د سختو داخلي اختلافاتو خبرونه ورکړل شوي.
د دې جبهې ځینو غړو په دې وروستیو کې ددوی په وینا د واک د انحصار له کبله استعفا وکړه.
تر اوسه روښانه نه ده چې دغه دواړه جبهې افغانستان کې دننه له یو بل سره اړیکې او همکاري لري که څنګه.











