طالبان: ایران ته د حقابې نه رسېدو کې انساني عمل او اراده دخیل نه دي

هلمند سیند

د عکس سرچینه، Getty Images

د طالبانو حکومت د ایراني پلاوي له لوري د دهراود د هایدرولوجیکي وسایلو د لیدنې په اړه یوه خبرپاڼه کې ویلي، دوی هر ممکنه خیر ته په وینا او عمل کې ژمن دي، په تېره د اوبو برخه کې چې یوه حیاتي ماده ده او د خپل هېواد او د ایران سیستان اوسېدونکو لپاره یې ورسوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د ایران یوه تخنیکي پلاوي د اسد میاشتې پر ۱۸مه د ابهاماتو لیرې کولو لپاره د دهراود هایډرولوجیکي سیستم کې د اوبو د جریان د کتنې زمینه برابره شوه.

خبرپاڼه وايي، ایراني پلاوي له کتنې او د اوبو له ندازه کولو وروسته روان کال د اقلیمي بدلون د نړیوالې پدیدې له امله د عادي اوبو له کال څخه ډېر کم وباله.‌

طالبان وايي، ایراني پلاوي د خپلې کتنې پایله کې ومونده چې د هلمند سیند لږ تر لږه د اوبو جریان لري او د ارغنداب، موسی کلا، ارغستان او ترنک په شان مرستندویه سیندونه یې په بشپړه توګه وچ دي، چې په دې توګه د هلمند سیند اوبه د ډېلټیا سیمې ته رسېدل خورا ستونزمن دي.

د طالبانو د حکومت په خبره، د اوبو د جریان د احصایې د تحلیل پر بنسټ، دا په ښکاره جوتېږي چې ایران ته د اوبو حقابې د نه رسېدو برخه کې هېڅ ډول انساني کړنه او اراده نه ده شامله، خو مجبره حالت ددې کار لامل شوی دی.‌

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې پای کې وايي، د باران په ورېدو او د مناسبو شرایطو په برابرېدو به د هلمند سیند لاندې سیمو کې د افغانستان په نیمروز ولایت او د ایران د اسلامي جمهوریت د سیستان د اوسېدونکو حقابه تامین کړل شي.

قمي: ایراني پلاوي د هلمند او دهراود د اوبو سرچینې وکتلې

قمي

د عکس سرچینه، IRNA

وړاندې، د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او کابل کې د ایران سفارت چارسمبالي حسن کاظمي قمي ویلي وو، چې ایراني کارپوهانو په افغانستان کې د هلمند (هیرمند) اوبو سرچینې کتلې دي.

ایراني رسنیو د ښاغلي کاظمي له خولې ویلي، چې "زموږ تخنیکي ډله دا مهال په کابل کې ده، لیدنه وشوه او راپور به یې ډېر ژر موږ ته ورسېږي".

د ایران د ولسمشر ابراهیمي رئیسي ځانګړي استازي زیاته کړې ده چې دا لومړی ځل دی ایراني کارپوهان په دهراود سیمه کې د اوبو د اندازه کولو سرچینې ته ورغلي دي.

دوی د تېر جون په پای کې د دې لیدنې ژمنه کړې وه.

خو وړاندې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له بي بي سي پښتو سره په مرکه کې د دهراود سټېشن او بندونو لیدلو ته د ایراني پلاوي د ورتګ احتمال رد کړی و او ویلي یې وو چې په تړون کې داسې څه نه شته.

هغه زیاته کړې وه "له ایراني چارواکو زموږ جدي تمه دا ده چې د ۱۳۵۱ کال له تړون سره دوی خپلې هیلې عیارې کړي".

د ایران استازي د طالبانو د هغې ادعا د ثبوت لپاره چې ګنې اوبه کمې شوې دي، د ایراني پلاوي د لیدنې په اړه وویل چې "د تړون له مخې موږ کولای شو د اوبو د کمښت په اړه د مقابل لوري ادعا تر پوښتنې لاندې راولو".

د دهراود د اوبو د اندازه کولو سرچینه د کجکي بند په پاسنۍ برخه کې پرته ده چې د هلمند سیند ته د ننوتلو اوبو اندازه محاسبه کوي. دا محاسبه ښيي چې سږ کال هلته اوبه پوره یا کمې وې.

معاهده

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، موسی شفیق او امیر عباس هویدا کابل کې د اوبو د معاهدې د لاسلیکولو پرمهال

مخکې قمي وویل: "ددغه تړون له مخې، باید د عادي اوبو په کلونو کې ۸۲۰ میلیونه مکعب متره اوبه زموږ هېواد ته راشي، په دې تړون کې دا هم ویل شوي که دا اعلان وشي چې سږ کال د عادي اوبو کال نه دی، ددغه تړون د پنځمې فقرې په چوکاټ کې به اعلان وشي چې که ایراني لوري ددې مسلې په اړه هغه معلومات په ګوته کړي چې د بېلګې په توګه ورکړل شوي، موږ باید د موافقې پر بنسټ د هغه ځای لیدنه وکړو".

خو د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د لوړپوړو طالب چارواکو په حضور کې یوه اعلامیه ولوستله او وویل، له سیستان او بلوچستانه هره ورځ په سلګونو کسان نیمروز ولایت ته تګ-راتګ کوي او "ګوري چې د نیمروز د اوبو یو څاڅکی هم نیمروز کې نه تېرېږي او زموږ خلک هم له دې اړخه کړېږي".

ښاغلي متقي ټینګار کړی و "دا به ولیدل شي چې د کمال خان په بند کې اوبه هېڅ اوبه نه شته".

ده ویلي وو چې د کجکي بند او سیستان ترمنځ واټن شاوخوا ۶۰۰ کیلومتره دی او له بلې خوا دغه ریګي مسیر تږی او بې‌اوبو دی او "لږې اوبه ځمکې ته جذبېږي او یا هم د لارې په اوږو کې تبخیر کېږي".