انتونیو ګوتېرېش د ملګرو ملتونو له ادارو سره د افغان مېرمنو د کار مخنیوی "د نه زغملو" او "احمقانه" پرېکړه بللې

د ملګرو ملتونو سرمنشي د خبرو پر مهال

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, عبدالله الهام
    • دنده, بي بي سي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیوګوتېرېش د سې شنبې پر ورځ په نیویارک کې خبریالانو ته د خبرو پر مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو د کار د مخنيوي په اړه د طالبانو د حکومت پرېکړه په کلکه وغندله او هغه يې د نه منلو او"احمقانه" وبلله.

هغه وویل "هغه څه چې په افغانستان کې روان دي، په هېڅ ډول د زغملو وړ نه دي. او نه یوازې د زغملو وړ نه دي، بلکې احمقانه هم دي".

ګوتېرېش زیاته کړه دا "ځکه چې ښځو او نجونو ته په بشري مرستو کې د ګډون اجازه نه ورکول د ټول افغانستان د وګړو لپاره سخته زیان اړوونکې ده".

هغه ویلي چې ملګري ملتونه د دغې ستونزې د حل لپاره هره لاره کاروي.

"موږ مخامخ هر هغه څه کوو چې کولی یې شو او نړیواله ټولنه هڅوو چې طالبان په دې پوه کړو چې د افغانستان لپاره دا حیاتي ګټه ده چې ښځو او نجونو ته بشري چارو کې د کار اجازه ورکړل شي". هغه وویل دې سره به " بشري مرستې په اغېزناکه توګه په هېواد کې ښځو او نجونو ته ورسیږي. اوسنی وضعیت د زغملو وړ نه دی".

ښاغلي ګوتېرېش دغه محدودیتونه د ناورین د یوه بل پړاو ته د رسېدو په معنا بللي.

له دې وړاندې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (یو این ایچ سي ار) د ښځینه کارکوونکو د کار له بندېدو وروسته د راستنو شویو کډوالو لپاره د نغدي مرستو د ورکړې پروګرامونه درولي.

.

د عکس سرچینه، Getty Images

اوچا: افغانستان کې يې بودجه د تېر کال پرتله څلوېښت سلنه کمه شوې

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې افغانستان د نړیوالو مرستو کمېدو سخت زیانمن کړی او د تېر کال په پرتله يې د دې هېواد بودیجه ۴۰ سلنه کمه شوې چې له امله یې بشري پروګرامونه د اړتیاوو له ۱۲ سلنې څخه هم لږ پوره کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکي، ټام فلیچر، د افغانستان له سفر وروسته خبرداری ورکړی چې پر ښځینه کارکوونکو دوامداره فشارونه هم کولی شي چې د مرستو عملیات لا سخت زیانمن کړي.

د خوړو نړیوال سازمان: په افغانستان کې د خوارځواکۍ کچه بې سارې ده

هاخوا د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) خبرداری ورکړی چې جګړو، اقلیمي ناورینونو، او په نړیوالو مرستو کې سخت کمښت زیانمنېدونکي خلک، د خوراکي توکو له سخت کمي سره مخ کړي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام اجراییوي مرستیال او عملیاتي رییس، کارل سکا، رسنیو ته ویلي، په تېرو پنځو کلونو کې اړتیاوې درې برابره ډېرې شوې خو سږ کال له اړتیاوو ډېرېدو سره سره يې ۴۰ سلنه بودیجه هم کمه شوې ده.

ښاغلي سکا زیاته کړې چې په افغانستان کې ېې دوه کاله وړاندې یې لس مېلیونه وګړو ته مرستې ورکولې خو اوس دا شمېر یونیم مېلیون ته راټیټ شوی او په هغو سیمو کې د خوړو ځای پر ځای کولو ته هم سرچینې نه لري چې په ژمي کې به ورته لاسرسی نه وي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان مرستیاله رانیا داګاش هم په کابل کې د بیا راستنېدونکو او نورو اړمنو ته د مرستو د وېش یوه مرکز ته ورغلې او په ځانګړي ډول یې ډېرېدونکې خوارځواکي جدي اندېښنه بللې.

"په افغانستان کې نږدې پنځه مېلیونه میندې او ماشومان له خوارځواکۍ کړېږي چې پخوا هېڅ وخت دا شمېر دومره لوړ نه و. دا ځکه چې زموږ د خوړو د مرستې پروګرامونه درېدلي او په دغه هېواد کې وچکالي ده او دغه راز له دوو مېلیونو ډېر کډوال بیا راستنېږي او سیستم ځواب نشي ویلی".

افغانستان په وروستیو کلونو کې څو پرله پسې طبیعي او بشري ناورینونو ځپلی. د مرستو کمېدو او د ټولنیزو او اقتصادي محدودیتونو زیاتېدو د میلیونونو وګړو ستونزې نورې هم ژورې کړې.

کارپوهان خبرداری ورکوي چې د نړیوال ملاتړ کمېدل، د مرستو رسولو پر وړاندې خنډونه او د طالبانو د حکومت محدودوونکې پالیسۍ د دغه هېواد بشري ناورین لا ژورولی شي چې اوږدمهالې پایلې به ولري.