ملګري ملتونه: پر ښځينه کارکوونکو د طالبانو د بندیز له کبله مو له راستنېدونکو سره د مرستې مرکزونه تړلي

د عکس سرچینه، UN Women Afghanistan
ملګري ملتونه وايي چې پر ښځينه کارکوونکو یې د طالبانو حکومت له لوري د بندیز له امله له راستنېدونکو افغانانو سره د مرستې مرکزونه په "لنډمهاله توګه" تړلي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې یواېناېچسيار ویلي چې په دغو مرکزونو کې به یې افغانستان ته راستنېدونکو کډوالو ته نغدي مرستې ورکولې او ځينې نورې بېړنۍ اړتیاوې ورته برابرولې.
خو د جمعې په ورځ (سپتمبر ۱۲/ وږی ۲۱) یې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له تېرو څو ورځو راهیسې د طالبانو حکومت چارواکي هلته کارکوونکو ښځو ته اجازه نه ورکوي چې دفترونو ته ورشي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما هم تایید کړې چې د طالبانو حکومتي چارواکو په کابل او ولایتونو کې د ملګرو ملتونو دفترونو ته د افغان ښځینه کارکوونکو پر ورتګ بندیز لګولی دی.
یوناما له طالبانو غوښتي چې هغه محدودیتونه لرې کړي چې د افغان ښځو د کار مخه نیسي او خبرداری یې ورکړی چې دا ګام د ژوند ژغورونکو بشري مرستو او نورو بنسټیزو خدمتونو لپاره جدي ګواښ رامنځته کوي.
د طالبانو په حکومت کې هم یوې سرچینې بيبيسي ته منلې چې هغه فرمان بشپړ "د پلې کېدو په حال کې دی" چې د ملګرو ملتونو د دفترونو په ګډون په مرسته رسوونکو بنسټونو کې افغان ښځینه کارکوونکو ته د کار اجازه نه ورکوي.
"له ښځينه کارکوونکو پرته ښځو ته خدمات رسول ممکن نه دي"

د عکس سرچینه، Getty Images
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې په خپله اعلامیه کې ویلي چې د طالب چارواکو دا کار د یواېناېچسيار په ګډون د ملګرو ملتونو ټول دفترونه او ورته ادارې له ستونزو سره مخ کوي ځکه چې په خبره یې، "تر ښځينه کارکوونکو پرته ښځو ته خدمات وړاندې کول ناممکن دي."
دې ادارې په افغانستان کې د طالبانو له حکومته غوښتي چې "سملاسي" دې دا محدودیتونه لرې کړي او "یو بېړنی حل دې ورته ولټوي."
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې ویلي چې د روان میلادي کال له پیل راهیسې نږدې ۲.۶ میلیونه افغانان کډوال له ګاونډيو هېوادونو بېرته خپل وطن ته ستانه کړل شوي دي او په دوی کې تر یونیم میلیون یعني تر (۵۵۴) زره ډېر هغه افغانان هم شامل دي چې د ۲۰۲۵ میلادي کال له اپرېل میاشتې راهیسې پاکستان "د کډوالو د بېرته ستنولو د ناقانونه پلان" په ترڅ کې افغانستان ته په زور ستانه کړي دي.
د ادارې د معلوماتو له مخې، یوازې د سپتمبر میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې نږدې ۱۰۰ زره افغان کډوال له پاکستانه خپل وطن افغانستان ته اوښتي دي.
یواېناېچسيار ویلي، دوی په داسې حال کې دغه هېواد ته ستنېږي چې له فقر او وچکالۍ سره مخ دی او بشري مرستو ته اړتیا پکې وار دمخه ډېره ده.
اوتونبایوا دا د "نه منلو کار" بللی

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبايوا په کابل کې د بهرنیو دیپلوماتانو په یوه ناسته کې د طالبانو حکومت له بهرنیو چارو وزیره په دې برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه او دا کار یې "د نه منلو وړ" وباله.
اغلې اوتونبایوا زیاته کړې، "زه غواړم ډاډ ترلاسه کړم چې ټولو مېرمنو ته اجازه ورکړل شي چې هغو خلکو ته مرستې ورسوي چې اوس ورته اړتیا لري. موږ ته اصلا دا د منلو نه ده چې په دې ډول سختو شرایطو کې له څو ورځو راهیسې ښځو ته اجازه نه ورکول کېږي چې د یوناما دفترونو ته لاړې شي. زموږ ښځینه افغان کارکوونکې د یوناما دفترونو ته نه پرېښودل کېږي چې د ژغورنې همدې هڅو لپاره کار وکړي."
د ملګرو ملتونو دې استازې همداراز ویلي، "زه فکر کوم دا د منلو نه ده. دا زموږ لپاره ستونزه ده. موږ د مرستو د جذب لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کوو. موږ په دې برخه کې ستاسې شخصي ښکېلتیا او همکاري غواړو چې زموږ کار شونی شي."
نږدې دوه کاله وروسته له هغه چې د طالبانو حکومت د افغان ښځینه کارکوونکو پر کار کولو د بندیز فرمان صادر کړ، اوس د طالبانو غړي د ملګرو ملتونو ادارې (یواېناوسياې) ته رسېدلي او په عملي توګه یې د ښځینه کارکوونکو د ننوتو مخه نیولې ده.
د همدغې اوونۍ په پیل کې یو شمېر سرچینو بيبيسي ته ویلي وو چې د طالبانو ځانګړي ځواکونه پرله پسې دوه ورځې د یوناما دروازې ته ورغلي وو چې ډاډ ترلاسه کړي ښځینه کارکوونکي دې ادارې ته نه ننوځي.
د ښځو پر کار بندیز دوه کاله مخکې اعلان شوی و چې د روغتیا او زدکړو سکتورونه ترې مستثنا ګڼل شوي وو خو سره له دې هم د ملګرو ملتونو ادارو او نورو بهرنيو بنسټونو لا هم ښځینه کارکوونکې درلودې چې هغوی به له نارینهوو جلا په بېل ځای کې کار کاوه.
اغلې اتونبایوا د کونړ ولایت د زلزله ځپلو د ژغورنې د عملیاتو پر مهال هم د ښځینه مرستندویانو د نشتوالي ستونزې ته اشاره کړې وه او ویلي یې وو چې په داسې سختو حالاتو کې باید د انسانانو د ژغورنې فکر وشي.
هغې زیاته کړې وه چې د دې ټولو حالاتو راپور به د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کوي.
متقي: بشري مرستې "مه سیاسي کوئ"

د عکس سرچینه، Getty Images
بله خوا بیا د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، په یوه غونډه کې له ټولو هغو هېوادونو او مرستندویه ادارو مننه وکړه چې د ژغورنې په عملیاتو کې یې مرسته کړې وه.
هغه وویل چې په راتلونکي پړاو کې به د زلزلهځپلو لپاره لنډمهاله او اوږدمهاله پروګرامونه عملي کوي.
که څه هم ښاغلي متقي د یوناما د مشرې د اندېښنو په اړه هېڅ څرګندونه ونه کړه خو د کوم بنسټ یا هېواد د نوم له یادولو پرته یې وویل چې مرسته کوونکي هېوادونه باید خپلې بشري مرستې "سیاسي نه کړي."
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما مرکزي دفتر په کابل کې دی او دا ماموریت په ټول افغانستان کې ساحوي حضور لري، سربېره پر دې یې پاکستان او ایران کې هم د همغږۍ دفترونه پرانیستي دي.
ملګري ملتونه له ۱۹۴۶ کال راهیسې افغانستان کې فعالیت لري او دمګړی یوناما په بامیان، فیضاباد، ګردېز، هرات، مزارشریف، کابل، کندهار، کندز، میمنه، پلخمري، او جلالاباد ښارونو کې دفترونه لري.
سربېره پر دې، د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، یوناما د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر میاشت کې په الماتا، قزاقستان کې یو لنډمهالی دفتر هم پرانیست چې په مرسته یې نړیوالو بشري همکاریو ته دوام ورکړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو هېوادنۍ ډله (یواېنسيټي) له ۲۰ ادارو، صندوقونو او پروګرامونو جوړه ده چې په افغانستان کې ګڼ شمېر دفترونه لري چې د بشري حقونو، خوړو، کرنې، بشري مرستو، کډوالۍ او د روغتیا په ګدون په ګڼ شمېر برخو کې فعالیت کوي.











