ملګري ملتونه وايي طالبانو افغان ښځې له خپلو حقونو او وقاره محرومې کړې دي

ښځې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ملګري‌ ملتونه وايي چې د ۲۰۲۱ په اګست کې واک ته له رسېدو راهیسې طالبانو د ښځو او نجونو د ژوند محدودولو په اړه نږدې سل فرمانونه نافذ او پلي کړي دي خو په تېرو څلورو کلونو کې یې یو هم بېرته نه دی لغو شوی.
    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي‌بي‌سي پښتو

ملګري‌ ملتونه وايي چې طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو راهیسې په شاوخوا څلورو کلونو کې ښځې او نجونې له "خپلو حقونو او وقاره محرومې کړې دي" او دا وضعیت "د نورمالېدو (عادي کېدو) له خطر" سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو د جنسيتي برابري یا د ښځو برخې (یو‌اېن‌وېمېن) ویلي چې، "طالبان د خپل لیدلوري له مخې د داسې یوې ټولنې رامنځ‌ته کولو ته تر بل هر وخت ډېر نږدې شوي چې ښځې پکې په بشپړ دول له عامه ژونده حذف شوې وي."

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې دا څرګندونې په خپل تازه رپوټ کې کړې دي چې پرون دوشنبه (اګست ۱۱ / زمری ۲۰) خپور شوی.

ملګرو ملتونو همدا راز په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره اوسنی وضعیت په نړۍ کې د ښځو د حقونو په برخه کې "تر ټولو سخت بحران" بللی دی او خبرداری یې ورکړی چې که "د نه منلو وړ" دغه حالت په اړه بېړنی اقدام ونه شي نو ښځې به په بشپړ‌ ډول له ټولنې څنډې ته کړل شي.

سل فرمانونه او "خطرناک مثال"

د ملګرو ملتونو په دغه تازه رپوټ کې همدا راز راغلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵ پر کابل له بیا واکمنېدو راهیسې پر ښځو د طالبانو حکومت له لوري لګول شوي محدودیتونه لنډمهاله نه دي پاتې شوي.

دغه سازمان ویلي چې له هماغه راهیسې د طالبانو حکومت په ټولنه کې د ښځو او نجونو د ژوند محدودولو په اړه نږدې سل فرمانونه نافذ او پلي کړي دي خو په څلورو کلونو کې یې یو هم بېرته نه دی لغو شوی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې استازې سوسن فرګوسن وايي چې په دې برخه کې "نه پرمختګ" ته باید د افغانستان له محدودې او شرايطو هاخوا په لوی تصویر کې وکتل شي او په افغانستان کې د ښځو پر حالت غلي پاتې کېدو سره نړۍ ته "خطرناک" مثال جوړ نه کړل شي.

اغلې فرګوسن زیاتوي، "که موږ د دې اجازه ورکړو چې افغان ښځې او نجونې همداسې غلې وساتل شي نو له دې سره دا پیغام رسېږي چې ګواکې په هر ځای کې د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کېدای شي. دا ډېر خطرناک مثال دی."

"تر ۲۰۲۶ به د مور مړینې کچه ۵۰ سلنه زیاته شي"

ډاکټره

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ۲۰۲۵ کال د جولای ۵ عکس: د ملګرو ملتونو لپاره کارکوونکې یوه ډاکټره د هرات په یوه روغتیايي مرکز کې له ایرانه د راستنې شوې یوې افغان کډوالې فشار ګوري. له بهرنیو هېوادونو راستنېدونکې کورنۍ هم د خپلو اولادونو په ځانګړي ډول د نجونو زدکړو او کار ته اندېښمنې دي.

په رپوټ کې د افغان نجونو او ښځو پر زدکړو، کار او د عام ژوند په برخه کې محدودیتونه هم یاد شوي چې د دوی ژوند یې له ټولنیز، اقتصادي، رواني او روغتیايي پلوه اغېزمن کړی دی.

د ملګرو ملتونو په دغه رپوټ کې همدا شان راغلي چې ښځې اوس ځان ډېر "زیانمنېدونکی" احساسوي، په ټولنیزو او سیاسي چارو کې د پرېکړې او نظر حق نه ورکول کېږي او ان روغتیايي اسانتیاو ته په لاس‌رسي کې هم له محدودیتونو او خنډونو سره مخ دي.

دغه سازمان وايي چې دا هر څه "ویجاړوونکې پایلې لري" ځکه چې په وینا یې، له دې کبله "ښځې لنډ ژوند کوي او لږه موده روغې رمټې پاتې کېږي."

د یوه مثال په توګه یې ویلي چې که ښځې لوړو زدکړو ته پرېنښودل شي، نو دوی به هېڅکله ډاکټرانې نه شي او بیا چې له نارینه ډاکټره د درملل کېدو اجازه ونه لري لکه اوس چې په ځينو سیمو کې همداسې کېږي،‌ نو دوی د ښه ژوند تمه نه شي کولی."

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (یو‌اېن‌وېمېن) اندېښنه څرګنده کړې چې که وضعیت همداسې روان وي نو د دوی د اټکل له مخې، تر ۲۰۲۶ کاله به په افغانستان کې د ښځو لپاره د روغتیايي پاملرنې د تر لاسه کولو پر وړاندې د "خنډونو" له امله د مور مړینې کچه "۵۰ سلنه" زیاته شي.

دغه سازمان ویلي چې د طالبانو حکومت د محدودیتونو له کبله اوس مهال تر ۷۸ سلنه ډېرې افغان ښځې له زدکړو، کار او روزنیزو چارو بې برخې دي چې له کبله یې د دغه هېواد نږدې نیمايي کاري ځواک د افغانستان د اقتصاد په غوړاوي کې د پام وړ برخه نه لري.

یو‌اېن‌وېمېن ویلي چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د ماشومانو ودونه په عامېدو دي او ښځې په "زیاتېدونکي توګه په خپلو کورونو کې دننه او بهر له تاوتریخوالي سره مخ کېږي."

دغه سازمان ادعا کړې چې په ځينو مواردو کې په خپله طالب چارواکي په جبري ودونو او یا په زور د یو چا په ودولو کې ښکېل وو.

د طالبانو حکومت د دغه رپوټ په اړه څه وايي؟

زدکړه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په ۲۰۲۱ کې د طالبانو تر واکمنېدو مخکې شاوخوا شلو کلونو کې په افغانستان کې زرګونه نجونې او ښځې په بېلابېلو برخو کې پر لوړو زدکړو بوختې وې. خو د طالبانو حکومت تر اووم ټولګي پورته د دوی پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه تړلي دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو دغه رپوټ ردوي او "بې بنسټه" یې بولي.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي چې حکومت یې له ښځو سره "هېڅ راز زور زیاتي ته اجازه نه ورکوي او د هغوی "حقونه یې خوندي کړي دي."

ښاغلي فطرت بي‌بي‌سي پښتو ته د ملګرو ملتونو د دغه رپوټ په اړه وویل،"دغه ډول ادعاوې ناسمې دي چې ګواکې په افغانستان کې ښځې او نجونې له تاوتریخوالي، جبري او یا وختي نکاح سره مخ دي. بلکې اسلامي امارت له ښځو سره د هر ډول زور زیاتي، د هغوی د جبري نکاح، د کم عمره نجونو د ودولو او یا په بدو کې د ورکولو مخه نیولې ده."

ښاغلي فطرت که څه هم د زدکړو او کار له حقه د نجونو او ښځو د منع کولو په اړه خبره ونه کړه، خو زیاته یې کړه چې، "ښځو ته په میراث کې حق ورکول کېږي، غږ یې اورېدل کېږي، په محاکمو کې د نارینه او ښځينه دواړو قضیو ته رسېدنه کېږي. په ځانګړي ډول د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د شکایتونو اورېدلو څانګې د زرګونو ښځو د شکایتونو پر اساس د هغوی حقوق ورته اخیستي دي."

ملګري ملتونه داسې مهال دا تازه رپوت خپروي چې وړمه ورځ (یکشنبه اګست ۱۰/زمری ۱۹) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما هم د بشري وضعیت په اړه رپوټ خپور کړ.

په هغه رپوټ کې هم په افغانستان کې پر ښځو او نجونو لګول شویو محدودیتونو او ورسره د روان وضعیت په اړه معلومات او اندېښنې شریکې شوې وې.

یوناما په هغه رپوټ کې ویلي وو چې ښځينه کارکوونکې یې د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

خو د طالبانو حکومت یې معلومات "ناسم" وبلل او د کورنیو چارو وزارت یې وویل چې دغه "وزارت د دې لپاره یوه خپلواکه څانګه لري او موږ یې د ساتنې او امنیت لپاره یو ستراتیژیک پلان لرو نو په هېڅ سیمه کې د دوی لپاره هېڅ ګواښ نه شته او نه څوک دوی ته ګواښ پېښولی شي."