افغانستان لپاره بشري مرستې: د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ کې ډېرو هېوادونو د ملاتړ رایه ورکړې

.

د عکس سرچینه، UN

د ملګرو ملتونوعمومي اسمبلۍ په افغانستان کې د بشري ناورین د ژورېدا مخنیوي لپاره د یوه پراخ نړیوال ملاتړ غږ وکړ چې هلته د حالت د لا ناوړه کېدو مخه ونیول شي.

په دې تړاو پرېکړه‌ لیک چې د دوشنبې پر ورځ خپور شو، د ۱۱۶ موافقو رایو له مخې تصویب شوی؛ یوازې متحده ایالات او اسرائیلو یې مخالفت وکړ او ۱۲ هېوادونو له رایې ورکولو ډډه وکړه.

د ملګرو ملتونو له لوري د بشري حالت د لا ناوړه کېدو په تړاو اندېښنې داسې مهال رامخې ته کېږي چې، تېره یوه میاشت کې له ایران او پاکستانه سلګونه زره افغانان له کډوالۍ هېواد ته ستانه شوي، او ورسره د بېړنیو بشري مرستو غوښتنه شوې ده.

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوالې ادارې د جولای پر ۸مه یوه تازه رپوټ کې اندېښنه څرګنده کړې ده چې، د راستنو شویو لوی شمېر ښځې او ماشومان روغتیايي اسانیو ته اړتیا لري او دا چې شته روغتیايي اډانه د ټولو د لاس نیوي وس نه لری.

دغه رپوټ کې ویل شوي، ۸۳۶۰۰۰ کسان د تېرې اپرېل میاشتې راهیسې له ایران او پاکستانه هېواد ته ستانه شوي دي.

د ښځو پر وړاندې سیستماتیک ظلم

په پرېکړه‌لیک کې دا یادونه هم شوې: "عمومي اسمبلي د طالبانو له لوري په افغانستان کې د ټولو ښځو او نجونو پر وړاندې د پراخ، جدي، مخ پر خرابېدو او سیستماتیک ظلم په اړه خپله ژوره اندېښنه ښيي."

په پرېکړه‌لیک کې ویل شوي طالبانو، چې "یو سخت‌دریځه اسلامي وسله‌واله ډله" ده او په ۲۰۲۱ کال کې بیا واک ته رسېدلې ده، یو داسې سیستم رامنځته کړی چې د ښځو او نجونو د تبعیض، بې‌ساري جلاوالي، د انساني وقار د بې‌احترامۍ او ټولنیز محرومیت بنسټ پرې اېښودل شوی دی."

د امریکا متحده ایالاتو دغه پرېکړه‌لیک رد کړ او له طالبانو سره د تعامل مخالفت یې وکړ.

د امریکا استازي جاناتن شریر وویل: "نژدې څلور کاله وروسته هم موږ له هماغو طالب چارواکو سره د وضعیت د ښه والي په اړه خبرې کوو، بې له دې چې له هغوی د څه پایله تمه ولرو."

هغه وویل: "متحده ایالات به نور د دوی دا وحشیانه چلن ونه زغمي."

له واک ته رسېدو راهیسې، طالبانو - چې لومړی ځل له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ پورې هم واکمن وو - د ښځو پر زد‌کړه، کار کولو او د عامه ژوند ډېرو برخو کې پر ګډون یې د بندیز فرمانونه خپاره کړي دي.

د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو له طالبانو وغوښتل چې "خپلې شخړې پاروونکې تګلارې ژر بېرته واخلي" - په ځانګړي ډول هغه قوانین چې د ښځو او نجونو پر بشري حقونو او د ټولو افغانانو پر اساسي شخصي ازادیو نور هم نه زغمل کېدونکي محدودیتونه لګوي.

دا پرېکړه‌لیک د ۲۰۲۳ کال په دوحه کې د ملګرو ملتونو له خوا د پیل شویو خبرو هرکلی کوي، چې موخه یې له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د دریځ همغږي ده او له د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوترېش غواړي چې ددې بهیر د اسانه کولو لپاره یو همغږی کوونکی وټاکي.

د هېوادونو دریځونه

امریکا چې له اسرائیلو سره یو ځای یې دغه پرېکړه‌لیک ته منفي رایه ورکړه، د بشري مرستو د ډېرولو له لارې یې له طالبانو سره د تعامل مخالفت وکړ.

په ملګرو ملتونو کې د جرمني استازې د دغه پرېکړه‌لیک د اورولو پر مهال د ملګرو ملتونو په مشرۍ د دوحې بهیر کې د خپل هېواد پر فعالې ونډې ټینګار وکړ او ویې ویل چې برلین له طالب چارواکو سره د کډوالو د ورستنولو په ګډون د عملي همکاریو د نورو ډولونو لپاره چمتو دی. خو هغې ټینګار وکړ چې د ښځو او نجونو په تړاو د طالبانو کړنې د "د دوی د حقونو نږدې بشپړه له منځه وړنه ده.

د اروپایي ټولنې استازي چې د څارونکي په توګه ېې خبرې کولې، د افغانستان لپاره د یو باثباته راتلونکي په لور د کار کولو لپاره د یو منظم څو اړخیز چلند غوښتنه وکړه.

د جاپان استازي بیا هیله وښوده چې دا پرېکړه لیک "به افغان ولس ته د ملاتړ یو پیاوړی پیغام واستوي"، او ویې ویل چې موخه یې داسې افغانستان دی چې له خپل ځان او ګاونډیانو سره په سوله کې وي، په بشپړه توګه په نړیواله ټولنه کې مدغم وي او خپل نړیوال مکلفیتونه پوره کړي. هغه پر طالبانو غږ وکړ چې خپل ځپونکې تګلارې ژر تر ژره بیرته واخلي، او ټینګار یې وکړ: "دا یوازې د بشري حقونو بحث نه دی بلکه دا د افغانستان د سوکالۍ ظرفیت هم سخت زیانمنوي."

د افغانستان د نږدې ګاونډي ازبکستان استازي بیا وویل چې د افغانستان انزوا باید نوره ونه غځېږي ځکه چې د ملیونونو خلکو برخلیک په خطر کې دی. هغه له کابل سره پر پرانیستو او عملي خبرو ټینګار وکړ او پر طالب چارواکو یې غږ وکړ چې د بشري حقونو، زده‌کړو ته لاسرسي او د نړیوالو سازمانونو د خوندیتوب درناوی وکړي.

د قطر استازي بیا د دوحې بهیر د غښتلي کولو غوښتنه وکړه.

د الجزایر استازي وویل چې افغانان باید د نړیوالو د ډله ییز اقدام په مرکزيت کې وي او خبرداری یې ورکړ چې که خلکو ته د ژوند بدیلې لارې چارې پیدا نه شي ښايي هلته ترهګر سازمانونه افراد استخدام کړي.

د پاکستان استازي بیا په دغه پرېکړه‌لیک ځکه نیوکه وکړه چې هغه څه په کې نشته چې د ده په اند په افغانستان کې د واقعیتونو منعکسولو ته مهم وو. هغه له افغانستان سره د نړیوالي ټولنې پر منظم تعامل ټینګار وکړ او غوښتنه یې وکړه چې د افغانستان خاوره دې د ترهګرۍ لپاره نه کارول کېږي.

روسیه هم په هغو هېوادو کې وه، چې پرېکړه لیک ته یې له رایې ورکولو ډډه وکړه.

د روسیې استازې دا پرېکړه‌لیک د مسؤلیتونو منافقانه بدلون وباله او ویې ویل چې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو خوشي کول پکې له پامه غورځول شوي چې په افغانستان کې د بسټونو د جوړولو لپاره ورته اړتیا ده.

د هند استازي بیا پر دې نیوکه وکړه چې د افغانستان د ډېرېدونکي بشري کړکېچ د حل لپاره نوې پالیسې نه ده معرفي شوې او له رایې ورکولو یې ډډه وکړه.

د ایران استازي هم د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د حل د بهیر غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د پرېکړه لیک متن په قصدي ډول د دې تصدیق څخه ډډه کوي چې له طالب چارواکو سره عملي او واقع بینانه تعامل د اوسنیو ننګونو د حل یوازینۍ ممکنه وسیله ده.

چین هم د ایران او روسیې په څېر رایه ور نه کړه او استازي یې بیا پر بسپنه ورکوونکو غږ وکړ چې بشري مرستې ډېرې کړي او له سیاسي کولو یې ډډه وکړي. هغه هم د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ پر آزادولو ټینګار وکړ چې خپل مالي سیستم پرې ورغوي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د بشري حالت د ښه کولو لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ملاتړ هرکلی کړی. د دغه وزارت یوه ویاند ضیا احمد تکل وايي " پرېکړه لیک کې افغانستان کې د امنیت د ټینګښت، مخدره موادو سره مبارزه کې د اسلامي امارت ستاینه او د بشري او اساسي اړتیاو په برخه کې د مرستې او د افغانستان د اقتصادي ودې پر وړاندې د پرتو خنډونو د لرې کولو او هېوادونه افغانستان سره له خپلمنځي سیالۍ پرته مثبت تعامل ته رابلل مثبت ارزوي."

ښاغلي تکل، د طالبانو پر حکومت نیوکې د " ځينو هېوادونو فشار او فرمایش" وباله، خو ویې نه ویل چې کوم هېوادونه دغه فشار راوړي او دا چې د ښځو د کار او زدکړو په تړاو دغو اندېښنو ته د دوی د حکومت ځواب څه دی.

women

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو له طالبانو وغوښتل چې "خپلې شخړې پاروونکې پالیسۍ او کړنې ژر بېرته واخلي" - په ځانګړي ډول هغه قوانین چې د ښځو او نجونو پر بشري حقونو او د ټولو افغانانو پر اساسي شخصي ازادیو نور هم نه زغمل کېدونکي محدودیتونه لګوي.

طالبان له هغه وروسته بیا واک ته ورسېدل چې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د لومړۍ دورې پر مهال یې له امریکا سره د سولې هوکړه وکړه او د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته یې د افغانستان جمهوري نظام وپرځېده.

د طالبانو له څلور کلنې واکمنۍ وروسته تر اوسه یوازې روسیې تېره اونۍ په رسمي توګه لومړنی هېواد شو چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت وپېژانده.