د کابل دېوالونه: د ښځو لپاره د طالبانو حکومت د پیغامونو هېنداره

زینب
د عکس تشریح، زینب د کابل ښار اوسیدونکې ده
    • Author, محجوبه نوروزي
    • دنده, بي‌بي‌سي

د افغانستان د پلازمینې کابل ښار دېوالونو چې یو وخت یې د عدالت او مدني ازادۍ بېلا بېل شعارونو ته ځای ورکړی وو، اوس یې نوې ژبه موندلې ــ دا تر ډېره هغه لارښوونې دي چې په خپلې محتوا د ښځو د ژوند پولې ترسیموي.

په افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د میلیونونو ښځو ژوند له سره داسې لیکل شوی، چې "د سختو او اجباري قوانینو نقل" کوي.

په ۲۰۲۱ کال کې د پخواني جمهوري نظام له نسکورېدو وروسته، د ښځو د چارو وزارت لغوه شو او ځای یې د امر بالمعرف او نهې عن المنکر وزارت ونیوو. دغه وزارت په تېرو نژدې څلورو کلونو کې په خپلو قوانینو د ښار بڼه بدله کړې، داسې چې اوس یې دیوالونه د طالبانو د سختو تګلارو د پلي کولو په تبلیغاتي وسیلې بدل شوي دي.

اوس د کابل دیوالونه له داسې سختو دیني شعارونو ډک شوي چې تر ډېره د ښځو لپاره ځانګړي‌ شوي دي‌ او د حجاب، چلند او ان له عطرو د استفادې لارښوونې پرې لیکل شوي.

ښځې څه وايي؟

ډېر یې د حجاب اړوند دي
د عکس تشریح، کابل کې پر کانکریټي دیوالونو د ښځو لپاره د طالبانو حکومت لیکل شوي پېغامونه

د ۱۷ کلنې زینب لپاره چې هیڅکله له کوره د باندې بې حجابه نه وځي، داسې پیغامونه ورته د دیني لارښوونو پر ځای د "فشار او سپکاوي" سبب ښکاري.

زینب چې اوږد حجاب یې اغوستی، سر یې پټ، ماسک یې تړلی او تورې عینکې یې په سترګو وې، د ښار پر دیوالونو د لیکل شویو پیغامونو په اړه راته وویل "داسې دیوالونه هر ځای دي، د ښار په هره څنډه او هره برخه کې شته."

پر یوه دیوال لیکل شوي پېغام ته په اشارې چې بې حجابي یې "د خدای او د هغه له پېغمبره" نافرماني بللې وه، وویل "دا سمه ده چې بې حجابي د خدای له فرمانونو سرغړونه ده.‌ خو په افغانستان کې هره ښځه پر دې پوهېږي او له حجاب او ټکري پرته بهر نه وځي."

نوموړې زیاتو "د زورحجاب په اصل کې حجاب نه دی. اسلام د ځورولو دین نه دی، حجاب باید د زور له لارې نه وي، بلکې د هر چا په خوښه وي، هر څوک باید خپله پرېکړه وکړي چې څنګه حجاب غواړي واغوندي."

د طالبانو حکومت دلایل څه دي؟

دغو پيغامونو ته ځای ، رنګ، د لیکې انداز او دیوالونه په ډېر مهارت غوره شوي
د عکس تشریح، دغو پیغامونو ته ځای، رنګ، د لیک اندازه او دیوالونه په ډېر مهارت غوره شوي دي.

د طالبانو حکومت پر دیوالونو لیکنې او شعارونه دین او اسلامي اخلاقو ته د بلنې لار بولي. د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر بي‌بي‌سي ته وویل "پر دیوالونو د اخلاقي پیغامونو لیکل دیندارۍ ته د خلکو د بلنې یوه لار ده، دا پېغامونه دوی پرهېزګارۍ، ښو اخلاقو او د حجاب مراعتونو ته رابولي."

خو د بشري حقونو بنسټونه دا کړنلاره او فرمانونه د ټولنې د ځپلو یوه وسیله بولي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ ویانده راوینا شامداساني په دې باور ده چې دا قوانین "ښځې پر بې څېرې او بې غږه انسانانو بدلوي او دا وضعیت د منلو وړ نه دی."

د طالبانو د حکومت امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت
د عکس تشریح، دا پیغامونه د طالبانوحکومت امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت لیکلي دي.

د طالبانو د حکومت امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت تېر میلادي کال ۳۵ ماده ییز داسې قانون جوړ کړ چې پر ښځو لا ډېر محدودیتونه وضع کوي.

په دغې قانون کې اجباري حجاب، په عام محضر کې د ښځو د غږ محرمیت، د کالیو اغوستلو محدودیت، له نامحرمو څخه بېلوالی، له نامسلمانانو سره د تعامل نه کولو او د تګ راتګ پر مهال د محرم موجودیت په ګډون ګڼ نور محدودیتونه یاد شوي دي.

دا بندیزونه په نړیواله کچه له پراخو غبرګونونو سره مخامخ او محکوم شوي دي. ملګرو ملتونو بیا دا محدودیتونه له ټولنې د افغان ښځو د لېرې کولو په مانا بللې دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي رپورټر ریچارډ بېنېټ بي‌بي‌سي ته وویل "که د چا د طالبانو تېره واکمني یاد وي، دا نوي قوانین به په حیرانونکي ډول همغه شان ورته ښکاره شي."

د کابل دیوالونه
د عکس تشریح، په ډېرو دیوالونو ښځو ته پیغامونه لیکل شوي

د حکومت لومړیتوب باید څه وي؟ حجاب که د ژوند امکانات

په افغانستان کې خلک له بې وزلۍ او لوږې سر ټکوي، په ځانګړي ډول ښځې د روغتیايي خدمتونو له کمښت او بې کارۍ سره مخامخ دي.

شکرانه رحیمي چې یوه وخت محصله وه، بهر ته د تللو لپاره له هراته کابل ته د ویزې لپاره راغلې. هغې ته هم د نورو میلیونونو نجونو او ښځو په څېر افغانستان کې د زدکړو موکه نشته. له نوموړې سره مې د امر بالمعروف وزارت ته څېرمه خبرې وکړې.

له هغې مې پوښتل چې پر یو دیوال لیکل شوي دې پېغام ته چې که "هره ښځه چې عطر ووهي او بیا د سړیو تر څنګ تېره شي، چې هغوی یې بوی حس کړي، زناکاره ده!" غبرګون څه دی؟

افغانستان
د عکس تشریح، د هرات یوه اوسیدونکې شکرانه رحیمي

شکرانې چې لا یې دا پېغام نه و لیدلی، په حیرانۍ داسې حال کې چې نه یې غوښتل په ژبه "د زنا کارې" کلمه وکاروي، موږ ته وویل، "ډېره د شرم خبره ده چې داسې ځای ژوند کوو چې د یوې ښځې عطر هغه کافره کولی شي."

نوموړې زیاتوي، په داسې حالاتو کې چې خلک له بې وزلۍ سره مخامخ دي، په پرلپسې ډول د ښځو پر حجاب او د عطر په څير ځینو نورو مسایلو ټينګار د طالبانو حکومت لومړیتوبونه له جدي پوښتنې سره مخ کوي.

هغه وايي "د دې پر ځای چې د ښځو پر حجاب دومره پام وشي، باید د هغو ښځو په اړه فکر وشي چې هیڅ سرپناه نه لري، کونډو او بې سرپرسته ښځو ته دې ژوند، کور او کار برابر کړي. د ښځو د یوه ویښته په اړه د فکر پر ځای دې هغو ښځو ته رسېدنه شوي چې شپه پر واټونو سبا کوي. فکر کوم په اسلام کې به دا ډېر مهم وي."

پر حجاب ډېر ټینګار
د عکس تشریح، ځینې ښځې په دې باور دي چې دا پېغامونه ښايي آن د کورني تاوتریخوالي سبب شي.

پر دیوالونو د طالبانو حکومت له خوا د لیکل شویو پېغامونو په اړه نظرونه بېلا بېل دي. خو یو څه مشترک دي چې پر ښځو تپل شوی فشار دی. هغه قشر، چې له دغه درانه بار سره هم له خپلو لومړنیو حقونو بې برخې دي.