د طالبانو مشر نوی فرمان: ښځه د نکاح په موضوع کې د نارینه په شان خپلواکه ده

فرمان کې راغلي، "پلرونه او خپلوان که د مهر له خوړلو راوګرځول شي، مهرونه خپله را کمېږي."

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، فرمان کې راغلي، "پلرونه او خپلوان که د مهر له خوړلو راوګرځول شي، مهرونه خپله را کمېږي."

په افغانستان کې د طالبانو مشر هبت‌الله اخوند‌زاده د ښځو د شرعي حقونو د ښه ساتلو په تړاو یو نوی حکم (مارچ، ۱۹) صادر کړی دی هبت‌الله اخوند‌زاده په دغه فرمان کې د نورو موضوعاتو تر څنګ د ښځو شرعي حقوقو د ساتنې په موخه سپارښتنې کړې دي او وايي، اړوند چارواکي د ښځو د مهر، میراث، په نکاح کې د رضایت او نورو شرعي چارو په ګډون د دغو حقونو د خوندیتوب دنده لري.

د فرمان په سر کې د ښځو د مهر پر موضوع ټینګار شوی او ویل شوي، مهر، د ښځې حق دی بل هېڅوک حق نه‌ لري چې د هغې له خوښې پرته یې مصرف کړي.

"پلرونه او خپلوان که د مهر له خوړلو راوګرځول شي، مهرونه خپله را کمېږي."

د طالبانو مشر وايي یو شمېر موضوعات "د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي دارالافتاء اړوند د فقهي مجالسو د علماء کرامو، د افغانستان د معتبرو شیوخو، د اقتصادي کمېسیون د غړو او د اړوندو وزارتونو او امارتي ادارو د ګډ ګمارل شوي پلاوي د استازو له لوري تشخیص شوي دي."

د هبت‌الله اخوند‌زاده فرمان ۲۴ مادې لري. د ښځو د حقونو، د نکاح، مهر، په زور ودونو او د ودونو لګښتونو په تړاو دی.

د فرمان په سر کې راغلي، د بالغې نجلۍ ولي نه شي کولی، هغه نجلۍ په زور یا جبر چا ته نکاح کړي. ښځه په اسلام کې د نکاح کولو په موضوع کې د نارينه په څېر خپلواکه ده، په هېڅ صورت د چا مال نه ‌ګرځي او د خپل مېړه له مړينې او يا طلاق وروسته د دې له خوښې او مشورې پرته یې خسرګنۍ او يا هم پلارګنۍ په زور بل چاته په نکاح نه ‌شي ورکولای.

فرمان کې راغلي: "که څوک په کومه نجلۍ یا ښځه ډزې وکړي يا یې پیکی پرې کړي او يا څادر پرې واچوي، په دې او یا په بلې طریقې سره په جبري توګه هغه خپله ښځه وګڼي، دا غیر شرعي عمل او جرم دی."

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، فرمان کې راغلي: "که څوک په کومه نجلۍ یا ښځه ډزې وکړي يا یې پیکی پرې کړي او يا څادر پرې واچوي، په دې او یا په بلې طریقې سره په جبري توګه هغه خپله ښځه وګڼي، دا غیر شرعي عمل او جرم دی."

دغه راز مهر هم د نجلۍ خپل حق دی او څوک یې نه شي ترې اخیستلی خو ویل شوي دا ښه ده چې لږ مهر وټاکل شي.

د افغانستان په ډېرو سیمو کې یوه کونډه د مېړه له مړینې وروسته د خپل مېړه له خپلوانو سره واده کولو ته اړ کېږي، خو فرمان د دا شان کړنو د مخنیوي امر کړی دی:

"که څوک په کومه نجلۍ یا ښځه ډزې وکړي يا یې پیکی پرې کړي او يا څادر پرې واچوي، په دې او یا په بلې طریقې سره په جبري توګه هغه خپله ښځه وګڼي، دا غیر شرعي عمل او جرم دی، داسې اشخاص دي د اسلامي امارت محاکمو ته معرفي کړل شي، ترڅو د خپل جرم په سزا ورسېږي."

دغه راز وايي، د ولور، خوړې (د واده لګښت)، بابېړي (اضافي لګښت)، طویانې (واده ډوډۍ) او خوښۍ په نامه د خسرګنۍ له‌خوا او یا د نورو رواجونو په نوم پیسې اخيستل جائز نه ‌دي او فقها دا بډې یا رشوت ګڼي.

تر کوژدې وروسته دې له شیریني خورۍ ډډه وشي او له زوم او ناوې پرته نورو خلکو ته د تحفو یا جوړو ورکول هم منع بلل شوي دي.

د ناوې له‌ خوا زوم ته پوښ (جوړې) وړل مطلقاً منع دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ناوې له‌ خوا زوم ته پوښ (جوړې) وړل مطلقاً منع دي.

له کوژدې وروسته رواجي او تکراري پوښونه (جوړې) منع دي، په کال کي يو ځل د زوم له‌خوا يوازې ناوې ته له اسراف پرته د وس مطابق د پوښ (جوړې) وړلو اجازه شته. د ناوې له‌ خوا زوم ته پوښ (جوړې) وړل مطلقاً منع دي.

دغه راز په ودونو کې له حکومتي سرچینو د ګټې اخیستل هم منع بلل شوي: "زوم به د واده مراسم په امارتي موټرونو کې نه کوي. د کوژدې، دستمال يا واده د مراسمو پرمهال ډزې (ټکان) کول او له امارتي وسايطو څخه استفاده کول منع دي."

فرمان دا هم وايي، بدل/موخۍ ښه عواقب نه‌ لري، د امکان تر حده دې ډډه ترې وشي.

همدا شان ویل شوي، "د مړينې په مناسبت کې د مړي د کورنۍ له لوري خلکو ته مېلمستيا برابرول مکروه دي ځکه مېلمستيا په خوشحاليو کې وي، نه په غمونو کې، دا ډېر بد بدعت دی."

فرمان وايي: د زيات لګښت له امله د زیاتو خلکو له حج او عمرې څخه د محروميت او يا تأخير سبب ګرځېدلي دي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، فرمان وايي: د زيات لګښت له امله د زیاتو خلکو له حج او عمرې څخه د محروميت او يا تأخير سبب ګرځېدلي دي

د فرمان په یوه برخه کې له حج او عمرې د راستنېدو پر مهال له ځینو غیر اړینو لګښتونو او رواجونو د ډډې په اړه هم ویل شوي دي، "په ځينو سیمو کي له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د مبارکۍ او ستړې مه‌شې په مناسبت درنه مېلمستیا او خيرات برابرول کوم شرعي حيثیت نه ‌لري او له بله پلوه د زيات لګښت له امله د زیاتو خلکو له حج او عمرې څخه د محروميت او يا تأخير سبب ګرځېدلی دی، له همدې امله باید ټول حجاج او معتمرین له یادو مصارفو او زیان اړوونکو رواجونو څخه ډډه وکړي."

د دغه فرمان له مخې په افغانستان کې چارواکي، قومي مخور او دیني عالمان اړ دي چې د دغو حقونو د خوندیتوب لپاره عملي ګامونه پورته کړي خو په دغه فرمان کې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته او په پوهنتونونو کې د نجونو زده کړو په تړاو څه نه دي ویل شوي.

وړاندې تر دې هم ځینې ورته فرمانونه ورکړل شوي دي، چې تر ډېره نه دي پلي شوي، خو وبه کتل شي، چې دا ځل عملي بڼه غوره کوي کنه؟

دا فرمان داسې مهال خپرېږي چې په افغانستان کې ښوونیز کال پرانیستل کېږي او څه باندې درې کلونه کېږي چې تر شپږم ټولګي پورته نجونو او پوهنتونونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګول شوی دی.