د طالبانو مشر فرمان: د دولتي ادارو مسوولین او کارکوونکي مکلف دي، لمونځونه په جماعت ادا کړي

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده یو فرمان صادر کړی، چې د افغانستان د دولتي ادارو کارکوونکي باید خپل لمونځونه له جماعت سره یو ځای ادا کړي. د فرمان په لومړي سر کې ویل شوي، چې له جماعت سره یو ځای لمونځ کول واجب او د جماعت تارک یا پرېښودونکی د شرعي مجازاتو یا تعزیر مستوجب دی. په دې فرمان کې بیا د دې تعزیر د څرنګوالي په هکله څه نه دي ویل شوي. د طالبانو د مشر په فرمان کې ویل شوي، د دولتي ادارو مسوولین او کارکوونکي د شریعت له مخې مکلف دي، چې لمونځونه په ټاکلي وخت له جماعت سره یو ځای ادا کړي.
د یادونې ده، چې په دې مفصل فرمان کې د عامو خلکو د جماعت لمانځه په هکله څه نه دي ویل شوي. بل لور د پلازمېنې کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، د طالبانو حکومت امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت چارواکو د ښار په ځینو برخو کې هټیوالو ته ویلي، چې د ورځې له ۱۲ نیمو تر دوو بجو پورې کاروبارونه وتړي او د جمعې لمانځه ادا کولو لپاره باید جوماتونو ته لاړ شي.
د طالبانو د مشر په فرمانکې دغه راز له جماعت سره د لمانځه ادا کولو سم ډول په جزیاتو بیان شوی دی.
د بېلګې په توګه په فرمان کې یادونه شوې، چې د جماعت لمانځه په ترڅ کې له ملا امام سره یو ځای او له تکبیر تحریمه سره لمونځ پیلول په حرم الشریف کې د زرو اوښانو له قربانۍ هم غوره چاره ده.
طالبانو د نویمو کلونو پر مهال په خپله لومړنۍ واکمنۍ کې خلک اړ ایستل چې د لمانځه پرمهال خپل کاروبارونه پرېږدي او د لمانځه ادا کولو لپاره جوماتونو ته لاړ شي.
خو نژدې درې کاله مخکې دویم ځل واک ته له رسېدو وروسته طالبانو تر اوسه خپله مخکېنۍ تګلاره نه ده تکرار کړې او په دې برخه کې یې نسبتا نرمي اختیار کړې.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د طالبانو د مشر تازه امر چې په سمه توګه د لمانځه ادا کولو توصیې پکې شوې، د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله اېکس پاڼه خپور کړی دی.
د دې فرمان په یوه برخه کې ویل شوي، مقتديان باید له جماعت سره د لمانځه ادا کولو په ترڅ کې د رکوع او سجدې پر مهال له ملا امام مخکې نه شي.
فرمان زیاتوي، د اسلام ستر پیغمبر له سنت سره سم د ملا امام لخوا د تکبیر تحریمه له ویلو وروسته باید لاسونه ځوړند نه کړي او سملاسي یې تر نامه لاندې وتړي.
دغه راز ویل شوي، چې لمونځ باید له اسلامي تعلیماتو سره سم په ډاډه توګه ادا کړل شي او پر کالیو یا بدن لاس و نه وهل شي.











