ملا هبت الله: د خپلو مشرانو عیبونه مه بیانوئ

ملا هبت الله اخوندزاده په خپلو خبرو کې د کورنیو مسئلو تر څنګ د فلسطین پر موضوع هم خبرې کړې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ملا هبت الله اخوندزاده په خپلو خبرو کې د کورنیو مسئلو تر څنګ د فلسطین پر موضوع هم خبرې کړې دي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده له طالبانو غوښتي چې د خپلو مشرانو او په افغانستان کې د دوی د حکومت له عیبونو بیانولو دې ډډه وکړي.

نوموړي نن چارشنبه په کندهار کې د دیني علماوو یوې غونډې ته وینا کې د یو شمېر نورو توصیو تر څنګ خپلو مخاطبینو ته وویل: ''لومړۍ خبره مې دا ده، چې که د امارت کوم حکم راغی، ټول یې تر شا ودرېږئ، د هغه په مقابل کې چې څوک منفي نظر ښکاره کوي، هغه ته اجازه مه ورکوئ، د امارت د فرمانونو او حکمونو مثبت اړخ بیانوئ، منفي یې مه بیانوئ، دښمن له دې بده استفاده کوي.''

ملا هبت الله په دې اوږده وینا کې چې ځینې برخې یې ځايي رسنیو خپرې کړې دي، له خپلو مخاطبانو غواړي چې که په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت اعتراض یا نیوکه هم کوي، باید په عام محضر (منبر) یې و نه کړي. نوموړي زیاته کړه: ''په عام منبر باندې د خپلو مشرانو عیبونه مه بیانوئ، د امارت عیبونه مه بیانوئ.''

نوموړی وايي، که د دوی په کوم مشر کې څوک (عیب) ویني، مخامخ باید ورسره کېني او خبرې ورسره وکړي. هغه دغه راز په خپلو خبرو کې په ظاهره طالبانو ته په وینا کې پر یو موټیوالي د ټینګار تر څنګ وویل:''دنیا د دې شریعت پر ضد د ذهنونو خرابولو کوښښ کوي، د د یموکراسۍ تعریفوي، د دیموکراسۍ تبلیغ ورته کوي، کوښښ وکړئ خلکو ته په شریعت باندې ذهن ورجوړ کړئ.''

د فلسطین موضوع یادونه

بل لور د کابل امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پر خپله اېکس پاڼه د ملا هبت الله اخوندزاده ځینې څرګندونې خپرې کړې، چې په ظاهره په کندهار کې د همدې وینا برخه ښکاري. په دې څرګندونو کې نوموړی د افغانستان د کورنیو مسائلو تر څنګ پر نړیوالو موضوعاتو هم غږېدلی او په غزه کې یې د روانې جګړې یادونه کړې.

خالد ځدراڼ د ملا هبت الله له قوله لیکلي، چې ځینې خلک د بشریت پالنې شعارونه ورکوي، خو په وینا یې ''بل لور دوی په غزه کې د انسانانو وینې څښي.''

ملا هبت الله دغه راز پر مسلمانانو هم نیوکه کوي، چې د ده په وینا ''رښتیا نه شي ویلای او پټه خوله دي.''

ملا هبت الله په دې وینا کې د افغان ښځو د حقونو پر موضوع هم خبرې کړې او د خپل یوه فرمان یادونه یې وکړه، چې پر همدې موضوع یې کړی و.

د یادونې ده د ملا هبت الله اخوندزاده لخوا چې د ښځو حقونو په تړاو د نوموړي کوم مخکیني فرمان ته اشاره شوې، په هغه کې د نکاح، مهر او عدالت په څېر د ښځو د ځينو شرعي او حقوقي مسايلو يادونه شوې، خو د دوی د کار حق او زدکړو په اړه پکې څه نه وو ویل شوي.

همدا وروستي هغه ټکي دي چې نړيواله ټولنه او د بشري حقونو ډلې پرې د طالبانو له بيا واکمنېدو راهيسې ټينګار کوي.

طالبان بيا وايي چې د مناسبو شرایطو تر برابرېدو وروسته به ښځو ته دولتي ادارو کې د کار او منځنیو ښوونځیو او پوهنتونونو ته د تګ اجازه ورکړي.