د نایجېریا ټولټاکنې؛ یو سیاستوال له نږدې نیم میلیون نغدو ډالرو سره نیول شوی

IOC

د عکس سرچینه، RIVERS STATE POLICE COMMAND

د عکس تشریح، پولیس وایي د امریکایي ډالرو دا بنډلونه د 'چینیرې ایګوې' موټر کې موندل شوي

نایجېریا کې تر ټولټاکنو یوازې یوه ورځ مخکې له یو سیاستوال سره نږدې نیم میلیون (۴۹۸۱۰۰) نغد‌ ډالر نیول شوي دي.

پولیسو هغه د پیسو سپینولو په تور نیولی دی.

د امریکایي ډالرو دا بنډلونه د 'چینیرې ایګوې' موټر کې موندل شوي دي.

هغه د نایجېریا د پارلمان استازو جرګه کې د اپوزېسیون ډي‌پي‌ډي‌ ګوند استازی دی.

پولیسو ویلي له نوموړي سره یې د هغو کسانو نوملړ هم نیولی چې په پام کې وه دا پیسې پرې وویشل شي.

د نایجېریا تېرو ټاکنو کې هم سیاستوال د رایو اخیستو له لارې په پراخه درغلۍ تورن شوي وو.‌

نایجېریا په دې وروستیو کې نوي بانکنوټونه رایستلي.‌

د دغه کار یو هدف دا هم و چې سیاستوالو ته رای اچوونکو ته بډو ورکولو لپاره د ډېرو پیسو راټولول ستونزمن شي.

خو دا چې دا نوي بانکنوټونه لا په پراخه اندازه چلن کې نه دي،‌ نو دې نیوکې او غوسه هم راپارولې ده.

خلک اړ کېږي‌ چې د نغدو پیسو لاس ته راوړلو لپاره ساعتونه ساعتونه بانکونو ته کتار کې انتظار وباسي.

خو ځینې له دغه انتظار سره سره بېرته تش لاس ستنېږي.

له همدې کبله پر څو بانکونو د بریدونو راپورونه هم ورکړ شوي.

د نایجېریا شاوخوا ۴۰ سلنه خلک بانکي اکونټونه نه لري او د خوړو په ګډون د ورځني ژوند اړتیا وړ توکي په نغدو پیسو پېري.

پولیسو د ښاغلي ایګوې تر نیول کېدو وروسته پر ټویټر یوه خپاره کړي بیان کې له ټولو نوماندانو غوښتي چې د ټاکنو او اړوندو نورو قوانینو اصول په جدي توګه پام کې وساتي.

چینېري ایګوې استازو جرګه کې د سویلي 'پورت هارکوټ' ښار د یوې برخې استازولي کوي.

هغه تر اوسه پر دې موضوع تبصره نه ده کړې.

د نایجیریا ټولټاکنې

IOC

د عکس سرچینه، AFP

وړاندوینه دا ده چې د شنبې ورځې ټاکنې به نایجیریا کې په ۱۹۹۹ کال د پوځي واکمنۍ له پای راوروسته تر ټولو حساسي او له سیالۍ ډکې ټاکنې وي.

د نایجېریا ولسمشرۍ ته ۱۸ کسانو ځانونه نومولي خو له واکمن (اې‌پي‌سي) ګوند پکې بولا تینوبو، د اپوزیسیون له (ډي‌پي‌ډي) ګوند عتیق ابوبکر او له کارګر ګوند پېتر اوبي مخکښان دي.‌

اټکل دا دی چې د دوی ترمنځ به سیالي خورا سخته وي ځکه د هر یوه د بریا چانس شته.

د نایجېریا د ټاکنو کمیسیون چارواکو بي بي سي‌ ته ویلي چې دغو ټاکنو ته بشپړ چمتووالی شوی دی.

خو له دې سره سره دا اندېښنه شته چې د دغه هېواد شمال ختیځ کې به د توندلارو اسلامپالو، سویل ختیځ کې د بېلتونپالو او د هېواد لروبر نورو سیمو کې به د سازمان شویو جرمونو او پیسو لپاره د سړي تښتوونکو ډلو د فعالیت له کبله ټاکنې ونشي.

په دې لړ کې چارشنبه سویل ختیځ اېنوګو ایالت کې سنا لپاره د اپوزیسیون کارګر ګوند یو نوماند اویبو چوکاکو یوه وسله وال برید کې ووژل شو.

IOC

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، نایجېریا کې دغو ټاکنو ته ۸۷ اعشاریه ۲ میلیون کسانو رای کارتونه اخیستي

هغه د ټاکنیزو منډو ترړو یوې غونډه کې له ګډونه راګرځېده چې برید پرې وشو.‌

د نوموړي د وژل کېدو له کبله د اینوګو ایالت ختیځ‌ کې پارلماني ټاکنې ځنډول شوې دي.

پولیسو د هغه د وژلو پړه پر بېلتونپالې ایپوب ډلې اچولې، خو دې ډلې تر اوسه تبصره نه ده کړې.

نایجیریا کې دغو ټاکنو کې تر ۹۳ میلیون ډېرو کسانو رای کارتونو لپاره نوم لیکنه کړې وه، خو ویل شوي چې له دوی ۸۷ اعشاریه ۲ میلیونو کارتونه اخیستي او شاوخوا شپږ میلیونه ترې بې برخې پاتې شوي.‌

چارواکو د شنبې ورځې ټاکنو لپاره ګاونډیو هېوادونو سره د پولو تړل کېدو امر هم کړی چې بهرني اتباع له رای اچونې راوګرځوي.