وسله والو د نایجېریا زامفارا ایالت کې ۱۳۰ کسان تښتولي

د عکس سرچینه، AFP
د نایجېریا شمال ختیځ کې د زامفارا ایالت چارواکو بي بي سي ته ویلي چې وسله والو دغلته لږ تر لږه ۱۳۰ کسان تښتولي دي.
تښتول شوي ښځې، ماشومان او زاړه کسان دي.
د زامفارا د اطلاعاتو کمېشنر ابراهیم دوسارا وايي وسله وال پر موټرسایکلونو ورغلي او دغه کسان یې د 'زورمي' او 'کاوران نمودا' په نومونو له دوو سیمو ځان سره بېولي دي.
چارواکي وايي امنیتي ځواکونه د تښتول شویو کسانو ژغورلو لپاره لاس په کار شوي.
زامفارا کې هم د نایجېریا د څو نورو ایالتونو په څېر پیسو لپاره د تښتونو پېښې ډېرې کېږي.
ښاغلي دوسارا ویلي وسله وال تښتول شوي کسان د 'انساني سپر' په توګه کاروي، ځکه پر پټنځایونو یې درنه بمباري روانه ده.
ځینو رپوټونو کې راغلي چې تښتول شوي کسان کروندګر دي او د فصلونو په ټولو بوخت وو.
د نایجېریا د شمال لوېدیځ ځینو سیمو کې وسله والې ډلې له کروندګرو باج اخلي او په همدې شرط یې له خنډ پرته د حاصلاتو ټولو ته پرېږدي.
په دې سیمه کې د ناامنیو ختمولو لپاره د نایجېریا د حکومت هڅې تر اوسه ناکامه پاتې دي.
د قربانیانو کورنۍ ډېر وخت د چارواکو مشورو ته هم غوږ نه ږدي او د تښتول شویو کسانو راخوشې کولو لپاره وسله والو ته تاوان ورکوي.
د امنیت ټینګښت نایجېریا کې ټولټاکنو لپاره د کمپاین یوه مهمه او بنسټیزه موضوع ده.
راتلونکې ټاکنې فبرورۍ کې کېږي چې نایجیریایان به پکې د ولسمشر محمدو بوهاري ځایناستی وټاکي.











