نایجیریا کې ۷ او ۸ کلنې نجونې د ځانمرګي برید لپاره کارول شوې

نایجیریا

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، وروستیو اونیو کې په نایجیریا کې بیا بریدونه ډېر شوي دي.

د نایجیریا شمال ختیځ ته په یوه بازار کې د اوو - اتو کلونو په عمر ماشومې نجونې د ځانمرګو بریدونو لپاره کارول شوې دي.

په دې پېښه کې پر دغو تنکیو ماشومو سربېره یو کس وژل شوی او ۱۸ ټپیان دي.

پولیس وایي، د بورنو ولایت په میدوګوري ښار کې دا برید هغه مهال وشو، چې بازار کې ګڼه ګوڼه وه.

عینی شاهدان وايي، دواړو نجونو یو په بل پسې ځانمرګي بریدونه وکړل.

تراوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی، خو بوکو حرام ډلې مخکې هم په دغه هېواد کې ورته بریدونه کړي دي.

په تېرو څو میاشتو کې د نایجیریا پوځ د بوکو حراف پر ضد بری ترلاسه کړی، خو لا هم دا ډله په ځینې سیمو کې فعاله ده.

پولیس

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، په نایجیریا کې ښځې د ځانمرګو بریدونو لپاره ډېرې کارول کېږي.

په میډوګوري کې یوه چارواکي عبدالکریم جابو رسنیو ته ویلي چې د دواړو نحونو عمر اووه او اته کاله و او په رکشه کې بازار ته راغلې وې.

د هغه په خبره، نجونې له رکشې کوزې شوې او له کوم احساس څرګندولو پرته یې له مخې تېرې شوې.

"ما په هغو کې له یوې سره د خبرو هڅه وکړه، اول مې په هوسا او بیا په انګریزي خبرې ور سره وکړې، خو هغوی ځواب را نه کړ، ما فکر کاوه چې په خپله مور پسې به ګرځي".

نوموړی دا هم وايي، چې اولنۍ نجلۍ په بازار کې د دوکان سره نږدې چاودنه وکړه.

په وروستیو کې وسلوالو د نایجیریا په شمال ختیځ کې مرګوني بریدونه کړي دي.

تېره جمعه هم دوو ښځو په ځانمرګو بریدونو سره ۴۵ کسان ووژل او ۳۳ یې ټپیان کړل.